یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهکرزی: ما او ډاکټر عبدالله له ط څخه د لویې جرګې په...

کرزی: ما او ډاکټر عبدالله له ط څخه د لویې جرګې په اړه د بحث غوښتنه کړې

تاند: ( یکشنبه ، د دلوې لسمه) ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې ده او د سقوط شوي جمهوري نظام شريکوال ‌ډاکټر عبد الله طالبانو ته په ګډه لیک لیکلی.

حامد کرزي په یوه ټلویزیوني مرکه کې دا خبره کړې، خو نه یې دي ويلي چې لیک یې کومو طالب مشرانو ته لیکلی دی.

کرزي ويلي، له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان له سیاستوالو سره د لوېې جرګې د جوړېدو په اړه خبرې وکړي، چې د افغانستان راتلونکې ورسره روښانه شي.

کرزي په دې اړه د طالبانو د ځواب په تړاو څه نه دي ويلي.

د طالبانو یو شمېر سیاسي متحدانو او له هغې ډلې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د لویې جرګې د غوښتنې مخالفت کړی او په ضمني ډول یې د ټاکنو له لارې د هېواد د برخليک معلومیدو غوښتنه کړې ده.

يو شمير طالب سرچینو بيا ويلي، طالبان د خپل حکومت د ملي مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره د لویې جرګې په شان د يوې شورا د رابللو په تکل کې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی