شهبازخان
پاکستاني جيټ الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن، پڅه مېله او وزبرګي سیمو درنه بمباري وکړه.
د ولس د سر او مال زیانونو، کره حال به وروسته مالومېږي.
له دې وړاندې په ننګرهار کې د هندوستان پر قونسلګرۍ هم وسلوال برید وشو، چې یو افغان کارکوونکی یې وواژه او بل په کې سخت ټپي شو.
د دغو بریدونو په غبرګون کې دا د نړۍ فاتح طالبان او ډېر کلک امنیت راوستونکي، هېڅ هم وېیلی نشي!؟
خو په ټوله کې د افغانانو له خوا پر افغانستان د پاکستاان دا تازه بریدونه، سخت غندل کېږي. پر خواله رسنیوو، بهر مېشتو افغانانو د پاکستان د دغه رزالت سخته غندنه کوي او پر طالبانو یې انتقادونه او نیوکې آن د پېغور تر بریده رسېدلې دي.
موږ هم پر افغانستان د پاکستان دا بې شرمانه بریدونه او په وړاندې یې د طلبانو بې توپیره پاتې کېدل، غندو.
دا بریدونه داسې مهال شوي، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استازي صادق خان په مشرۍ پلاوی، له طالب مشرانو سره په کابل کې په لیدنو بوخت و، پلاوي وېیلي، خوشحاله دی او مانا داره ګټه یې کړې ده!
که حالاتو ته پام وکړو، نو کابل ته د دغه پلاوي راتګ، ډېر پیغامونه لري، لومړی دا چې ملي ګرا طالبانو ته ګوت څنډنه ده، چې د واک پر څوکۍ، نېشه نه شي، ملي دریځ غوره نه کړي، که نه نو د کډوالو چارو طالب وزیر خلیل الرحمان حقاني په څېر یې وژلی شي. خلیل حقاني، چې وېیل کېږي ملي دریځ یې لاره او په قبایلي سیمو کې یې له وسله والو سره اړيکې پاللې، د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۰مه د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې ځانمرګي بریدګر وواژه. له دې وړاندې پنجابي جنرالانو په یوه غونډه مې طالب چارواکیو ته هبرداری ورکړی و، که یې هبره ونه مني او په قبایلي سیمو کې هپل خنګیالي طالبان کنټرول نه کړي، په وړاندې یې هر راز اقدام ممکن دی، لږ وروسته پر خلیل حقاني ځانمرګی برید وشو او د کډوالو چارو وزارت په انکړ کې ووژل شو.
د پاکستاني پلاوي دوهم پیغام دا دی چې طالب چارواکي دې په قبایلي سیمو کې د طالبانو جنګیالیوو بریدونه بند او هغوی کنټرول کړي، ځکه اوس په قبایلي سیمو کې د طالبانو کنټرول د پاکستان له وسه په وتو دی، په قبایلي سیمو کې اوس د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په ځای، د پنجابي پوځ پرضد، افغان طالبان جنګېږي او پاکستان د دغو جنګیالیوو د کنټرول غوښتنه له طالب چارواکیوو کوي.
درېیم پیغام یې دا دی، چې پاکستان د حقاني او کندهاري طالب چارواکیو ترمنځ د روغې غوښتنه کوي، ځکه په دغه اختلاف کې یې د پاکستان زیان دی.
څلورم او د پاکستان لپاره مهم پیغام هند ته دی، په ننګرهار کې یې پر قونسلګرۍ د برید په ترڅ کې پاکستان هند ته دا پبغام ورکړ، چې دلته یې فعالیتونه نشي زغملی.
هندوستان په دې وروستیوو کې له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې او هڅه یې کوله، چې کابل کې سفارت پرانیزي.
هند په ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت چارې هم طالبانو ته وسپارلې، خو دا اړیکې او په افغانستان کې د هند فعالیتونه پاکستان ته د زغملو نه دي. دې ته په کتو پاکستان هند ته پیغام ورکړ، چې افغانستان اوس د پاکستان تر نفوذ لاندې دی او دلته رانه د پښې اېښوودلو فرصت نه لرې!
د پاکستاني پلاوي وروستی پبغام دا دی، چې له طالبانو پیسې او د کانونو په استخراج کې ونډه غواړي. ځکه طالبان له ولس، امریکا او ګمرکاتو او مالیاتو په شمول له کاروباریانو پراخې پیسې راټولوي او د کانونو استخراج ته یې زور ورکړی دی.
پاکستان بیا سخت اقتصادي بحران کې راګیر دی او د نړیوالو پورونو په ورکړه هم نه توانېږي، نورو هېوادونو ته هم د ډېرو پورونو له امله بې باوره شوی دی نو باید د خټې پوزې اېښودلو لپاره د طالبان پیسې تر لاسه کړي، ځکه طالبان یې په شل کلن ملاتړ کې پوروړي او واک ته تر رسولو پورې، د احسان باره دي، نو نن یې باید د دغه احسان مننه وکړي او له اقتصادي بحرانه را ایستلو کې لاس ورکړي.
له دې پرته پاکستان او طالبان کوم بل اختلافات نه لري، ځکه طالب، القاعده، داعش، ټي ټي پي او نورې ډلې د پاکستان د ښي لای ګوتې دي، خو مهمه یې هغه ګوته ده، چې ډېره ګټه وټه ورته کوي!
په دې توګه باید ووایوو، چې د صادق خان په مشرۍ پلاوي نه کابل ته رسمي سفر کړی او نه هم پاکستان کابل ته د رسمي سفر او دوه اړخیزه کتنو ته اړتیا لري، ځکه پر کابل د پاکستان سیال حکومت واکمن نه دی او په هر صورت د پاکستان د ګټو مطابق کار کوي.