یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد لغوه شوي اساسي قانون کميسيون کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي

د لغوه شوي اساسي قانون کميسيون کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي

تاند: (یکشنبه ، د دلوې لسمه) ‏په داسې حال کې، چې طالبانو د کابل له نیولو وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه کړی او افغانستان د قانون له تشې سره مخامخ دی، طالب چارواکي وايي چې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسيون کارکوونکو ته معاشونه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني ويلي، چې د دغو معاشونو لپاره د نوي نورم په اړه د طالبانو د رييس الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ يوه غونډه کې بحث شوی دی.

سرچينه زياتوي، چې په غونډه کې په ایکو سازمان کې د افغانستان د استازي، په بهرنيو هېوادونو کې د افغان دیپلوماتانو د معاشونو او د وزارتونو د امتيازي معاشونو په اړه هم بحثونه شوي دي.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د ستونزو د حل لپاره د څو وزارتونو د ګډ پلاوي د ټاکلو او د ځينو دولتي ادارو د بریښنا د پورونو د ورکړې په اړه پريکړې شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې پر افغانستان د طالبانو د ببا ځلې واکمنۍ څه باندې پینځه میاشتې پوره کیږي، خو طالبانو تر اوسه د افغانستان لپاره کوم قانون نافذ کړی نه دی او د ځینو منتقدینو په وینا یې افغانستان دوی د نړۍ په تر ټولو بې قانونه هېواد بدل کړی دی.

طالبانو بیا په دې اړه نیوکو ته غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. افغانستان بی قانونه دی: پورته ویل سوی
    مثبته خبره دا ده چه دبی قانونی په صورت کی نه حکومت او نه ملت دبی قانونی په حوادثو کی اخته سوی. خال خال بیقانونی بیا ترقانونی نظام ښه کنترول سوی. فکر وکړی همداسی خبره په امریکا او یا اروپا کی راسی ددوی تمدن به یی څومره دانارشی له سیلابونو نه وژغوری؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب