شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+خپل قد څنګه لوړولی شو؟

خپل قد څنګه لوړولی شو؟

هغه کسان چې متوسط یا هم ټیټ قد لري، نو تل یې هیله دا وي چې خپل قد لوړ کړي. عموماً د هغو کسانو، چې قد یې لوړ وي، په خپل نفس زیات اعتماد لري. وي.
دلته اته هغو مواردو ته اشاره کوو، چې له تاسو سره د تر یو بریده د قد په لوړ والي کې مرسته کوي.

۱- شیدې وڅښئ، شیدې د کلسیم ښه سرچینه ده او د هډوکو له لویوالي او استحکام سره مرسته کوي. که تاسو غواړئ، قد مو لوړ شي نو شیدې په دې کار کې درسره مرسته کولای شي. د دې ترڅنګ شیدې په لویه کچه اې ویټامین او پروټین هم لري.

۲- د یوګا تمرینونه وکړئ، دا ډول تمرینونه کولای شي له تاسو سره د قد په لوړوالي کې ډېره مرسته وکړي. د یوګا تمرینونه ستاسو د رشد هورمونونه تحریکوي او هغوۍ د پراختیا لپاره تیاروي.

۳- کافي او آرام خوب وکړئ، د انسان بدن د خوب په مهال نوري حجري زیږوي او د رشد کوي. نو هغه هورمون چې د انسان د بدن د رشد مسوولیت لري، د ژور خوب په مهال تولید کیږي. نو کله چې تاسو کافي او آرام خوب کوئ، ستاسو د بدن د رشد هورمونونه ډېر او په آسانۍ سره تولید کیږي.

۴- منظم ورزش وکړئ، ورزش کولای شي د انسان د بدن رشد ورکوونکی هورمون په تولید کې مرسته وکړي. د هغه ترڅنګ هغه ورزش چې د انسان د قد د لوړوالي لپاره ډېر اغیزمن دی، تناب بازي ده.

۵- معتدل غذايي رژيم ونیسئ، د غذا کموالی مو ډېر وخت د قد د ټیټوالي لامل کیږي. نو د دې لپاره چې قد مو لوړ شي، معتدل غذايي رژیم ونیسئ. هغه غذا ګانې چې د ویټامین سي، پروټین، کلسیم او پوتاشیم درلودونکي دي، ډيري وخورئ.

۶- د لمر له رڼا څخه استفاده وکړئ، د لمړ رڼا ستاسو په بدن کې د ویټامین ډې د زیاتوالي لامل کیږي. نو ستاسو د بدن د ویټامینونو له پوره کولو او رشد سره ډېره مرسته کوي.

۷- مناسب بدني موقیعت غوره کړئ، کله چې کښېنئ او یا هم پریوځئ، نو تاسو باید د بدن د غړو او سر لپاره داسي موقعیت غوره کړئ، چې ناراحته مو نکړي، یا مو هم د ناسم بدني موقیعت د ټاکلو له امله کېدای شي، چې د بدن د رشد تحریک کوونکی هورمون فعالیت ودروي.

۸- ډېري اوبه وڅښئ، اوبه ستاسو سره په هضم کې مرسته کوي. نو د دې لپاره چې روغ پاتي شئ او د قد د لوړوالي هڅه مو بریالۍ شي، په ورځ کې لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه وڅښئ.

1 COMMENT

  1. ښاغلی لیکوونکی وروره ښه معلومات مو د قد په لوړولو کی لیکلی دی کور مو ودان.

    ستاسو دلیکنی بهر یوه شوخی : اګر چی د ویټامینو، پروتینو او مینرالونو په خوړلو خو د سرمایه دارانو او ځینی میلیاردرانو بچیانو عادت پیدا کړیدی خو شکر ځمکی ته روان دی خو اسمان خواته یی طالع نشته.

    ستاسو په اجازه زه به هم یو کلیوالی چل یا کړنه د قد په لوړولو کی ورونو ته وریاده کړم.
    هر ساعت چه د سهار له خوبه راپاڅیدلی یا راویښ شوی، سمدلاسه د ونی یا درختی په داسی شاخ جه ستاسی د قد څخه دوه لویشتی لوړ وی، ور خیز کړی او تر دوو یا دری یا هر څومره چه تاسو کولای شی و زانګي. بیا د ورځی په جریان کی هم که د لاسه مو کیدل دغه کار تکرار کړی. مګر په یاد مو وی چه د ډوډی خوړلو وروسته دغه کار یا زانګل ونکړی. داسی وخت دغه زانګل تر سره کړی چه نهار یا وږی یاست.
    دوهم خبره د قد د لوړلو لپاره په سیند، ډنډ یا غټه ویاله کی لامبو ده.

    مناسب قد د ۱۶۰ او ۱۸۰ سانتی میترو تر مینځ دی. که ۱۵۰ سانتی میترو څخه لوړ وی هم د تشویش خبره نده.
    کل طویل احمق الّا عمر و کل قصیر فتنه الّا علی
    نه پوهیږم چه دا مقوله ده او که حدیث شریف دی. خو ډیر خلک یی په مجلسو کی کوی.
    زمونږ کلیوالو به ویل چه ډیر اوږد سړی قمقل (کم عقل) وی، ځینی د جنیټیک متخصیصین هم د سیانسي څیړنو وروسته معلومه کړیده چه اوږد سړی قمقل وی، حتی دا خبره هم شوی وه چه اوږد سړی دي خدای د یو ملک نه پاچا کوی، ځکه فمقل وی، د ملک چاری په سمه توګه پر مخ وړای نشی لکه د سوریی ولسمشر بشار الاسد.
    همداسی کلیوالی خبری دی چه اوږد سړی باید لنډه ښځه ونکړی او یا برعکس اوړده ښځه باید لنډ سړی ونکړی. ځکه دلته ……. بیا هم ځینی منطیقي (منطقی) مسایل شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب