Homeخبرونهمجاهد: د داعش عمومي نظامي او عملیاتي مشر مو وژلی

مجاهد: د داعش عمومي نظامي او عملیاتي مشر مو وژلی

 تاند: ( دوشنبه، د حوت ۸ )  د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې د کابل په خیرخانه کې د پرون ماښام د عملیاتو پر مهال یې ځواکونو په افغانستان کې د داعش ډلې عمومي عملیاتي او نظامي مشر وژلی.

مجاهد په یوه اعلامیه کې د نوموړي کس نوم قاري فاتح ښودلی او ویلي، چې د داعش د خراسان څانګې د امنیت یا استخباراتو مشر و.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، قاري فاتح په کابل کې پر بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو، جوماتونو او ځینو نورو سیمو د پېچلو عملیاتو مستقیمه قومانده پر غاړه لرله.

هغه د تېر ماښام په عملیاتو کې د نوموړي په ګډون د دوو داعشیانو د وژل کیدو او یوه بل د نیول کیدو خبر ورکړی و.

طالبانو په ځلونو د داعش ‌‌ډلې د ځپلو ادعاوې کړي،خو وروسته بیا د دې ډلې فعالیتونه او بریدونه لیدل شوي.

داعش ډله د طالبانو د داسې ادعاوو په اړه معمولاً غبرګون نه ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...