یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهراس وېلسن: د ملکی وګړو په نښه کول نور د زغم وړ...

راس وېلسن: د ملکی وګړو په نښه کول نور د زغم وړ ندي

تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) په کابل د امریکا سفارت شارژدافېر راس ویلسن وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نور د زغم وړ ندی او د ملکي وګړو په نښه کولو ته دې د پای ټکی کیښودل شي.

ویلسن پر خپل تويټر لیکلي: « یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا په ګډون د ناټو او اروپايي ټولنې سیاسي آستازولیو په افغانستان کې هدفي وژنې او روان تاوتریخوالی وغنده، بدبختانه چې نن بیا پر ملکي وګړو د برید شاهدان یو.»

په افغانستان کې د امریکا سفارت چارسمبالی زیاتوي، د تېرې ورځې د غندنې اعلامیې خپرولو ته یې نننۍ چاودنې د تمې خلاف او ټکان ورکوونکی ځواب وو.

راس وېلسن زیاتوي چې پر ملکیانو بریدونه باید پای ته ورسیږي او هغوی چې د سولې غوښتونکي دي باید دا ډول بریدونه وغندي.

دا په داسې حال کې ده چې نن کابل ښار یو ځل بیا د تېر په څېر د څو امنیتي پېښو شاهد دی چې لومړۍ هغه یې د کابل ښار شهید څلور لارې سره د خامه پرس خبري اژانس پر مؤسس او د سولې وزارت کارکوونکي، خوشنود نبي زاده چاودنه وه.

ښاغلی نبي‌زاده چې له دې پېښې روغ وتی وايي، د سولې ښکېلې خواوې باید له تعرضه خوندي پاتې شي.

په کابل کې دیوناما دفتر او دغه راز د انګلستان سفارت هم په کابل کې د سولې وزارت په کارکونکي برید غندلی او ویلي دي چې دغه برید د سولې په پروسې برید دی او د سولې په خبرو کې له ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.

له دې پېښې سره همهاله نن په کابل کې د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت یو کارکونکي د نامعلومه کسانو له لوري وژل شوی.

د یو بل خبر له مخې د کابل پولیس وايي، چې نن سهار د کابل په اومه امنیتي حوزه کې په یو نظامي موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې دوه کسه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د نننیو پېښو مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب