چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهروان کال په کابل ۵۰ ځله برېښنا پرې شوې

روان کال په کابل ۵۰ ځله برېښنا پرې شوې

تاند (دوشنبه، د دلوې ۱۳) د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، د ۱۴۰۰ لمریز کال تر پایه به د کابل ښار د برېښنا ستونزه حل او د پلازمېنې اوسېدونکي به په ۲۴ساعته ډول برېښنا ولري.

د یادې ادارې مسوولين وايي، هر کال ۲۰۰ مليونه ډالره د برېښنا د تمویل له امله بهرنيو هېوادونو ته ورکول کېږي . د دوی په خبره په دې برخه کې د ځان بسیاینې لپاره ۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

د برېښنا شرکت د مسوولينو په وينا، د راتلونکي کال تر پايه پورې به د ترکمنستان د برېښنا په وصلېدو سره د کابل ښاریانو د برېښنا ستونزه حل شي.

د دې شرکت مرستیال صفي الله احمدزي نن ملت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، د ترکمنستان ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا چې تر مزار شریف رسېدلې د پلخمري له لارې کابل سره تر وصلېدو وروسته به د کابل ښار برېښنا ۲۴ ساعته شي.

د ښاغلي احمدزي په خبره، له پلخمري تر کابله د ترکمنستان برېښنا وصلېدل به د را روان کال تر پایه بشپړ شي.

احمدزي وویل: “د برېښنا شرکت هڅه دا ده چې څه ډول، په کابل او نورو ولایتونو کې برېښنا ډېره ورسوو، کار جریان لري، له ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا د انتقال کار بشپړ شوی، یوه کمېټه هم جوړه شوې له پلخمري تر کابله پورې د برښنا انتقال کې ځينې ستونزې شته چې دا حل کړې، زموږ هیله دا ده چې تر راتلونکي یو کاله پورې دا برښنا کابل ته را ورسیږي.”

د افغانستان برښنا شرکت په داسې حال کې د کابل د برېښنا د ستونزې د حل خبره کوي، چې کابل ښاریان د ژمې له را رسېدو سره په ۲۴ ساعتونو کې له ۶ تر ۸ ساعتونو برېښنا لري.

د دغه شرکت د چارواکو په خبره، د مالي امکاناتو د کمښت تر څنګ د امنیت نشتون دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې ده.

د برېښنا شرکت تخنیکي مرستیال ننګیالى میاخېل وايي، یوازې تېر یو کال کې د بېلابېلو لاملونو له امله ۵۰ ځلې د برېښنا د انتقال لینونه پرې شوي دي.
د دې شرکت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د افغانستان۸۰ سلنه برېښنا وارداتي او یوازي ۲۰ سلنه په کور دننه تولیدیږي چې له دې لارې ۴۵ سلنه هېوادوالو ته برېښنایي خدمتونه وړاندې کوي.

په همدې حال کې بیا د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، چې دا مهال ازبکستان کې دی، په پام کې ده چې د یاد هېواد له چارواکو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د برېښنا د ستونزې په حل کولو هم خبرې وکړي.

1 COMMENT

  1. موقت حکومت بد دی خو اوسنی دولت هم د بدو بدتر دی، داسې کوم فساد به وي چې په دوی کې نشته، لومړی دوی خپلو کې جوړ نه دي د ولسي جرګې ریئس څه وایي او دوحې ته تللی د دولت یو غړی څه وايي، آیا ښکاره د موقت حکومت ډنډوره نه غږوي، بلخوا ګلمرجان چې نیم دولت یې غصب کړی ولې خاموش دی ځکه هغه فکر کوي چې د موقت حکومت مشر به دی وي.
    يوه ښکاره خبره کول غواړم څوک دې خپه کېږي نه بلکې ژور فکر دې وکړي، کله چې اوسنی نظام جوړیده نو لومړیو کې د بنسټ ډبره کږه کیښودل شوه، نظام ملی نه بلکې قومي جوړ شو او پښتون اکثریت یې د اقلیت درجې ته ټیټ کړ، د طالب، ترهګر او نورو ګڼو ټاپو له امله وځپل شو، ووژل شو، بندي شو، جنازې او ودونه یې قصداً بمبارد شول په وړو ماشومانو او تورسرو یې هم د پنجابي او طالب ټاپې ووهل شوې.
    له دومرو سختو زیانونو وروسته که موږ سوله غواړو نو داسې سوله به وي چې ټولواک به پښتون وي، پښتو به دولت رسمي او لومړی درجه ژبه وي، هر کارمند ته به پښتو زده کول اړین وي، د تیرو شل کلونو ورانیو او ظلمونو حساب به کیږې عاملین به سزا به ویني او د مظلمینو به نهایت قناعت ترلاسه کېږي.
    د دولت کارمندان باید د ځپل شویو سیمو څخه وي، بیا رغونه کې باید وران شوي ولایتونه لومړیتوب ولري، تر دې وروسته موږ د نورو قومونو سره وروري کوو خو حساب هم کوو، داسې وروري او اتفاق نه غواړو چې قرباني دې پښتون ورکوي خو مزې د پنجشیر لنډغر او د هزاره جاتو چنګیزیان کوي، هر څه باید لکه د پخوا په څیر شي او د پښتون قانوني او مدني ټول حقوق ورکړل شي.
    که پورتني ټکي په نظر کې نه نیول کېږي او سوله کېږي نو بیا سولې ته اړتیا څه ده خو روان دولت هسې هم روان دی او نور دې روان اوسي، موږ چې سوله غواړو بنسټیزه سوله غواړو داسې سوله چې له الف څخه تر یا پورې ټول واړه او غټ موضوعات حل کاندي، که کوم ځای کې تیروتنه شوی وي حتماً به وي ځکه زه کوم لیکوال او پوهاند نه یم یو عادي افغان یم او همدومزه مې معلومات دي نو بیا تاسې ته راته بخشش وکړئ، مـــــــــــننه.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب