سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهسعید: په کونړ کې پر طالب او داعش سربېره ۷ نورې ترهګرې...

سعید: په کونړ کې پر طالب او داعش سربېره ۷ نورې ترهګرې ډلې فعالیت کوي

تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې په دې ولایت کې له داعش او طالب جنګیالیو سربېره ۷ نورې ترهګریزې ډلې فعالیتونه کوي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په دغه ولایت کې د داعش او وسله والو طالبانو سربېره ۷ نورې کورنۍ او بهرنۍ ترهګریزې ډلې حضور لري او کونړ د یوه پټنځای په توګه کاروي.

د نوموړي په وینا په دې ولایت کې داعش، طالبان، القاعده، جیش محمد، لښکر طیبه، لښکر اسلام، جمعیت اهرار، حقاني شبکه او ځیني نورې ډلې فعالې دي چې د دولت ضد فعالیتونه کوي.

په ورته مهال د کونړ امنیه قوماندان محمد یوسف مظلوم یار هم په دې ولایت کې د یادو ډلو فعالیتونه مني او زیاتوي چې دغه وسله والې ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ای اېس ای له لوري تقویه کیږي.

د کونړ ولایت اوسېدونکي بیا وايي چې د یادو وسله والو ډلو له فعالیتونو په تنګ راغلي دي او په حکومتي چارواکو نیوکه کوي چې د دغو ډلو د حضور په هکله پوره مالومات لري، خو د له منځه وړلو لپاره یې هغه ډول چې لازمه ده اقدامات نه دي کړي.

په کونړ کې په داسې مهال د یادو وسله والو ډلو د فعالیتونو خبره کېږي چې پاکستاني پوځیان وخت ناوخت ددې ولایت په یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کوي چې ډېر کله د امنیتي ځواکونو سربېره په کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب