شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاپه ښي که چپ اړخ خوب زړه ته ګټه لري؟

په ښي که چپ اړخ خوب زړه ته ګټه لري؟

ژباړه: شمشاد افغان

د خوب په اړه به مو کلیوالې او عامې خبرې زیاتې اوریدلي وي، چې څنګه یې کول ښه او څنګه ښه نه دي.

روغتیا پوهان وایي، چې د خوب بڼه پر روغتیا، خاصتاً پر زړه ډېر اغېز لري.

ډاکټران باور لري، چې د خوب بڼه نه یوازې پر زړه؛ بلکې د ملا پر درد او د وجود پر نورو برخو هم اغېزې لري.

دلته به د دوی له نظره در ته ووایو، چې په ښي که کیڼ اړخ څملاستل ښه دي او خاصتاً زړه ته یې کومه بڼه زیاته ګټه لري.

روغتیا پوهان سپارښتنه کوي، چې د زړه ناروغان دې په کیڼ اړخ نه څملي. دوی په دې اړه ډېرې څېړنې هم نه دي کړي، چې د هغو په اساس د داسې ملاستې ګټې وښيي، خو اټکل کوي، چې د ښي اړخ ملاسته به نسبتاً ګټوره وي.

په کیڼ اړخ د زړه د ناروغانو د نه ویدیدو دلیل دا ګڼل کیږي، چې داسې ویدیدل پر زړه فشار زیاتوي.

 د زړه د ښځینه ناروغانو په اړه یوه څېړنه ښيي، چې دوی ته د حمل لرلو پر وخت دواړه ډوله ویدیدل یو رقم دي. دوی ته سپارښتنه دا ده، چې د حمل په وروستیو میاشتو کې دې پر ملا نه څملي، ځکه پر رحم یې فشار راوړي او جنین ته یې زیان اړولی شي.

 نور خلک څه وکړي؟

د نورو خلکو یا هغوی په اړه چې د زړه ناروغان نه دي، روغتیا پوهان وایي چې د دوی د خوب بڼه مهمه نه ده، د خوب کیفیت یې مهم دی.

په دې مانا، چې دوی څنګه ښه خوب کولای شي، هماغسې دې ویده شي. د خوب کیفیت روغتیا پوهانو ته یوه مهمه موضوع ده، چې ټینګار ورباندې لري او له خلکو غواړي، چې د ښه کیفیت لرونکي خوب د لرلو هڅه وکړي.

 په ټوله کې روغتیا پوهان وایي، چې د خوب کمیت او کیفیت دواړه د روغتیا لپاره ډېر ضرور دي.

هغه کسان، چې کافي او مناسب خوب نه لري، د نورو خطرونو ترڅنګ د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر سره مخامخ دي.

دوی هغو کسانو ته، چې کافي او مناسب خوب نه لري، روغتیا پوهانو ته ورتګ ضرور بولي.

2 COMMENTS

  1. مننه ښه ګټوره لیکنه ده، د ښاغلی لیکوونکی په اجازه زه به هم یوه تبصره ولیکم.
    په ښي اړخ خوب زړه ته ګټه لري. ځکه زړه په کیڼ یا چپ اړخ کی پروت دی.
    عملی تجربه : په کلکه ځمکه یوه شپه په کیڼ اړخ ویده شۍ سهار کی چه مو سترګی وغړولی او غواړی چه لمړی په اړخ کښینی په دغه وخت کی د څو ثانیو لپاره د زړه د داسی درد سره مخامخ کیږی چه نه په ډه ډه کښیناستلی شی او واپس غورځی په دغه حالت کی به ساه اخیستل په لمړی ځل په ډیره سخته واخلی، خو کله چه ځان ورو ورو وخوځوی نو د زړه درد په ډیر سرعت او تیزی سره له مینځه ځی.
    د درد په وخت کی داسی احساس کوی چه په زړه کی می د یوی افغانۍ(سیکی) په اندازه ساحه سخته او کلکه درد نیولی ده.

    زړه عضله ده د ټټر په مینځ کی پروت مګر ډیر نازکه دی، کله چه بی توشکه په ځمکه او یا د لرګی په تخت پریوځی او په کیڼ اړخ تر سهاره ویده شی، په دغه جریان کی په زړه فشار راځی او بی حده ستړی کیږی، لکه فلج ته ورته حالت سره مخامخ کیږی.
    د هر انسان زړه د خپل موټی په اندازه دی.
    ځینی خلک عادتآ په چپ اړخ خوب کوی کله چه سهار د خوب څخه پاڅیږی نو د دغه حالت سره مخامخ کیږی، خصو صآ په اوړی کی د ډیری ګرمی له وجی د چپرکټ یا وطنی بوڼ داره کټ د پاسه پوزی یا بوریا او انډیری هواروی او د پاسه پری خوب کوی، دا چه د یوی خوا د پوزی د پاسه او دبلی خوا په چپ اړخ خوب کوی، چه سهار کی د پاڅیدو په وخت د دغه درد سره مخامخ کیږی. خو خپل تشخیص په خپله نشی کولای، او ډاکتر ته ورځی، دا چه ټول ډاکتران په دغه مشکل نه پوهیږی، سمدلاسه درته وای چه د زړه تکلیف لری. بیا هم وایم که کوم ورور د دغه تکلیف سره مخامخ وی، ډاکتر ته مه ورځی لمړی په خپل ځان پخپله تجربه وکړی، دا مانا چه په ښی اړخ خوب او ویده شه که د دغه درد سره مخامخ نشوی نو د تل لپاره په ښی اړخ بیا خوب کوه. او که ډاکتر دوایی درکړی وی سمدلاسه یی بنده کړه، او د امکان په صورت کی خپل ډاکتر ته دغه قیصه تیره کړه چه هغه هم تجربه حاصیله کړی. که ښه سړی وی فیس به واپس درکړی.

    په ښی اړخ خوب کول سنت طریقه ده : که یو څوک په داسی طریقه په ښی طرف ویده شی چه د محمد ص نوم ته ورته حالت غوره کړی، نو هم به ژر ویده شی، هم به یی روغتیا ښه وی او هم به یی سنت عملی کړی وی.
    د محمد نوم شکل ته وګوره او په همدغه ترتیب لاس تر غوږو لاندی کیده او ویده شه.
    کیدایشی بیا می به املا او جملو جوړولو کی غلطی کړی وی. که وی بښنه غواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب