شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهګلاب منګل: د داعش خراسان څانګه پاکستان جوړه کړې

ګلاب منګل: د داعش خراسان څانګه پاکستان جوړه کړې

 تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ )  په جمهوري نظام کې د سرحدونو او قبایلو وزیر او د ننګرهار والي ګلاب منګل وایي، چې د داعش ډلې خراسان څانګه پاکستان جوړه کړې ده.

نوموړي امریکا غږ اشنا ټلویزون ته وویل، چې داعش ډله په لومړي ځل د پاکستاني استخباراتو له لوري ډیورنډ کرښې ته نیږدې د لشکر اسلام ډلې په نوم رامنځته شوه، چې مشري یې منګل باغ کوله او وروسته همدغې ډلې په ننګرهار کې د ده د ولایت پر مهال ځان د داعش ډلې په نوم اعلان کړ.

ګلاب منګل دا هم وویل، چې د راتلونکي پسرلي له پيل سره به د پاکستاني طالبانو تحریک په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي.

د ده په باور، د دغو بریدونو له زیاتیدو سره به پاکستان هم په افغانستان کې خپل هوایي بریدونه پيل او د پاکستان د طالبان تحریک غړي وځپي.

ګلاب منګل پاکستان د ترهګرو د روزنې او پالنې له لارې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو په تعقیبولو تورن کړ او ویې ویل، چې د پاکستان نننۍ ستونزې خپله د دغه هېواد د ناسمو پالېسیو پایله ده.

دغه پخواني وزیر د پاکستان د ممکنه بریدونو پر وړاندې د افغان طالبانو د ادارې د نه تحمل وړاندوینه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې طالبان او ټول افغانان به په خپل هېواد کې بهرنۍ مداخله ونه زغمي.

مخکې د طالبانو ادارې پاکستاني طالبانو ته د پناه ورکولو تورونه رد کړي او ویلي، چې چا ته به د دوی د ځپلو په پلمه پر افغانستان د عملیاتو اجازه ورنه کړي.

4 COMMENTS

  1. پنجپیران مه هیروی. دوی له پاکستان نه افغانستان ته راتلل او تاریخ یی اوږد دی چی سعودی او غربی اړیکی باندی تودیږی.

  2. مجاهد په یوه اعلامیه کې د نوموړي کس نوم قاري فاتح ښودلی او ویلي، چې د داعش د خراسان څانګې د امنیت یا استخباراتو مشر و.

    د مجاهد د معلوماتو له مخې، قاري فاتح په کابل کې پر بهرنیو دیپلوماتیکو مرکزونو، جوماتونو او ځینو نورو سیمو د پېچلو عملیاتو مستقیمه قومانده پر غاړه لرله.
    https://taand.net/?p=221564

  3. دا څه چه وینئ او ؤملیدل له ۱۹۶۰ کالو نه را په دې خوا د غربیانو په لاس، او د عربو د پیسو په زور په پاکستان کې جوړ شوي دي ، هغه څه چه تعصبي دیني لارې دي د غربي اروپا لاس پکشې دی، سند لاندې د خپله اروپایي څېړنه او زه او څو نور شاهدان یوو چه پاکستان د جنایاتو ځاله او د غرب غلام او جاسوس دی!
    https://www.tagesanzeiger.ch/wie-der-westen-den-islamismus-vorantrieb-219516967749

  4. ګلاب منګل خو دسرحداتو وزیر لقب اود ننګرهار والی له عنوان لاندې دآشنا غږ هم تیر باسی ښه به داوی چې ګلاب منګل د خپلې سابقې چې کرزی څه ډول دغه موقف ته راوست له نا آشنا غږ سره مرکه کړې وای.
    دپاکستان او دانورې لوبې خو بله طرحه ده زموږ ولس کوڼ او ړوند نه دی چې دغه ککړ اومرموز مرکچیان ونه پېژنی څوک په افغان انترنشنال، څوک دنامعلو آزادی رایو او څوک بیا په محلې تلویزیونو کې دبن بست مقالې لولی.
    ته ګلاب ته ګوره او مرکه هههه زاغ زنده باد ګلاب هم هورا پالی او هم افغان ولس

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب