Homeخبرونهد ننګرهار په یوه لېسه کې د حاکمې ډلې امنیه قومندانۍ تبلیغاتي...

د ننګرهار په یوه لېسه کې د حاکمې ډلې امنیه قومندانۍ تبلیغاتي غونډه کړې

تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د دعوت او ارشاد مديريت مسوولينو د جلال اباد ښار په استقلال عالي لېسه کې زده کوونکو ته تبلیغاتي غونډه کړې ده.

د طالبانو د ولایتي ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ استازي مولوي شېرولي (عبيد) په دې غونډه کې د طالبانو د رژیم د فعالیتونو په اړه خبرې کړي او له زده کوونکو يې غوښتي، چې ږیرې پریږدي او پینځه وخته لمونځونه وکړي.

 د طالبانو د خبرپاڼې په اساس، د غونډې پر مهال د طالبانو د امنیې قومندانۍ له لوري د یادې لېسې زده کوونکو ته ۸۵ کتابچې هم وېشل شوي.

 د طالبانو رژیم تر دې مخکې هم په مختلفو بڼو د ټولنې بېلابېلې برخې تر خپلو تبلیغاتي هڅو لاندې راوستې وې، چې له امله یې توندو نیوکو سره مخ شوي دي.

د پوهنې د چارو کارپوهان باور لري، چې زده کوونکو ته داسې غونډې جوړول د دوی ذهن و روان ځپي.

طالب چارواکي بیا ادعا لري، چې په داسې غونډو د خپل« اسلامي نظام» پښې مظبوطوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...