ادبيات که له دې اړخه چې د خيال عنصر له عاطفې سره ګډېږي، يو ډول هنر وبولو نو بايد ووايو چې: تقليد او د نورو پېښې د هنر ورانونکې دي او نوښت يا ابتکار هغه پديده ده چې په اګاهانه توګه په هيڅ هنر کې نه ځايېږي(بلندبالايي، ۲۰۱۷). د شعر په اړه يوه بله خبره هم کېږي که څوک غواړي د شعر د ماهيت په اړه پوهه شي نو ادبي صنايع، د بديع او بيان علوم او اړوند څېړنې، مقالې او کتابونه دې ولولي خو دا ارزو دې نه کېږي چې شاعري ترې زده شي. د نورو شاعرانو مطالعه هم په غير مستقيمه توګه له شاعر سر مرسته کوي چې د ليد دنيا يې پراخه شي، د ادب د دنيا له نويو رموزو سره بلد شي خو که دا هڅه وشي چې د نورو شاعرانو يا شعري صنعتونو له مطالعې خپل شعر ته شاعر يو څه راوتروړي نو دا له يو پلوه د تقليد او پيرويۍ سبب ګرځي او بل لوری د شعر ذاتي بغاوتي رنګ پيکه کوي او د تکلُف و تصنع رنګ پرې غالبېږي، موږ دلته د حفيظ هميم جلالزي په اړه غږېږو، زه يې چې له کومه وخته راهيسې پېژنم نو زموږ په همځولي نسل کې به کم داسې کسان وي چې د هميم په څېر پراخه، په څو ژبو او هر اړخيزه مطالعه ولري خو په شعر کې يې بيا د نورو اغېز کم محسوسېږي او تقريباً خپله لاره يې موندلې.
هميم د خپلې شاعري په اړه يوه ادعا کړې چې معقوله ښکاري، دی وايي: «زما د شاعرۍ ځينې تصويرونه ښايي زموږ له ټولنيز روح سره اړخ ونه لګوي، د ځينو مانيز او اروايي چاپېريال ښايي داسې وي چې موږ ته نااشنا وي خو له دې ټولو سره سره ما هڅه کړې چې هر څه داسې انځور کړم چې هر څوک يې په ليدو داسې احساس وکړي چې تر اوسه يې نه وي کړی.» د نااشنا احساس او تُفکر را منځته کول اسانه خبره نه ده، هغه توقع چې موږ يې له ښه شعر څخه لرو، يوازې په شعر کې شته شعري نوښتونه ورته معقول ځواب لري. ابتکار د بديع او بيان د علومو له مخې د شعر د علاقمندۍ محوري او بنسټيز جوهر دی.
په شعري دنيا کې د نوښت غنا د ځانګړي سبک رامنځته کېدو ته لار پرانيزي. سبک په درې مفهومونو کارول کېږي؛ شخصي سبک، د دورې سبک، ادبي سبک( شميسا، ۱۳۸۸، ص، ۱۶). خوشحال خټک، رحمان بابا او شيدا يو له بله بېلې لارې لري چې هر يو يې د شخصي سبک خاوند بللی شو. د افغانستان د جهادي دور ادبيات له نورو هغو سره توپير لري چې دا د يوې معلومې تاريخي زماني مقطعې حالات بيانوي او د يوې ځانګړې دورې د سبک اطلاق پرې کېږي. رياليزم د نړۍ په کچه له نورو ادبي لارو بېل خصوصيات لري چې ادبي سبک ورته ويلی شو. د هميم شاعري چې لولو، داسې فکر کوو، نوي څه لولو. همدا نوښت او ابتکار دې ته لار هواروي چې دی يو وخت په شاعري کې خپله لاره پرېږدي، د هميم د شاعري په اړه ويلی شو چې لويه برخه يې د غنايي سبک رنګ لري. دا هم د شميسا خبره ده: « غنايي ادب هغه دی چې له فردي احساساتو او عواطفو غږېږي… له غنايي ادبه بله موخه عاشقانه شاعري ده.» موږ که د هميم شاعري لولو نو هم فردي نظريات، احساسات او عواطف پکې وينو او هم د عشقي شعر پله پکې درنه معلومېږي. استاذ غضنفر وايي: « په سبکي لحاظ ادبي ارزښت د لوړې فريکونسي د هغو موردونو وي چې د هنري ښکلا په زېږولو کې برخه اخلي.» د استاذ د ذکر شوي قول مطابق؛ د هميم په شعر کې هم د هغو موردونو تکرار زيات دی چې هنري ښکلا رامنځته کوي، دلته يې ځينې موارد په لنډو را اخلو.
۱ . تمثيل: تمثيل د مفاهيمو د وړاندې کولو او لوستونکي ته د قناعت ورکولو يوه بهترينه لاره ده. ډاکټر احسان الله درمل يې داسې را پېژني: « تمثيل، د يوې موضوع تر ظاهري صورت لاندې د يوې بلې موضوع يا فکر بيان دی؛ دغه اصطلاح د اظهار يوه داسې هنري طرز ته اشاره کوي، چې يوه موضوع د يوې جوړې شوې کيسې په جامه کې وړاندې کوي.» د هميم نږدې ټول نظمونه همدا ځانګړنه لري. په ( زه بېرته پاتې شوم فرمان د هجرت وځنډېده) نظم کې له ژونده د ستړيا او قيامت تصور دی خو د کيسې په شکل يې لولو، يو تمثيل وينو او د شاعر په ذهن کې له تېرېدونکي تصور سره د يوې روانې کيسې په څېر مله کېږو، دا تصور د يو انسان د ژوند د ستړیاوو او منډو ترړو په اړه دی او قيامت پکې د اسوده ګۍ او ارامتيا د بستر په څېر محسوسېږي، په معاصرو داستاني ادبياتو کې د عيني يا واقعي انځورونو وړاندې کول دې ته زمينه برابروي چې لوستونکی هم د ليکوال يا کرکټر په ژوند کې ورشريک شي او حالات هغه شان محسوس کړي، چې د ورځني ژوند د پېښو غوندې يې ومني، په شعر کې تمثيل همداسې دی. د هميم د ياد نظم يو بند په دې ډول دی:
پرون مې وخت د لمر ختو کړ سم سهي په نښه
د ساعت لويه عقربه تر شپږو لږ تېره وه
د کتابچې پر يوه پاڼه مې دقيق وليکل
ما وې چې هېر مې نه شي زړه کې مې پرته وېره وه
په يو بل نظم کې، د مازيګر هغې نندارې ته متوجه کېږو چې د ناکامې مينې يو نهيلی مين اورګاډي ته انتظار او زړه نازړه دی چې ځان وژنه وکړي او کنه. د باد او ګاډي له غږه بغير بل غږ په ويړه دښته کې نه اورېدل کېږي، د کس په زړه کې ورګرځي که ځان پټلۍ ته ورغورځار کړي نو څوک به پرې خبر هم نه شي، پخپل مرګ يوازې خپله خوارېږي نو بيا له ځان سره پرېکړه کوي چې نهيلي هم ښه نه ده، د ژوند دا کيسه به په طبيعي ډول يو وخت پای ته ورسېږي، داسې ژر يې ولې پای ته ورسوم؟! نو د ځان وژنې اراده بدلوي او اورګاډی هم بې له کومې حادثې تېرېږي، د ( انتظار) نظم وروستي دوه بندونه په دې ډول دي:
زه په سوچ کې يم اورګاډی رانه تېر شي
څو شېبې يې اورم غږ، وروسته پناه شي
دواړه لاس کېږدم پر دواړو ځنګنونو
بيا را پاڅېږم ارام، تېره مې ساه شي
…
بېرته ډک زړه په کوڅو د ښار را ګډ شم
شا ته هرڅه لکه خوب راته ښکاره شي
ستړي ژوند ته غاړه ورکړم او هميمه
مينتوب مې لېونتوب را ته ښکاره شي
پورتنی نظم د نورو پښتنو شاعرانو خلاف د مايوسۍ او نهيلۍ نتيجه مرګ نه راښيي، په رېل ګاډي ځان نه وهي بلکې د ژور خپګان په صورت کې هم ژوند ته دوام ورکوي. د موضوع په لحاظ په نظم کې داسې نادرې پېښې هم نشته چې د منلو نه وي يعنې يو منطقي تسلسل پکې شته او له مين څخه بغير ښايي هر انسان د اضطراب پر مهال له همداسې واقعاتو سره مخامخ شوی وي او بيا يې خپله پرېکړه اخيستې وي. زموږ غوندې په تاوتريخوالو وهلو ټولنو کې د ځان وژنې پېښې عامې دي نو د ژوند او بقا د پيغام تر څنګ له ځان وژنې ځان ژغورل هم مخالف اقدام ښکاري.
په نظم کې د موضوع مطابق صحنې او الفاظ غوره شوي دي، مثلاً، مازيګر په ادبياتو کې د ژوند د پای د سمبول په توګه کارول کېږي، د مازيګر وروستۍ وړانګې له دنيا سره د انسان د خدای پاماني را غځېدلي لاسونه ښيي. اورګاډی او مازيګر دواړه د نږدې ماناګانو تر څنګ ضمني مفاهيم هم لري چې د ايهام ښې بېلګې يې بللی شو. ژوند جاري او روان دی، د روان ګاډي ذکر مو همدا بهير سترګو ته دروي. په نظم کې شاعر وايي چې د ژوند دا سفر خو هسې هم يوه ورځ پای ته رسېږي، پرېږده چې وروستي تمځای ته مو په غير اختياري توګه ورسوي. موږ ټول له يو تمځايه تر بل تمځايه په اورګاډي کې پاتېږو، بيا ښکته کېږو. د اورګاډي بل ضمني مفهوم دا هم کېدی شي چې په ويړه دښته کې يوازې د پناه کوونکي غږ اورېدل کېږي، د کيسې راويي چې د ځان وژنې د پرېکړې په حال کې دی نو يوازې د ژوند اخيستونکي او باد غږ اوري، دلته ويړه او خاموشه دښته هم له ضمني مفهومه ور ها، خوا د دې کڼې دنيا مفهوم لېږدوي، په داسې حال کې چې يو څوک ځان وژنه کوي بيا يې هم څوک په کيسه کې نه وي او همهاغه د ګاډي او باد شغا اورېدل کېږي. راويي د هومره بې پروايي باوجود هم ځان وژنه نه کوي او دا هم راته وايي چې د مرګ تمځای ته رسېدل مو اختياري مساله نه ده:
شپږم حس مې راته وايي يوه ورځ به
چې مې زړه غواړي رسېږم هغه ځای ته
۲ . نوي مضامين او نوی انداز: مولانا جلال الدين بلخي په يو بيت کې وايې، عشق مې چې کله په رګ، رګ او پوست کې د وينې په څېر خور شو نو ټول وجود مې د دوست يا محبوب لپاره خالي شو او دا خاليګاه د دوست مينې او خلوص ډکه کړه:
عشق آمد و شد چو خونم اندر رګ و پوست
تا کرد مرا تهی و پر کرد ز دوست
په عرفاني ادبياتو کې يوه موضوع دا ده چې عشق سپېڅلی بللی شوی او دا سپېڅلتيا د بلې هرې پليتۍ او چټلۍ ضد ده، مولانا وايې چې د عشق په راتګ سره مې د وجود ټولې چټلۍ پاکې شوې او ټول وجود مې د معشوق وجود ته خالي شو او په رګ رګ کې مې د وينې په څېر خور شو. هميم په يو بيت کې همدې ته ورته نوې خبره په نوي انداز کوي او وايې چې زړه بايد يوازې او يوازې يوې مينې ته پرېښودل شي:
چې په نامه د محبت پکې ځايېږي هر څوک
د نيت منم، مګر د زړه دومره وسعت ښه نه دی
موږ په رواجي ادبي مضامينو کې د تېر عمر ذکر په پرتليزه توګه کوو. کله چې له هندارې سره مخامخېږو نو په افسوسناک انداز د وېښتانو د سپينوالي انځور له نورو سره شريکوو خو هميم راته د دې تکراري مضمون خلاف خبره لري:
موده وروسته مخامخ شوم په هينداره کې و ځان ته
بڼه مړاوې، سترګې سرې، لکه د نور کله په څېر وم
له حال او حالاتو شکايت د ادب بله موضوع ده چې ډېر وخت موږ پړه په نورو او شرايطو اچوو، هميم د ټولنيزو رواياتونو مخالف نظر لري. د ده په خبره دا هر څه چې موږ يې د ژوند مجبوريتونو ته تړلي يو، د خپل لاس کرلي ګلونه مو دي:
چې مو دوزخ کړل او ځانونه مو وروغورځول
زموږ په لاس کې خو حالات ول تر همدغه ځايه
د عشق د اظهار په اړه په ادبياتو کې ګڼ مثالونه شته دي او نږدې ټولو شاعرانو د ژوند دې اړخ ته له مختلفو زاويو کتلي دي، ځينې رسوايي ښه بولي، ځينې بيا د پردې طرفدار دي، ځينې د رموز دنيا جوړوي…، د حمزه بابا مشهور بيت دی:
غل د محبت غلطېدی نه شي
څو که په محفل کې چا ته نه ګوري
او خوشحال بابا بيا وايي:
د ناموس خبرې مه کوه خوشحال ته
عاشقان له نام و ننګه بې پروا دي
حفيظ هميم بيا وايي چې ما به هم د خپلې مينې کيسه کړې وه خو خبره دا ده چې د کيسې شريک انسان مې دا اظهار نه غواړي:
اوس به مې ټوله کيسه کړې وه چې څه را شوي
خو د کيسې شريک انسان مې پر خوله لاس ايښی دی
دا هم د هميم بيت دی:
چې نوم دې ياد شي، زه خپل ځان منځ ته را وغورځوم
په دغه ډول پټوم اصلي کيسه له خلکو
۳ . د خپل ژوند تجربې: د هميم د شاعرۍ تر ګردو بارز اړخ د خپلو تجربو بيان دی. خپل ځان، حالات، شواهد، واقعات او له شته ټولو فزيکي او معنوي پديدو خپل برداشت او تجربې که له يو لوري نوي موضوعات راکوي بل لوری د کلام اغېز زياتوي ځکه چې لوستونکی يا اورېدونکی د واقعاتو تصور ته نږدې کوي.
هغه پوهېږي چې قهوه نو اوس تاثير نه کوي
راغلی خوب مې، په سندرو، په سرګم وژني
نن مې په خپله شاعري باندې تېرېږم يو ځل
نن به موده وروسته د خپل ځان تماشا وکړمه
په (رخصتي) نظم کې يې څو بندونه داسې دي:
هغه وخت عجيبه وخت و
کتابونو کې به ورک وم
چې زه کوم کوم ورډالۍ کړم
ګلابونو کې به ورک وم
…
په شريکه مو کوت فلم
رخصتۍ خوږې په دې وې
چې به فلم کله خلاص شو
زموږ سترګې به لندې وې
…
تر خوب مخکې مې عادت و
چې کتاب به مې لوستلو
چې به ويښ شوم د وروستي
مسيج ځواب به مې لوستلو
د نوي کال په نوم نظم يې د خپل ژوند تجربې بيانوي، موږ په ورځني ژوند کې د کال بدلېدو ته خوشحالېږو، له نويو هيلو سره نوروز نمانځو او يا د کال لومړۍ ورځ هم د عادي ورځو په څېر راباندې تېرېږي، هميم راسره خپله تجربه او مشاهده په خپل نظم کې شريکوي:
کال نوی شوی دی خو ژوند کې هيڅ تغير هم نشته
تش د کار وخت دی بدل شوی، حاضري نوې شوه
که رښتيا وايم بې له دې يې په توپير پوه نه شوم
فقط د مېز پر سر مې ايښې جنتري نوې شوه
۴ . د نويو رديفونو کارول: د هميم په شاعري کې نوي رديفونه کم نه دي، ځينې يې د مصرعو نيمايي برخې جوړوي، ښه والی يې دا دی چې زياتره يې روان او چُست لوستل کېږي:
زړه مې نيولی، لمبو د اور ته، اسانه هم ده او سخته هم ده
ستړی سفر دی، د انسان لور ته، اسانه هم ده او سخته هم ده
هره ورځ خپه له چا سره، بايد چې داسې نه وای
رابطه مې له دنيا سره، بايد چې داسې نه وای
نه سا پورته ځي نه کښته، نه څه وايي نه څه وايم
له هېر شوي محبته، نه څه وايي نه څه وايم
جنت که هر څه و ادم به پکې، ښايي و خپل يوازيتوب وژلی
که نه غنم وای راشين شوی ورته، نه يې لېدلې وای حوا مثلاً
۵ . نوي کليمات شعر کول: کليمو ته د شاعرانه او غير شاعرانه محدوديتونه ټاکل سم کار نه دی، لاکن هغه کليمې چې پخوا مو په شاعري کې لوستې نه وې، شعر ته يې راګډول هنر غواړي. د کاروان صاحب په يو نظم( نن مې پخپل زړه چليپا راکاږم) کې ګڼ انګليسي الفاظ په ښه انداز شاعرانه شويدي. د هميم شاعري هم داسې ګڼ نوي الفاظ لري چې پخوا مو په شاعري کې يا هيڅ نه وو لوستي او يا مو کم لوستي ول.( فيسبوک) همداسې يو نظم دی چې په ډېر ښه ډول د ټولنيزې شبکې همدا نوم پکې شعر شوی دی او دا نظم چې لولو نو په مصرعو کې نورې نوې کارېدلې کليمې يې هم پردۍ نه برېښې. په لومړۍ مصرعه کې يې د (پوست) کليمه بې توازونه او بې ربطه نه برېښې: « پر فيسبوک مې يوه وړه جمله پوسټ کړې». يا په لاندې بيت کې يې د رياضي او معادلې الفاظ بېګانه نه ګورو:
مثلاً يوه سخته معادله د رياضي حل شي
داسې احساس وکړم چې ته وګورې خواږه راته
الارم، مسيج، چليپا، ديوالي ساعت… داسې کليمات دي چې هميم په ښه انداز شعر ته ورګډ کړي. د راګونو ذکر په يو بيت کې په دې ډول کوي:
غږ د باران دی او که سا، ني، دا، پا، ما، ګا، رې، سا
ستا مهربانه غږ ته نه رسېږي يو هم حوا
۶ . سمبولونه په نوي انداز غږول: ائينه چې په ادبياتو کې د خاطراتو د سمبول په توګه پېژندل کېږي، همدا پخوانۍ سمبوليکه وظيفه اوس هم په شعر کې همهغسې ادا کوي خو دا سمبول په نوي انداز غږول مهارت غواړي، هميم وايي:
ما د آيينې د حيرانۍ په ژبه ولوسته
ستا د رنګ کيسه، ستا د سينګار له وخته ډېر وروسته
عاشق هغه هنداره ګوري چې معشوقې يې پکې ځان سينګار کړی دی نو له هندارې ليدو سره يې د معشوقې ښکلا ور يادېږي او حيرانېږي. دلته کمال دا شوی چې شاعر د آيينې له قوله غږېدلی دی، آئينه يې د حيرت په ژبه ګويانه کړې، دويمه خبره دا ده چې ائينه په عين حال کې د حيرت سمبول هم دی، څوک چې په هنداره کې ګوري نو طبيعي ده چې تصوير به يې ګونګی وي، د آئينې حيرت هم په کلاسيک ادب کې ريښه لري خو مهارت دا شوی چې د آئينې ژبه د حيرانۍ ژبه ده.
۶ . فرهنګي پشتوانه: په نږدې ټولو لويو شاعرانو پوهېدل، مو دې ته مجبوروي چې د هر لوی شاعر د زمانې له فرهنګ، تاريخ، جغرافيې، د هغه وخت له حالاتو، ګړنو … خبر شو او لازم برېښي چې د شاعر په زمان او مکان کې ځانونه محسوس کړو. هميم د خپلې شاعرۍ په نوې دنيا کې د ولسي فرهنګ ښکلاوو ته هم متوجه دی او استفاده ترې کوي. خدازده هغه کليوالي کليمه ده چې د ( نه پوهېدو) لپاره يا ځان ناګاره ښوودو پر مهال کارول کېږي، هميم وايي:
ځان مې را سمبال کړ مګر خدازده حواس څنګه شي
رنګ دې ګډ اوبو کې کړ، راټول به په لاس څنګه شي
پرته د بغير په ځای کارېدونکې کليمه ده او په سهيل ختيځ زون کې له ( بغير) څخه زياته کارول کېږي:
ستا له آبي سترګو سوا، له سرو جامو نه پرته
رنګ څه مفهوم او څه مانا لري دې دوو نه پرته؟
کليوال وايې: (هغه خو د هيڅ درد دوا نه دی). د همدې غزل يو بل بيت همدا کليوالي ګړنه لري:
وينم دې، خو اوس مې هيڅ يو درد دوا کوی نه شې
ته اوس لکه خوب غوندې يې، خوب به احساس څنګه شي
ايسېدل زموږ په کليوالي لهجه کې د ښو او بد ګڼلو لپاره کارول کېږي، مثلاً، يو څوک چې له يو چا سره مينه لري نو وايې: (فلانی مې ښه ايسې.) يعنې فلانی کس راباندې ګران دی، ايسېدل د ښکاره کېدو او ګڼلو مفهوم هم لري. په (خپګان) نظم کې مې يو بند داسې دی:
دنيا لويه وي منم خو
زړه مې تنګ شي او تنګېږي
داسې ايسي ته وا چوي
سا مې بنده بنده کېږي
په عاميانه ژبه ( ښا) د پوښتنې، تاکيد او مشورې په مفهوم کارېدونکې کليمه ده، د هميم د نظم يو بيت:
بس يوه زه يم دلته ناست يمه يوازې
سوچ کوم چې ښا نو اوس به څه کومه؟
د هميم په شاعري کې نوې خبرې خورا زياتې دي، نوي تشبيهات، سمبولونه، يکنواختې، عاقلانه او منطقي تناسبات او تسلسل، د مفاهيمو د وړاندې کولو نوي ظرفونه… هغه څه دي چې شاعر ته د خپلې لارې حدود او روښانتيا ورکوي خو ځينې خوګانې هم ښايي ولري، يو دا چې په ځينو شعرونو يې د بل شاعر سېوری محسوسېږي، د بېلګې په توګه دا غزل چې ما لوست، داسې فکر مې کاوه، سيد شاه سعود لولم ځکه الفاظ او د الفاظو اوډون يې ډېر راته ورته ښکاره شول:
سر مې ستا پر اوږه ايښی و هستي مې زده کوله
ساه مې رو رو اخيستله زنده ګي مي زده کوله
ځينې غزلې يې د اوږدو بحرونو له سببه يو څه په ټکنتيا لوستل کېږي، ښايې شاعر او يا بل لوستونکی پکې ستونزه محسوس نه کړي خو ما روان نه شوای لوستلی، خدای دې وکړي چې دا ستونزه زما وي:
زه شکايت اورم د ده، دی بېوسي زما يو ځل
خپل زړه ته هم نيسمه غوږ، په کال کې خامخا يو ځل
ماخځونه
بلندبالايی، دکتر ياسمن اصفهانی. بررسی قلم و کاغذ مضمون آفرين در ديوان صائب تبريزی. د بيدل په اړه دويم کنفرانس ته ليکل شوې مقاله. ۲۰۱۷ز ېږديز.
جلالزی، حفيظ هميم. ما وې لرې رانه مه ځه!. د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخيستلو د سلم کال په وياړ. ۱۳۸۹ لمريز.
درمل، ډاکټر احسان الله. شعرستان. ۲۰۷ مخ. بينوا فرهنګي ټولنه، کندهار – افغانستان. ۱۳۹۵ لمريز.
شميسا، سيروس. انواع ادبی. ۱۲۵ مخ. چاپ خانه رامين. چاپ چهارم، ۱۳۷۵ لمريز.
شميسا، سيروس. سبک شناسی شعر. چاپ نهم. انتشارات فردوس. ۱۳۷۸ لمريز.
غضنفر، اسدالله. جادوګر هنر۳۰۵ مخ. مومند خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۳ لمريز.