تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولانا عبدالباقي حقاني د هېواد په ګرمسيرو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونود تدریسي بهیر د پیل نېټه اعلان کړه.
نوموړي په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: دغه پوهنتونونه به د روان۱۴۰۰ل کال د دلوې د میاشتې په دیارلسمه نېټه پیل شي.
د هغه په وينا، د پوهنتونونو له پیل څخه وروسته به زده کړیالانو ته درې اونۍ درس ورکړل شي.
مولانا حقاني زياتوي، چې د وروستي سمستر ازموینه به د حوت میاشتې په (۷) نیټه پیل او د همدې میاشتې تر پای پورې به دوام وکړي.
دغه راز په ګرم سېرو ولایتونو کې راتلونکی سمستر د ۱۴۰۱ ه ش کال د حمل میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او په نورمال ډول به دوام وکړي.
د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې ټول دولتي پوهنتونونه وتړل شول، چې له کبله یې تحصيلي نظام ټکنی او پر دوی له دې کبله توندې نیوکې وشوې.
يو شمير محصلينو او د پوهنتونونو استادانو د دې پریکړې هرکلی کړی.