Homeخبرونهملا پهلوان د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو

ملا پهلوان د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) ‏د طالبانو د حکومت وياندويانو اعلان کړه، چې د مشرتابه د حکم پر اساس يې د دوی کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پخوانی مرستیال مولوي شمس الدين پهلوان د لوی څارنوال په توګه وټاکل شو.

طالبانو د نوموړي په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

هغه په داسې مهال ټاکل کیږي، چې پر طالبانو د صحرايي محکمو او خپلسرو وژنو تورونه زيات شوي دي.

نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي په حواله خبر ورکړل شو، چې هغه د طالبانو په لاس د څه باندې سلو مخکینیو حکومتي منسوبینو د خپلسرو وژنو خبرونه تایید کړل او له دې اړخه یې د طالبانو د مهارولو غوښتنه وکړه.

طالبانو بيا له خلکو سره د ناوړه چلند او زور زياتي موضوع رد کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...