سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهسویډن په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

سویډن په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه د دلوې ۱۳) د سویډن لومړي وزیر له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې په افغانستان کې د اوربند په ټینګښت او د جګړې او وینې بهېدو پر پای ته رسېدو ټینګار کړی.

ارګ نن دوشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني د سویډن له لومړي وزیر شل اسټیفان لوون سره نن له غرمې مخکې ټلیفوني خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټلیفوني مکالمه کې ښاغلي غني د سویډن له لوري له افغانستان سره د شویو مرستو او دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ددې هېواد له ملاتړ مننه وکړه او سویډن یې د افغانستان پخوانی دوست وباله.

سرچینه زیاتوي: «جمهوررئیس سویډن د افغانستان پخوانی دوست وباله او په سولې پروسه کې یې د انکشافاتو او سولې د داسې بهیر په اړه چې د دیموکراتیک، ملي حاکمیت لرونکي او متحد افغانستان ضامن شي، د افغانستان او بین المللي ټولنې د ګډ لیدلوري په هکله معلومات ورکړل.»

په دې ټلیفوني خبرو کې د سویډن لومړي وزیر په افغانستان کې په پرمختیايي او اقتصادي برخو کې د خپل هیواد د همکاریو او دغه راز له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

د سویډن د لومړي وزیر په وینا چې دوی ته په افغانستان کې د اوربند ټینګښت او د جګړې او وینې بهېدو پایته رسېدل لومړیتوب لري او د هغې سولې پروسې څخه چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي ملاتړ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب