یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامریکا: د افغانستان راتلونکی نه موږ او نه بل څوک، بلکې افغان...

امریکا: د افغانستان راتلونکی نه موږ او نه بل څوک، بلکې افغان لویه جرګه ټاکي

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) ‏د افغانستان د سولې بهير لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د سياسي جوړښت د ټاکل کیدو لپاره لویه جرګه جوړه کړي.

نوموړي په يوه مرکه کې د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې د ټول شموله حکومت په نوم پر دوی د خپلې خوښې وړ کسان په واک کې شاملول غواړي.

ويسټ ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او بل هیڅ بهرنی لوری دې په دې برخه کې فشار نه اچوي، خو د ده په خبره طالبان بايد د ښځو، قومونو او ځايي مشرانو په ګډون له ټولو افغانانو څخه د لوېې جرګې په چوکاټ کې پريکړه وغواړي، چې افغانستان څه ډول سياسي جوړښت ولري.

امريکايي استازي دغه راز ټينګار وکړ، چې تر راتلونکي مارچ میاشتې بايد طالبان بېرته د افغان نجونو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

ټام ویسټ له طالبانو سره د خپلو پيل کړو مذاکراتو په اړه وويل، چې له ترهګرۍ سره د صادقانه مبارزې، د ښځو او بشري حقونو د درناوي، د خپلسرو نیونو د پای ته رسولو او افغان خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال د رامنځته کولو غوښتنې یې ورڅخه کړي دي.

طالبانو د امریکايي استازي دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی