شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکندهار کې ۱۰ اورلګیدنو څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

کندهار کې ۱۰ اورلګیدنو څه باندې ۳ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

 تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ ) د کندهار لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکي وایي، چې تېره اونۍ په دغه  ولایت کې د اور لګیدنې ۱۰ پېښې رامنځته شوي دي.

د کندهار د اطفایې مدیریت اداري مسوول نذیر احمد ذاهد ویلي، چې د دغو پېښو له امله درې میلیونه او څلویښت زره افغانۍ مالي زیانونه رامنځته شوي.

د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د نوموړي له قوله دا هم ویلي، چې د یادو اورلګیدنو پر مهال د اطفایې ادارې په هڅو د شاوخوا درې سوه زره افغانیو د نور زیان اوښتو مخنیوی شوی دی.

سرچینې د دغو اورلګیدنو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو پر رژیم یوه عامه نیوکه دا ده، چې د اطفایې ادارې په ګډون نیږدې ټولو ادارو کې یې مسلکي کسان له دندو ګوښه او پرځای یې خپل ملایان او جنګیالي ګومارلي، چې دوی د اړوندو ادارو مسوولیتونو ته سمه اوږه نه شي ورکولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب