چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د یوې پخوانۍ سندرې شالید | علم ګل سحر

د یوې پخوانۍ سندرې شالید | علم ګل سحر

پاس د تنګي مستې ځدراڼې

جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه

دا اصلآ لنډۍ ده چې په پکتیا ولایت کې ویل شوې ده خو ډیر کسان دا لنډۍ نه بلکې سندره بولي ځکه چې ډیروخت د سروکي په ډول ویل شوې او نورې لنډۍ لکه په نورو سندرو یا سروکو پورې چې تړل شوې په دې لنډۍ پورې هم تړل شوې دي .همدغه لنډۍ چې د سیمې سندرغاړي وایي نو نورې لنډۍ یې ورپورې تړلې وایي لکه:

ته له تنګي ځینې راتیر شه

تر دې ملاله خوله به زه درتیره شمه

بیا د لنډۍ په پای کې وایي:

پاس د تنګي مستې ځدراڼې

جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه

او کله کله خو د سندرې په پای کې (شیرینه یاره) هم ورسره زیاتوي.

د یادونې وړ ده چې پورتنۍ لنډۍ اصلآ داسې ده:

ته تر خروړي سپي راتیر شه

تردې ملاله خوله به زه درتیره شمه

خو دا لنډۍ د پکتیا د ځدراڼو په سیمه کې په پورتني شکل اوښتي ده.

د دغې سندرې په اړه هم بیلابیل روایتونه موجود دي یو روایت وایي کله چې په کابل د سقاو حکومت و، ګډوډي وه، د سقاو د زوی د حکومت له خوا په ښار کې چورتالان ګډ و او د خاورې تمامیت ته جدي خطرونه متوجه و، نو د کلیو ځوانان به د جګړو جبهو ته په تیره کابل ته راتلل او دا ځونان به په وار سره ډلې ډلې کابل ته راتلل د کلیو پیغلو به په دوی پسې ژړل چې بیا هغه وخت دغه سندره وویل شوه:

پاس د تنګي مستې ځدراڼې

جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه

خو هغه وخت چې ما په ازادي راډیو کې کار کاوه او په دې سندره مې څیړنه کوله د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالي د عربانو له کوڅې څخه د راډیو یوه اوریدونکي ښاغلي محمد آصف منګل په یوه لیک کې چې اوس هم له ما سره خوندې دی د خپل پلار له خولې داسې لیکلي و:

((د دغې سندرې شانزول چې ما له خپل پلار ښاغلي معاذالله خان کفتان څخه اوریدلی دی چې هغه هم د دغو اوړکویا هلکانو له جملې څخه و، چې کابل ته بیول شوي وو،هغه مرحوم ماته دغسې ویلي و:

دامیر حبیب الله خان په زمانه کې د پکتیا قومونو او قبایلو لکه احمدزيو، سلیمانخیلو، ځدراڼو، ځاځيو، منګلو ، څکمنيو، مقبلواو خوستیانو د حکومت د مامورینو د ناوړه چلند پر ضد بغاوت کړی و، د دولت عسکري او نور دولتي تآسیسات یې وران کړل او د دولت په مقابل کې یې جنګونه پیل کړل، حکومت د دغوجنګونو د غلي کولو لپاره جنرال محمد نادر خان ته دنده وسپارله چې یاغیان ارامه کړي.

جنرال محمد نادر خان یوپیاوړی لښکر جوړ کړ ، پکتیا ته ولاړ او شورشیانو ته یې ماته ورکړه. له بلې خوا جنرال محمد نادر خان د پکتیا قومونو ته د سولې وړاندیزونه وکړل.د جنرال په وړاندیزونو کې یو مهم وړاندیز داو، چې د پکتیا خانان او ملکان دې هر یو خپل یو زوی د یرغمل په ډول حکومت ته ورکړي.ترڅو حکومت دغه ځوانان کابل ته بوزي او هلته یې په ښونځیو کې شامل کړي، چې له دې وروسته د پکتیا قومونه دولت ته یاغي باغي نه سي.

د پکتیا قومونو د جنرال محمد نادر خان دغه وړاندیزپه پوره مینه ومانه او هر یوه خان او ملک خپل یو یو زوی د یرغمل په ډول جنرال ته ورکړل. جنرال محمد نادرخان دغه ځوانان له ځان سره یو ځای کابل ته راوستل او د ملک زاداو په مکتب کې یې شامل کړل.دې هلکانو ته هرڅه د حکومت له خوا وړیا ورکول کیدل.

د دغو هلکانو نومونه ښاغلی محمد آصف منګل دخپل پلار له خولې په لاندې ډول ښودلي دي:

محمدګل خان توتاخیل فرقه مشر، عبدالله خان فرقه مشر، حسن ګل خان کرنیل توتاخیل، ګلاب شاه حکمران احمدزی، عبدالله خان کرنیل د لوی خان ببرک خان ځدراڼ زوی، خان محمد خان برګټ منګل، آدم خان کرنیل منګل، محمد عمر خان کرنیل منګل، محمدشریف خان منګل قومي مشر، آدم خان منګل کفتان چې د اعلیحضرت غازي امان الله خان له خوا ووژل سو او معاذالله خان کفتان منګل.

د پکتیا ځوانان پوره یو کال په کابل کې پاتې شول او له یوکال تیرولو وروسته د مکتب اوړکو(هلکانو) ته دوه میاشتې رخصتي ورکړه شوه چې خپلو کورونو ته ولاړشي دغه هلکان د دوو میاشتو رخصتیو له تیرولو وروسته بیرته کابل ته ولاړل.

په دغه دویم ځل د دوی یوځایي راتګ په وخت دغه مشهوره سندره په دوی پسې وویل سوه.

پاس د تنګي مستې ځدراڼې

جنکۍ ژاړي اوړکي بیا کابل ته ځینه

دغه سندره په ۱۳۲۹ لمریزکال کې ویل سوې ده، چې نن دغه سندره د پخوانیو سندرو په ډله کې ګڼل کیږي.دغه سندره دارواښاد عبداللطیف جلالي په هدایت چې هغه وخت د افغانستان راډیو د خپرونو ریس و ارمونیزه شوې او د میرمن رخشانې په خواږه آواز کې او وروسته د نورو هنرمندانو په آواز کې ثبت شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب