چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا ته د طالبانو د سیاسي دفتر ګواښ؛ بهرني ځواکونه دې له...

امریکا ته د طالبانو د سیاسي دفتر ګواښ؛ بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي

تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) طالبان وايي، د دوحې د تړون له مخې به د افغانستان اوسنی حکومت له منځه ځي او یو بل ټول شموله اسلامي حکومت به جوړېږي.

د طالبانو د قطر دفتر غړي او پخواني وياند سهيل شاهين نن په تهران کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د دوحې په هوکړه کې راغلي چې د مذاکراتو په نتیجه کې به په افغانستان کې یو نوی اسلامي حکومت جوړېږي او اوسنی حکومت به ورته واک سپاري.

په دې ناسته کې د طالبانو د قطر دفتر دوه نورو غړیو محمد وثیق او ملا خیرالله خیرخوا هم حضور درلود.

د طالبانو دغه پلاوي زیاته کړې چې د دوحې د هوکړې له مخې له ۱۴ میاشتو وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پاتې کېدل ددې هېواد د اشغال په مانا دي.

د سهیل شاهین په خبره امریکا ته وخت ورکړل شوی چې تر مۍ میاشتې ټول امریکايي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او که په خپله ژمنه عمل ونه کړي، دوی به یې پر وړاندې جګړې پیل کړي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د قطر دفتر مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې ورته څرګندونې کړې وې چې د افغان دولت د مذاکراتي ټیم له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.

ولسمشر غني هم څو ځلې د موقت حکومت له جوړېدو سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د موقت حکومت جوړېدل په افغانستان کې د وینې تویېدو ته زمینه برابروي او افغانان ترې ښه تجربه نه لري.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب بیا وايي چې د موقت حکومت جوړېدل په افغانستان کې د پردیو مداخلې ته زمینه برابروي.

په ورته مهال د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سیاسي استازولیو هغې خبرپاڼې ته چې په هېواد کې یې د روانو هدفي بریدونو او عامه تاسیساتو د ورانولو پړه پر طالبانو اچولې وه غبرګون ښودلی دی.

دې ډلې په هدفي بریدونو او د عامه ځایونو په ورانولو کې لاس لرل رد کړي دي او ویلي یې دي چې دوی د عامه ځایونو د تخریب مخنیوی خپله دنده بولي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دوی پالیسي د خبرو له لارې د افغانستان کشالې ته حل لاره موندل دي.

دغې ډلې اروپایي ټولنه او یو شمېر نور هېوادونه د افغانستان په جګړه کې دخیل بللي او زیاته کړې یې ده چې دا هېوادونه اوس هم هڅه کوي چې په بېلو پلمو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو حضور او د جګړو دوام ته لار هواره کړي.

بله خوا تېره ورځ رویټرز اژانس خبر ورکړی چې نړیوال ځواکونه به د دوحې هوکړه کې د ټاکل شوې مودې تر پوره کېدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

طالبانو د همدې موضوع او د دوحې هوکړې د نقض په تړاو امریکا ته خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي چې که چېرته امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور لپاره پلمې لټوي نو دوی به هم په پوره شجاعت د خپلې خاورې، ارزښتونو او خلکو دفاع ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی