یکشنبه, مې 19, 2024
Home+حريم شاه د مفتي عبدالقوي د نڅا بله ویډيو هم خپره کړه

حريم شاه د مفتي عبدالقوي د نڅا بله ویډيو هم خپره کړه

تاند( دوشنبه، د دلوې ۱۳)د ټک ټاک مشهورې پاکستانۍ حريم شاه د مفتي عبدالقوي يوه بله ويډيو هم په انسټاګرام کې خپره کړې ده، چې هغه پکې له يوې نجلۍ سره نڅا کوي.

د حريم شاه او مفتي عبدالقوي لانجه وروسته له هغې زياته شوه، کله چې حريم شاه نوموړي ته د څپېړې ورکولو ويډيو له خپل انسټاګرام خپره کړه.

له هغه وروسته حريم شاه د مفتي عبدالقوي ځينې نورې ويډيوګانې هم خپرې کړې. اوس تازه نوموړې د مفتي عبدالقوي يوه بله ويډيو خپره کړې ده، چې يوه نجلۍ يې په غېږ کې نيولې او نڅا کوي.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې کوم ډانس پارټي روانه ده، ځکه همدغه ډول موسيقي او لايټنګ هم جوړ شوى دى، چې مفتي عبدالقوي يوه نجلۍ په غېږ کې نيولې او ګډېږي.

د دې ويډيو په اړه حريم شاه څه نه دي ويلي، چې دا کله او چېرته جوړه شوې ده.

د يادولو وړ ده چې حريم شاه پرلپسې د مفتي عبدالقوي ځينې داسې ويډيوګانې خپرې کړې، چې د مفتي قوي کورنۍ دې ته مجبوره شوه، چې له هغه يې موبايلونه واخيستل او په کور کې يې بند کړى دى. د هغه تره وايي چې د مفتي عبدالقوي د مازغو علاج يې پيل کړى دى.

2 COMMENTS

  1. مفتی عبدالقوی مو باید خلکو ته ورپیژندلی وی دا هغه شخص دی چی دده لو دوربینه به د روژی میاشت لیدل کیده او د پاکستان عوام به پری روژه ماتوله او مونږ مهاجرینو سره به یی بحث کولو د بیجلیګر خبره ای خدای مو لا وشرموه. زمونږ د مدرسو مجاهدین اوس هم له دوی نه فتوی اخلی او خپله مورنۍ خاوره او دهغی بچی باربار وژنی

  2. دا ټول حرموني همدا ډول دي. په خوله او ظاهر ددین نارې وهي، غریب او بې زده کړې او ناچاره ځوانان جهاد ته رابولې، خو به باطن کې ددې حرمونو اعمالو ته شیطان هم حیران دی. شیطان به اوس له خدایه تر پخوا هم ډېر ناراضه وي او ګله به کوي چې ای خدایه دوی خو تر ما هم دېر بد، پلید او نجس دي، نو ولې دې زه وشړلم. په هر حال. دا خرکوس جهادي شيآطین ټول په همدې مرض اخته دي. له یو شمېر سره یې وړه او تنکي هلکان او له یو شمېر نورو سره یې ۱۷ کلنی نجونی او رقاصې او داسې نور. دا دی ددې جهادي رهبرانو اصلیت. دوی د شرم په نامه هيڅ نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب