پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبنوی ژوند او نوی ادب / اسدالله غضنفر

نوی ژوند او نوی ادب / اسدالله غضنفر

یادونه: دغه لیکنه په ۱۳۸۳ کې لیکل شوې او په همدې کال د ( داستانونه ) مجلې د غبرګولي او چنګاښ میاشتې د سرمقالې په توګه خپره شوې ده.

 د هرې ژبې ویونکي د ادبي ذوق یو معیار لري. د ادب د خاوندانو هڅه دا وي چې د خلکو د عمومي ذوق معیار اوچت کړي. هر څومره چې دغه هڅه کامیابه وي هغومره یو ملت ژوندي ادبیات لري او چې د ملت ادبیات ژوندي وي، ژبه یې نه مري.

  خو د ادبیاتو تاریخ راته وایي چې کله کله د سانسکریت په څېر د ډېرو ښو ادبیاتو لرونکې ژبه هم مړه شوې ده. دا ولې؟

  سانسکریت د هغو اریایانو ژبه وه چې درې ، څلور زره کاله پخوا د هند په شمال کې دېره شول. دوی پخپله ژبه ډېر ښه شعرونه وویل او د ویدي سرودونو غوندې تلپاتې اثار یې وپنځول.

  کابو دوه نیم زره کاله پخوا د سانسکریت عالمان په دې فکر کې شول چې خپله ژبه په پخوانۍ بڼه ، په هاغه بڼه چې لرغونې لیکنې ورباندې شوې وې، خوندي وساتي.دوی چې د پخوانو کتابونو عالمان وو، د پخوانو خلکو سانسکریت یې د خپل عصر تر سانسکریت غوره وبلله او دې ژبې ته یې د ډېرو زړو کتابونو په اساس ګرامر ولیکه او په دې ډول یې د خپل وخت د خلکو د ژبې او د کتابونو د ژبې تر منځ لوی دیوال ودراوه.

   د ژبې او ادبیاتو ماهران دغه بېلتون د سانسکریت د مړینې یو لوی علت ګڼي.ځکه نور نو خلکو د کتابونو په ژبه کې د خپلو فکرونو، احساساتو او عواطفو د بیان لپاره مناسب ځای نه لیده.

 اوس که موږ هم د معارف د نصاب په کتابونو او د ادبیاتو په پوهنځیو کې په پخوانو اثارو تر حد زیات تاکید وکړو، ایا ادبیات به مو له اوسنو خلکو پردي کړي نه وي؟

 زموږ اکثرو زده کوونکو ته ادبیات د ځینو کسانو د سوانحو او د څو متروکو لغتونو زده کړه ښکاري، حال دا چې د ادبیاتو تعلیمي کتابونه باید د زده کوونکو ذوقونه وروزي او د ژبې هغه څه ورزده کړي چې په اوسني ژوند کې پکارېدلی شي.

 دې مقصد ته د رسېدو لپاره ښه لاره دا ده چې د ادبیاتو په درسي کتابونو کې معاصر ادب ته توجه ډېره شي.

 په افغانستان کې د ادبیاتو پوهنځی شپېته کاله پخوا تاسیس شو. هاغه وخت په وطن کې د بیان ازادي نه وه او چېرته چې د بیان ازادي نه وي، هلته په رسمي تعلیمي ادارو کې د معاصر ادب تدریس ته خنډ پېښېږي. له بلې خوا پنځوس شپېته کاله پخوا زموږ د معاصر ادب ځولۍ تشه وه. د اکثرو معاصرو ژانرونو ښه مثالونه زموږ په ژبه کې نه وو خو اوس حالات بدل شوي دي. اوس د ادب استادانو ته پکار ده چې په نوي نصاب فکر وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب