یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد د TTP د ځپلو لپاره له پاکستانه د پیسو غوښتنه...

مجاهد د TTP د ځپلو لپاره له پاکستانه د پیسو غوښتنه رد کړه

تاند: (دوشنبه، د حوت ۸ ) د طالبانو د حکومت ویاند “ذبیح الله مجاهد” د تحریک طالبان پاکستان د بې وسلې کولو لپاره د پیسو د غوښتنې په اړه د پاکستاني رسنیو ادعا رد کړه.

“ایکسپریس ټریبیون” ورځپاڼې، چې ویل کېږي د پاکستان پوځ ته نژدې ده، په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې د طالبانو حکومت کابل ته د خپل سفر پر مهال له یو شمېر پاکستاني پوځي او امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې د TTP د غړو د “بې وسلې کولو” او “بیا میشتیدنې” لپاره د پیسو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند د دغه رپوټ په ردولو سره ټینګار وکړ: هیڅ هیواد به د افغانستان له خاورې نه ګواښل کیږی او د طالبانو حکومت د خپل هیواد د امنیت د تامینولو لپاره بهرنیو پیسو ته ضرورت نه لري.

ذبیح الله مجاهد وویل:« موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکارول شي. په دې لار کې به خپل ټول توان او وس په کار واچوو او ان شاءالله زمونږ خپلې هڅې به کافي وي. د پیسو غوښتنه کول ریښتیا نه دي.»

د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف په مشرۍ د دغه هېواد د پوځي استخباراتو رییس او یو شمېر نور چارواکي څو ورځې مخکې کابل ته راغلي وو، چې د سفر په ترڅ کې یې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له امنیتي او دفاعي چارواکو سره ولیدل.

د دې کتنې په لړ کې د پاکستان د آی ایس آی د مشر او د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملامحمدیعقوب مجاهد ترمنځ د توندو خبرو د تبادله کېدو په اړه هم راپورونه خپاره شول.

د چارو ځینې کتونکی وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د بدګومانۍ د رامنځته کولو لپاره داسي تبلیغ کوي چې که پاکستان افغان طالبانو ته پیسې ورکړي، پاکستاني طالبان اود هغوی ارمان به وپلوري.

په وروستیو ورځو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتیوت په یوه راپور کې ولیکل، دا احتمال نه لیدل کېږي چې د افغانستان طالبان دې د پاکستاني طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

راپور د دې دلیل د پاکستان اقتصادي ستونزې بولي او وايي چې طالبان احساس کوي چې اقتصادي ستونزې د پاکستان له لوري د ټي ټي پي پر ضد د پراخو عملیاتو مخه نیسي.

د دې راپور پر اساس، په دې منځ کې چې پاکستان له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په افغانستان کې طالبان واکمن دي، ټي ټي پي په زیاتېدونکي بالقوه ګواښ بدل شوی دی.

د امریکا د سولې انستیتیوت په خپل راپور کې د پاکستان پر پالیسیو د افغان طالبانو وروستیو انتقادونو ته په اشارې استدلال کړی چې دا نادیپلوماتیکې څرګندونې ښيي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو د ملاتړ د دوام اراده لري، حتي که د پاکستان له لوري پرې فشار هم زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب