شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچين: امریکا دې د افغانستان بانکي زېرمې ط ته وسپاري

چين: امریکا دې د افغانستان بانکي زېرمې ط ته وسپاري

تاند: (دوشنبه، د کب ۸ مه) ‏د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین له امریکا غوښتي، چې له ځند پرته دې د افغانستان بانک شتمني د طالبانو حاکم رژیم ته وسپاري.

وانګ یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه د ۳.۵ میلیارد دالرو د بېلولو په اړه د یوه امریکايي قاضي وروستۍ پرېکړه، چې ویلي یې دي د سپتمبر د یوولسمې قربانیان له دې پیسو څخه د غرامت تر لاسه کولو حق نلري؛ ښيي، چې امریکا دا پيسې په ناقانونه توګه کنګل کړي دي.

چین دغه راز ،په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان په اړه د امریکا پر سیاستونو تندې نیوکې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وایي: مونږ له امریکا غواړو، چې پخپل عمل له سره غور وکړي او سمدستي د افغانستان بانک شتمني آزاده او پر افغانستان لګېدلي یو اړخیز بندیزونه لغو کړي. امریکا باید په افغانستان کې د سولې او بیارغونې لپاره خپل اصلي مسوولیت پر غاړه واخلي او نړۍ ته وښيي، چې مسوولانه عمل کوي.

امريکايي چارواکو ويلي، چې که طالبان د افغانستان اقتصادي او بانکي سکتور غیر سیاسي کړي او بې طرفه مسلکي کادرونو ته د سپارلو تر څنګ ېې له دغه سکتور څخه د خپلې ډلې په ګټه نه استفاده تضمین کړي، د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمه به د افغانستان بانک ته وسپاري.

طالب رژیم په دې اړه د امریکا غوښتنې نه دي منلي او دغه هېواد ېې د افغانستان د بانکي زېرمو په تروړلو تورن کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب