شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتهلمند الکوزي کاناډايي سیال ته ماتې ورکړه

هلمند الکوزي کاناډايي سیال ته ماتې ورکړه

تاند (دوشنیه، د حوت ۸ مه) په کاناډا کې مېشت افغان بوکسر هلمند الکوزي تېره شپه د کاناډا یوه تکړه بوکسر کودي کیلي ته په اتم راونډ کې ماتې ورکړه.

دا د سوک په حرفوي لوبو کې د هلمند الکوزي نهم بری دی.

دا مسابقه د انتاریو ایالت د برومتن ښار په پنځه زره کسیز لوبغالي کې وشوه.

هلمند الکوزي له ۲۰۱۱ کال څخه بوکس لوبه په اماتور ډول پیل کړه خو د ۲۰۱۵ په وروستیو کې یې حرفوي سوکلوبې ته مخه کړه. په دې موده کې یې تراوسه ۹ بري په برخه شوي او هیڅ سیالي یې نه ده بایللې.

ده د چک جمهوریت، ارجنټاین، هسپانیا، کاناډا، مکسیکو او هنګري لوبغاړو ته ماتې ورکړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب