د ۱۳۶۷ لمریز کال د پسرلي وروستي وختونه وو. په پېښور کې د ارواښاد حمزه شینواري د غریبانه کور وړه کۍ حجره له صوفیانو ډکه وه. زه هم هلته ناست وم چې د صوفیانو د ژوند په څو شېبو کې شریک شم. دوی به لږ وروسته چې شپه پخېدله، له حمزه صاحب سره د خپل پیر، ستار شاه باچا په عرس کې برخه اخیسته. دغه وخت نو د ستار شاه په مړینه څودېرش کاله تېرېدل. حمزه صاحب کور کې دننه و او صوفیانو چا تراویح ، چا خپلې کیسې کولې. دوی به لس ـ پنځلس کسه وو.یو بل یې سره پېژندل او له یو بله یې مثلا داسې پوښتنې کولې: سږ کال هغه پلانی ولې نشته؟
زه دې غونډې ته د خپل پلار له ملګري، حاجي صاحب غلام فاروق چشتي مرحوم سره تللی وم. دی د چشت نه و، د کندز و خو چشتي و او د حمزه صاحب غوندې د تصوف د چشتیه طریقې لاروی و. ده به ډیر ځله د حمزه شینواري غزلونه مخمس کول.ځينې کسان په سپینه ږیره لا ښکلي او لا نوراني ښکاري. چشتي صاحب همداسې څوک و. یو چا چې مخکې نه و لیدلی په پوښتونکي نظر ور وکتل، یوه بل صوفي ورته وویل: حاجي صیب هم اهل حلقه دی.
صوفیانو په خپلو منځو کې د کرامت کیسې کولې. یوه یې وویل:«د یوه خان زوی سبق پرېښود، د ملنګ مرید شو، له هغه سره به یې ورځ تېروله. په خان بده ولګېده، ملنګ ته یې وویل چې ته اوس دومره شوې چې زما زوی بې لارې کوې! ملنګ چې د خان کبر په تنګ کړ، پاس یې ور وکتل. چې ور ویې وکتل نو خان یې په پښو ورپرېوت. مطلب دا چې خلک خو صاحب حالو ته ګوري خو د حال خاوندان چا ته نه ګوري او که ور وګوري نو بیا ضرور جذبېږي.»
په حجره کې حاضر اکثره کسان غریبان ښکارېدل. په اوسني وخت او تېره زمانه کې د صوفیانه حلقو او غونډو یوه ځانګړنه دا وه چې طبقاتي تبعیض پکې نه و او دې شي بېوزلي هڅول چې د صوفیانو مجلسونو ته زړه ور ورشي. په تېره زمانه کې له ښځو سره هم نسبت ځینو نورو اجتماعي ګروپونو ته د صوفیانو چلند انساني و.
په پاسني حکایت کې د خانانو په مادي قدرت باندې د ملنګانو د معنوي لاسبري خبره کېږي. دغسې حکایتونه د طبقاتي توپیرونو په وجه ټپي شویو زړونو ته د ټکور حیثیت لري او د حیرانوونکې پېښې په اورېدو کې نغښتی خوند خو یې لا بېل دی. په حیرانوونکو او خارق العاده پېښو پسې موږ ټول لالهاند یو، فرق دا دی چې صوفیان د خپلو مشرانو په بزرګي کې شک نه کوي او دغه ورکه په اسانۍ مومي، خو د اوسنۍ زمانې شکمن بنیادم ورپسې د هنر شهکارونه او پنډ پنډ ناولونه پلټي.
په هغه شپه مې د پیر ستار شاه باچا د مخلصانو یو بل حکایت هم واورېد:«دلته ښار کې یو لوی پیر و. په خوب کې یې پیغمبر ص ولید. رسول مقبول ص ورته یو آیت وښود خو چې راویښ شو هغه یې هېر و. ډېر خپه شه. پیر ستار شاه باچا ته یې قصه وکړه. ستار شاه باچا خپل ګرېوان ته سر ټیټ کړ او شېبه نیمه پس یې یو آیت ووایه. د خوب لیدونکي ووې، بالکل همدا آیت و، رایاد شو. مطلب دا چې هغه ته له حضور ص سره ملاقات دومره آسانه و.» د پیر ستار شاه باچا تعریف د مجلس غالبه موضوع وه، یوه سپین ږیري پکې وویل:«هغه داسې سړی و چې چا به یو ځل ولیده، بیا یې ضرور مرید کېده.» د پیر په تعریف کې منفي اړخ دا و چې ډېر ځله یې دی له نورو سره پرتله کړ او بلکې یو نیم ځل خو د نورو پیرانو غیبت پکې وشو، حال دا چې ما په تېرو څلور، پنځو کلونو کې څو ځله حمزه صاحب لیدلی او دې نتیجې ته رسېدلی وم چې هغه د چا غیبت نه کوي.
حمزه صاحب د خپل پیر درناوی په دې کې نه لید چې د بل چا کمه ووایی. البته د ستار شاه په بزرګي کې یې شک نه کاوه، لکه نن سبا چې په شاعرانو کې د حمزه ډېر مخلص او مرید فضل ولي ناګار د حمزه په بزرګي کې شک نه کوي. پوهاند ناګار وایي:
کوم دې الوت دی د لاهوت کوم دې مقام د فقر
ناګاره لاپې د حمزه حمزه پالۍ مه وهه
د سیاست او قدرت د ډګر کسان ممکن په دې کې خپله ګټه وویني چې د هغو کسانو کمزورۍ بیان کړي چې دوی یې غواړي ځای ناستي شي، خو د تصوف د دنیا اوسېدونکو خیر په دې کې لیدلی دی چې هغه کسان ډېر زیات وستایي چې دوی یې ځای ناستي دي او یا هغوی ته د رسېدو ارزو ورسره ده. مولوي محمد یونس خالص چې له نور محمد تره کي سره جهاد اعلان کړ، د (زه ښه یم که دی؟) په نوم یوه لیکنه وکړه. لیکنه یې په پېښور کې د ګتابګوټي په بڼه د ځان او تره کي له عکسونو سره چاپ کړه. صوفیان برعکس، معمولا له بل چا سره کشمکش ته وخت نه ورکوي. د یو بل پیر په مقابل کې د ستار شاه باچا د بهتره ګڼلو حکایت د تصوف د زوال د زمانې حکایت هم دی.
په تېرو زمانو کې تصوف طبقاتي توپیرونه کمول، د پیرانو لنګر وږي مړول او له صوفیانه ریاضتونو تمه کېده چې د صوفي په زړه کې به د مرشد په لارښوونه د معرفت غیبي ډیوې بلې کړي. نن سبا د معرفت لټون تر ډېره حده په تحقیقاتي مرکزونو او پوهنتونونو کې کېږي، له بې وزلۍ سره مبارزې نورې بڼې پیدا کړې دي او د وګړیو تر منځ د برابري حق په اساسي قوانینو کې تضمین شوی دی. اووه، اته پېړۍ پخوا چې په هند کې د چشتیه طریقې د اوج زمانه وه، د ډیلي پاچاهانو د طریقت د بزرګانو خاطر کاوه او تر ستم لاندې خلکو ته به کله نا کله د بزرګانو په روی عفوه کېدله. له بلې خوا دغو بزرګانو په عسکرو او مامورینو کې د خپلو مریدانو په ذریعه هم عام خلک د زورورو له شره څه نا څه خوندي ساتل. د صوفیانو یو بل لوی نقش دا و چې د ښو اخلاقو په برکت یې د اسلام په خپراوي کې برخه اخیسته. ګڼ څیړونکي ټینګار کوي چې د هند په نامسلمانه ټولنه کې د اسلام په خپرولو کې د فاتحانو نه بلکې د صوفیانو او ځينو نورو کسانو، مثلا مسلمانو سوداګرو، برخه زیاته وه. که راشو خپلې ټولنې او خپلې زمانې ته، نو دلته چې ټول خلک مسلمان دي، طبعا صوفي هغه نقش نه لري چې مخکې یې ذکر وشو. دغه راز په اوسنۍ زمانه کې د خلکو توقع دا ده چې قانون او سیاسی- حقوقي سستم یې له ظلمه خوندي وساتي، نه د خان یا ملک یا مرشد غوندې یو بل څوک.
اوس چې تصوف ته پخوانی اجتماعي نقش ورپاتې نه دی، که ان د حمزه شینواري غوندې لوی کسان هم صوفیان شي، په تصوف کې پخوانۍ جاذبه نه پیدا کېږي.
په دیارلس سوه شپېتمو کلونو کې تصادف داسې و چې په پېښور کې زموږ کور د حمزه صاحب له کوره ډېر لرې نه و او زه به یو نیم ځل له خپل پلار مرحوم یا حاجي صاحب چشتي سره د هغه حضور ته ورتلم. ده به د اوړي ګرمي معمولا په لواړګه کې تېروله او په یخنۍ کې یې پېښور خوښ و. د ۱۳۶۳ کال په ژمي کې یوه ورځ د حمزه صاحب دیدار ته ورغلم. هغه وپوښتل: نوې زړې؟ ما چې په لاره کې اخبار لیدلی و، ورته وویل:«استاد دامن وفات شوی دی.» دوی وفرمایل: د پنجابۍ ډېر ښه شاعر و، زما دوست و، ملحد و خو ښه سړی و.» په هغو کلونو کې حمزه صاحب په شخصي مجلسونو کې د ادبیاتو په اړه لږ غږېده، ډېر ورسره د دین غم و او د خدای د شتون او وحدت الوجود د ثابتولو دلایل به یې بیانول. البته ما تعجب ونکړ چې دی په استاد دامن پسې منفي خبره نه کوي، ځکه د بل چا په اړه منفي خبره مې د هغه له خولې نه یادېدله. د ده خپل شخصیت او له عرفان سره زیاته اشنایي د دې سبب شوي وو چې د مختلفو عقیدو او نظریو پیروان وزغمي.
له لویه سره زموږ په سیمه کې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمه او ورپسې دوو لسیزو کې رواداري نسبتا زیاته وه خو له نولس سوه اویایمو کلونو راهیسې وضعیت وار په وار بدل شو. د دغه تغییر د علتونو په اړه مختلفې خبرې کېږي. ځینې کسان پړه پر شوروي یرغل اچوي، ځینې نور جنرال ضیا الحق پړ ګڼي، دا هم ویل شوي دي چې د ډهاکې سقوط او د شرقي پاکستان بېلېدل د اوسني بحران یو علت دی. د اجتماعي تغییراتو علتونه معمولا ګڼ او پېچلي وي، نتایج یې هم خورا وسیع وي، مثلا که یې ټوکه نه ګنئ نو وبه وایم چې د نشو په دنیا کې یې نتیجه دا شوه چې د شرابو د بوتلونو ځای د پوډرو پوړیو ونیو.
د عرس په هغه شپه کابو یولس بجې وې چې حمزه صاحب تشریف راووړ او د دوی کور ته نژدې یوه خصوصي ښوونځي ته لاړو. هلته د ښوونځي په انګڼ کې د محفل انتظام شوی و. ګېلمونه اوار وو، بلې ډیوې ورباندې ایښې وې، د بریښنا څراغونه هم روښانه وو. حمزه صاحب صدر مجلس و. غونډه د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت پرانیستل شوه. وروسته بیا ساز پیل شو. د حمزه صاحب او چشتي صاحب په شمول د څو خواصو غاړو ته د ګلونو امېلونه واچول شول. ځینو کسانو د حمزه صاحب مخې ته روپۍ کېښودلې. چشتي صاحب راته وویل چې دا پیسې وروسته سازنده وو ته ورکوي. ډېرې سندرې رفیق شینواري وویلې. هغه د سندرو شروع په حمد و نعت وکړه. بیا یې سندریز عقیدت په ترتیب سره علي مرتضی، امام حسین او خواجه نظام الدین اولیا ته وړاندې کړ. تر دې ځایه د کلام ژبه فارسي وه. تر دې وروسته یې د پیر ستار شاه باچا په مدحه کې د حمزه صاحب شعرونه راواورول. ورپسې بیا نوبت د حمزه د نورو غزلونو شو. چې رفیق شینواري سندرې بس کړې، یوه ډاکتر غاړه تازه کړه او په اخر کې یوه سندربول زلمي نوبت واخیست. په دې محفل کې حاضر صوفیان تر دیرش تنو زیات نه وو چې اکثره په ګېلمونو او توشکونو ناست وو خو د موسیقي اورېدو ته ګڼ زلمي راپیدا شول. د شلمې پیړۍ د مشهور فیلسوف جارج سانتانیا دا خبره مشهوره ده چې هره معنوي چاره یوه مادي ستن او هره مادي چاره یوه معنوي نتیجه لري. د چشتیه طریقې صوفیانو د خپل معنوي مرام لپاره د موسیقي اهمیت ته توجه وکړه. هنرونو د معنوي ارزښتونو، نظریو او عقیدو په خپراوي او اثرناک کولو کې زیاته برخه لرلې ده. د اسلامي تمدن او ارزښتونو په ترویج کې د ښکلیو جوماتونو او زیارتونو د معماري، د خوشنویسي، د بزرګانو په اړه د حکایتونو او صوفیانه ادبیاتو ونډه څرګنده ده. یو شمېر نورو ښکلاوو لکه د آذان زنګېدلي اواز یا د کتابونو د پاڼو تذهیب هم خپله برخه لرلې ده. کاتولیک مذهب او هندوایزم له ځینو نورو هنرونو مثلا موسیقي، نقاشي او مجسمه جوړونې هم زیاته استفاده کوي. په شلمه پیړۍ کې شوروي دولت د هنر لمن ټینګه ونیوله چې ایدیولوژي یې د خلکو زړونو ته لاره ومومي. زما په ګومان د لېنن او ستالین تر وچو لیکنو د شوروي فلمونو او ناولونو اغېز ډیر ژور و.
د ستار شاه باچا په یاد سندریزه ناسته تر پشلمي له مخه په دوو بجو ختمه شوه. ستار شاه باچا بختور پیر و چې د حمزه غوندې مرید یې درلود. د چشتیه طریقې د ډېر مشهور مرشد، نظام الدین اولیا په شهرت کې هم د هغه د دوو کسو شاعرو مریدانو، امیر خسرو او حسن دهلوي، برخه لویه وه. حسن دهلوي له نظام الدین اولیا سره د خپلو ملاقاتونو رپورټونه لیکلي او د فواید الفواد په نوم یو کتاب کې راټول کړي دي چې په منځنیو پیړیو کې یې د هند براعظم ګي او زموږ د سیمې د فکري، اجتماعي او کلتوري ژوند ډیر مهم سند بللای شو. نظام الدین اولیا په یوه ملاقات کې حسن دهلوي ته وویل چې له خپل مرشد (فریدالدین ګنج شکر) سره ناست وم، د هغه د مبارکې ږیرې یو ویښته راجدا شو. ویښته مې د ده په اجازه په ټوکر کې وپېچه او د تعویذ غوندې مې له ځان سره راوړ. نور به نو چې چا رنځور تعویذ په کار و، ما به همدا ویښته ورکړ. ویښته به څه موده ورسره و او چې درد به ختم شو، بیرته به یې راوسپاره. یو ځل څوک راغی، زوی یې ناجوړ و، ویښته یې غوښت خو د ویښته تعویذ نه یوازې په هغه تاخچه کې نه و چې هورې مې تل ایښوده، بلکې بل ځای مې هم ونه موند. ترې تم شو. د ماشوم پلار کم بخت تش لاس کور ته لاړ او ماشوم یې ژوندی پاته نه شو. څه موده پس چې د یو بل چا تعویذ پکار و، تعویذ مې په خپل همیشني ځای کې وموند. د ویښته تعویذ ځکه غایب شوی و چې د هغه هلک اجل پوره و.
د نظام الدین اولیا دغه کیسه له یوې خوا زموږ په سیمه او هند براعظمګي کې د موی مبارک په نوم زیارتونو د مخینې په اړه یو څه راښیي او بل زموږ له یوې بلې انګېرنې سره رابطه لري. انګیرنه دا ده چې کله نا کله پیریان یو شی غایب کړي. مثلا خپل یو کتاب دې، چې همیشه دې لیدلی دی، ضرور پکار شي خو په هغه ساعت چې ټول ځایونه پسې لټ په لټ کړې، ویې نه مومې. په دغسې وختونو کې ویل کېږي چې کتاب پیریانو پټ کړی او چېرته بل ځای ایښی دی. د دې تصور نقش دا دی چې پړه زموږ په بې نظمۍ او بې فکرۍ نه لوېږي، بلکې پیری ملامت شي. بل نقش یې دا دی چې پیری د هغه خطرناک موجود په ځای چې مثلا عصبي ناروغۍ پیدا کوي، د ماشومانو غوندې په شوخ موجود بدل شي او ژوند اسانه کړي. مطلب دا چې دغه انګېرنه یو ضرورت پوره کوي. د نظام الدین اولیا په روایت کې که څه هم پیری نه یادېږي، خو زموږ انګیرنې ته ورته څه پکې شته، البته نقش یې دا دی چې هم اجل ومنل شو او هم د ویښته کرامت ته صدمه ونه رسېده. په فواید الفواد کې په سلګونو داسې حکایتونه او روایتونه شته چې زړه ته پرېوتلو یا نه پرېوتلو له جهته نه بلکې کلتوري او اجتماعي محتوا له نظره د لوستلو او څېړلو وړ دي. که د ناګار صاحب غوندې باذوقه صوفي فواید الفواد وژباړي نو د منځنیو پیړیو د رازونو دغه خزانه به په پښتو کې هم په خوند ولوستل شي.
په هغه شپه چې کور ته روان وم، په دې نه پوهېدم چې دا مې له حمزه صاحب سره وروستی دیدن و. زه د هغه کال په اوړي کې له پېښوره لاړم. د غزل بابا شپږ کاله نور هم ژوندی و او رڼا یې خپروله.