پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کابل - جلال اباد لویه لاره تړل شوې

د کابل – جلال اباد لویه لاره تړل شوې

تاند: (دوشنبه، د کب ۸ مه) ‏د طالبانو د فواید عامې وزارت ويلي، چې د کابل -جلال اباد لویه لاره نن په ماهیپر سیمه کې د ګازو د يوه ټانکر د چپه کیدو له امله تړل شوې ده.

د وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، سیمې ته د لارې د پرانیستلو منسوبین رسیدلي او د ژر پرانيستلو هڅه ېې کوي.

دغه لویه لاره پراخه ګڼه ګوڼه لري، چې د تړل کیدو له امله ېې خلکو ته ستونزې پيدا شوي دي.

د لارې تګ راتګ کوونکي غوښتنه کوي، چې د کابل – جلال اباد د دويمې لارې د جوړولو چارې دې چټکې شي، څو پر دغې لارې د ترافيکو فشار کم او د پېښو د رامنځته کیدو مخنیوی وشي.

.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...