شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا یعقوب هند کې د خپلو ځواکونو روزنې ته لېوالتیا ښودلې

ملا یعقوب هند کې د خپلو ځواکونو روزنې ته لېوالتیا ښودلې

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ )  هندي رسنیو ویلي، چې د طالبانو د رژیم د دفاع وزیر ملا یعقوب ورسره په تازه مرکه کې لېواله شوی، چې هندوستان کې خپل ځواکونه ورزوي.

د هند نیوز ١٨ ټلویزیوني چینل وایي په ځانګړې مرکه کې یې له ملا یعقوب څخه پوښتلي، چې په هندوستان کې د خپلو ځواکونو د رزونې په اړه څه نظر لري؟

د نوموړي په وینا ملا یعقوب ورته د دغې پوښتنې په ځواب کې وویل: (هو، موږ په دې کې کومه ستونزه نه وینو. د افغانستان او هند اړیکې پیاوړې کیږي او د دې لپاره به زمینه برابره کړي.)

د دغه ټلویزون د راپور له مخې ملا یعقوب ورته وویل: لومړی دوی غواړي چې د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره پیاوړې ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.

سرچینه د ملا یعقوب له خولې لیکي:(کله چې موږ په ګډه سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ولرو، نو بیا به موږ دفاعي اړیکو ته چمتو یو. نه به ورسره کومه ستونزه وي او نه به یې کومه ستونزه وینو.)

ملا يعقوب له نورو هېوادونو سره د اړيکو په اړه وويل، چې دوى د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند په ګډون له ګاونډيو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي.

تر دې مخکې د طالبانو د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني هم هند سره د اړیکو د ښه کیدو لېوالتیا ښودلې وه.

طالبان اساساً د پاکستان له لوري رامنځته شوې او واک ته رسول شوې ډله ګڼل کیږي، خو په وروستیو کې یې دغه ستراتیژیک ملګري سره اړیکې په ترینګلي کیدو ښکاري.

2 COMMENTS

  1. هغوی چی دانګریز خبره دځان لپاره ددرس اول خط نده لیکلی هغه به په افغانستان کی همیش ناکام وی. انګریز لیکلی وو چی افغانستان کرایه کیږی خو اخیستل کیدای نسی.
    افغان به له دښمن سره واوسی خو دښمنی به یی هیره نکړی. طالبان دمولوی منصور دتضعیف او دهغه دشهیدولو نه وروسته دپاکستان په دښمنی خبر دی. هر هغه کس چی طالبان دپاکستان لاسپوڅی بلل هغه به اوس په خپله پښیمانه او یا باید پښیمانه واوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب