Homeخبرونهله ایرانه د راوړل کیدونکو بې کیفیته تیلو ۲۴ ټانکره مسترد شول

له ایرانه د راوړل کیدونکو بې کیفیته تیلو ۲۴ ټانکره مسترد شول

 تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ )  د فراه لپاره د طالبانو سیمه ییز مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې ۲۴ ټانکره تیل بېرته ایران ته مسترد شول.

د دغه ولایت د سیمه ییزو مسوولينو په وینا، د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې ۲۴ ټانکره، هغه تېل، چې د ستندرد ملي ادارې د نورم سره برابر نه وو، د یاد بندر د کمیسار مولوي سید احمد ساجد، د ګمرک ریاست، استخباراتو، نفتو او ګازو د مسوولینو په ګډون له لوري بېرته ایران ته مسترد شول.

طالب چارواکي وایي، چې له بیا واکمنیدو سره یې هېواد ته د هر ډول بي کیفیته خوارکي او غیر خوراکي توکو د راوړلو مخه نیوله شوې ده.

خلک د طالبانو ورته اقدامات ستایي، خو ورسره تور لګوي چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو د کورنۍ غړي د بې کیفیته تېلو په قراردادونو کې شریک دي.

طالب چارواکو تراوسه نه ده روښانه کړې، چې د بې کیفیته تېلو راوړونکي څوک دي او دوی څه ورسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...