Home+افتخار ګېلاني له ۲۱ کلنې نجلۍ سره واده وکړ

افتخار ګېلاني له ۲۱ کلنې نجلۍ سره واده وکړ

تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) د پاکستاني یوه پخواني وزیر له ۲۱ کلنې نجلۍ سره واده کړی چې د نوموړي دغه کار په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر کسانو غبرګونونه راپارولي دي.

د خواله‌ رسنیو کارونکو په افتخار ګیلاني توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د تحریک انصاف ګوند د غړو انصاف له دې مالومېږي، چې ۸۰ کلن ګیلاني د پیسو په زور ۲۱ کلنې نجلۍ سره واده وکړ.

د پاکستاني بزنس ریکارډر ویبپاڼې د راپور له مخې ۸۰ کلن پخواني وزیر افتخار ګیلاني د ۲۱ کلنې نجلۍ سره واده کړی دی چې نوموړی ترې ۵۹ کاله مشر دی.

افتخار ګیلاني بله مېرمن هم لري چې ۳ اولادونه لري، خو له تېرو دوه ورځو راهیسې يې د دویم واده عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، خو خپله ګېلاني تر اوسه د دویم واده په هکله څه نه دي ویلي.

په راپور کې راغلي افتخار ګیلاني د بېنظیر بهټو کابینه کې د قانون وزیر و او په ۱۹۴۰ کال د جولای په ۱۸مه د پښتونخوا په کوهاټ کې زېږېدلی دی چې اوسمهال د پاکستان د حاکم سیاسي ګوند تحریک انصاف (PTI ) غړیتوب لري.

1 COMMENT

  1. د ګیلانی دووس د عمر د ۸۰ شمېرې د شکل څخه واضح ښکاری چی ” مارشال ” به ئې ۸ غوندی کښته ګوری او سر به نه سی پورته کولای. ممکن د لومړنیو څو ټکانو باروت له لندن څخه ور ته را لېږل سوی وی خو د ” ټک ” د ږغ بر ځای شاید د ” ټَس ” ږغ ترې را ووځی البته ددې ۲۱ کلنی نجلۍ دی هم پر حیاء او غیرت لعنت سی چی د پیسو پخاطر ئې خپله ځوانی خرڅه کړېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...