شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهاريانا او کام ایر شرکتونه راتلونکې اونۍ ترکیې ته الوتنې پیلوي

اريانا او کام ایر شرکتونه راتلونکې اونۍ ترکیې ته الوتنې پیلوي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) ‏طالب چارواکو ویلي، چې په کابل کې د ترکيې سفير سره په اونۍ کې د آريانا افغان هوايي شرکت د دوو او کام ایر شرکت د يوې الوتنې په اړه هوکړې ته رسېدلي.

د طالب وياندويانو په حواله، په دې اړه يې نن د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې سفیر جیهاد ارگین‌آی سره خبرې کړي.

طالب چارواکو د دغو الوتنو د پیل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

له دې سره سره ویل شوي، چې د ترکیې د سرې مياشتې اداره به تر راتلونکو څو ورځو پورې ۷۵۰ ټنه بشري مرسته د ایران او ترکمنستان له لارې افغانستان ته را ورسوي.

ترکي چارواکو هيله ښودلې، چې مرستې يې د افغانستان په ټولو ولايتونو کې په شفافه توګه تقسيم او طالب چارواکي ورسره همکاري وکړي.

طالب لوري د ترکیې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

هغه ترکي چارواکو ته په افغانستان کې د خپلو پانګوالو د هڅولو خبره هم کړې، څو په افغانستان کې پانګونې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب