پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهم.م: افغانستان کې تر سلو ډېر پخواني دولتي کارکوونکي بې محاکمې وژل...

م.م: افغانستان کې تر سلو ډېر پخواني دولتي کارکوونکي بې محاکمې وژل شوي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) ملګرو ملتونو هغه راپورونه تاييد کړي، چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنیدو وروسته تر ۱۰۰ زیات پخواني دولتي کارکوونکي له محاکمې پرته وژلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د وژنو دغه ادعاوې پر واقعیت ولاړې دي.

د جرمني خبري اژانس د پروني راپور په حواله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش امنیت شورا ته ویلي، چې دوه پر درېیمه برخه وژنې د برحاله چارواکو او په هغوی پورې د تړلو کسانو له خوا شوي دي.

د سرمنشي د دغه داخلي راپور له مخې چې جرمني خبري ژانس وايي یوه کاپي یې دوی ته هم رسېدلې، څه باندې ۵۰ مشکوکې وژنې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې تړلو کسانو کړي دي.

ملګرو ملتونو دغه ادعاوې چې د اګست میاشتې له نیمايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت له خوا ترلاسه شوي، دقیقې بللې دي.

دغه ادعاوې پخواني دولت د چارواکو تر څنګ د امنیتي ځواکونو د غړو او پوځي پرسونل د وژل کېدو په اړه دي.

راپور وايي په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان او ژورنالیستان هم له حملو، فشارونو، ځورونې، جبري نیولو، ناوړه چلند او وژنو سره مخامخ شوې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د مدني ټولنې ۸ غړي او ۲ د رسنیو کارکوونکي یا د طالبانو یا هم نورو افراطي وسلوالو یا هم نامعلومو حمله کوونکو له خوا وژل شوي دي.

طالبانو چې په دغو وژنو او سرغړونو کې خپل دخالت رد کړی، تر دې مخکې ادعا کړې وه، چې پر ټول افغانستان واکمنان شوي چې ورسره د امنیتي پېښو اندازه هم تقریباً صفر ته راکمه شوې ده.

له دې سره وخت په وخت رسنيو داسې مستند اسناد خپاره کړي، چې د طالبانو له لوري د جمهوري نظام د کارکوونکو وژل او ځورول ورسره په ثابتیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب