Homeخبرونهطالبان دې افغانستان کې د موقت حکومت خوبونه نه ویني

طالبان دې افغانستان کې د موقت حکومت خوبونه نه ویني

تاند (دوشنبه، د دلوې ۱۳) د طالبانو وروستۍ څرګندونې ځکه د افغان ولس له کلک غبرګون سره مخ دي، چې د ولسونو د فکر خلاف دي او د افغانستان راتلوونکې په کې تیاره لیدل کېږي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس او په ولسي جرګه کې د همدې ولایت د استازي حضرت علي زوی، احمدعلي حضرت وایي، طالبانو اوس افغان سوله د ولسمشر محمد اشرف غني تر استعفا مشروطه کړې، هغه ولسمشر چې د ولس په غوڅ اکثریت رایو یې د افغانستان د ولسمشری څوکۍ ګټلې.

هغه ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني په زور واک ته نه دی راغلی او افغان ولس پرې باور کړی، طالبان دې هم تکړه شي د ولس باور دې وګټي او بیا دې واک ته ورسیږي، هغه وخت یې موږ هم منو.

د نوموړي په خبره، افغان ولس په ټوله کې موقت حکومت نه مني او د خپلو رایو دفاع به د سر په بیه کوي، طالبان دې هم افغانستان کې د موقت حکومت خوب نه ویني؛ ځکه موقت حکومت د ولس غوښتنه نه ده.

هغه ویلي: “موږ پوهېږو، چې افغانستان کې د موقت حکومت خبره طالبان د پاکستان په خوله کوي، له پاکستان مو غوښتنه ده، چې طالبان دې دومره نه مجبوري او د افغانستان په کورنیو چارو کې دې له لاس وهنو تېر شي.”

احمد علي حضرت یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نن د ولسي جرګې په تالار کې هم ګڼ شمیر وکیلانو د جرګې په رئیس توندې نیوکې وکړې، چې ولې یې د موقت حکومت د رامنځته کېدو له طرحې ملاتړ کړی؟

په همدې حال کې بیا پرون او نن د هېواد په یو شمیر ولایتونو کې د غونډو او سوله ایزو لاریونونو له لارې په افغانستان کې د اوسني نظام ننګه وکړه او موقت حکومت یې د هېواد د ویجاړۍ طرحه یاده کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...