Homeخبرونهد ط له لوري د ایراني پوله ساتونکي ډبول؛ ایران: ستونزه حل...

د ط له لوري د ایراني پوله ساتونکي ډبول؛ ایران: ستونزه حل شوې

تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډیو څرګندوي، چې د طالبانو سرحدي ځواکونو نیمروز سره پر پوله یو ایرانی پوله ساتونکی نیولی او ډبولی.

د طالبانو چارواکو د دغې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ایران سپاه پاسداران استخباراتي ځواک ته نیږدې تسنیم خبري اژانس ویلي، چې دا ستونزه حل شوې ده.

سرچینه لیکي:(( د ایران په پوله کې پ نیشه یي موادو بار وړونکی موټر د ایران د پولو د ساتونکو له خوا ودرول شو، دوی دغه موټر معاینه کاوه، چې ډریور تښتیدلی او موټر یې د افغانستان خاورې ته ننویستی، ایراني ځواکونو ورپسې حرکت نه دی کړی، خو طالبانو موټر درولی او د ډریور په ګډون یې په ناپامۍ کې ایراني سرتېری هم ډبولی.))

سرچینه زیاتوي، چې د دغه خبر له خپرېدو سره سم، دا موضوع حل شوې او د ایران د سرحدي ساتونکو د خوشې کولو تدابیر نیول شوي دي.

د طالبانو او ایران د اړیکو یو شمېر منتقدانو، د دغه هېواد له لوري طالبانو ته د افغانستان د سفارت سپارلو مسئلې ته په اشارې لیکلي، چې دا ایران ته د طالبانو د دغه عمل لومړنۍ ډالۍ ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...