جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهبایډن له ط څخه د یوه یرغمل امریکایي د خوشې کیدو غوښتنه...

بایډن له ط څخه د یوه یرغمل امریکایي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه

تاند: ( دوشنبه ، د دلوې یوولسمه) د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له طالبانو وغوښتل چې امریکايي یرغمل مارک فریچس ژر تر ژره خوشې کړي.

بایډن دا غوښتنه پرون (یکشنبې) د فریدیچس د برمته کېدو د دوهم کال د پوره کېدو په درشل کې وکړه.

طالبانو د نوموړي د یادې غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

تمه کېږي، چې له سختو سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخامخ طالبان به د یادې غوښتنې د پوره کولو په بدل کې له امريکا متحده ايالاتو څخه یو شمېر امتیازات وغواړي.

معلومه نه ده، چې یرغمل شوی دغه امريکايي خپلو چارواکو ته څومره مهم دی او په کومه کچه جوړجاړی ورباندې کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...