تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې د سولې په چارو کې د دولت د وزیر د دفتر د رئیس پر موټر ماین چاودنه غندلې ده او ویلي یې دي چې پر ملکي کارکوونکو په ځانګړي ډول پر هغوی چې په هیواد کې د سولې د تامین لپاره کار کوي، برید د بشري او اسلامي ارزښتونو ضد جنایت دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو زیاتوالی د سولې روحیې خلاف او د افغانانو او نړیوالې ټولنې اجماع سره په تضاد کې ده او په خبره یې، دغه ډول کړنې د دې څرګندونه کوي چې طالبان پر سوله باور نه لري.
نن سهار د سولې په چارو کې د دولت وزیر د دفتر د رئیس خوشنود نبي زاده په موټر ماين چاودنه وشوه چې نبي زاده له خپلو دوو اولادونو سره له دې پېښې روغ وتی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
ښاغلی نبي زاده چې له دې پېښې روغ وتی وايي د سولې ښکېلې خواوې باید له تعرضه خوندي پاتې شي.
په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، طالبان باید له هرې پرېکړې وړاندې د تاوتریخوالي کمښت ته جدي پاملرنه وکړي.
د مېرمن انوري په خبره افغانان د روان تاوتریخوالي د ودرېدو غوښتونکي دي او باید سراسري اوربند ته لاره هواره شي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ سربېره په افغانستان کې ګڼو نورو بنسټونه هم دا برید غندلی او ویلي یې چې دغه برید د سولې په پروسې برید دی او د سولې په خبرو کې یې له ښکېلو خواو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې له دې پېښې سره همهاله نن په کابل کې د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت یو کارکونکی د نامعلومه کسانو په ډزو کې او دوه نور کسان د چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
تر اوسه ددې پېښو مسؤلیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د افغانستان حکومت بیا د داسې بریدونه پړه په طالبانو اچولې، ولې دې ډلې په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
د تاوتریخوالي زیاتېدو سره هممهاله د سولې په خبرو کې خنډ او ځنډ هغه څه دي چې عام افغانان او چارواکي یې اندېښمن کړي دي.