یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهفراهي: نور څوک د ژورنالیستانو د ځورولو حق نه لري

فراهي: نور څوک د ژورنالیستانو د ځورولو حق نه لري

 تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ )  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وایي نور به د خبریالانو او رسنیو ستونزې د دوی د وزارت له لوري حل کېږي او هېڅوک حق نه لري، چې په يو نوم او بل نوم ژورنالستانو ته ستونزې جوړې کړي.

نوموړي دغه خبرې ننګرهار ته په سفر کې د ژورنالستانو او خبريالانو غونډه کې وکړې.

دغه طالب مقام وويل: (موږ ټولو هغو رسنيو ته، که هغه خصوصي وي او يا دولتي وي د نشراتو او فعاليت حق ورکړی، چې دغه درې ټکي: (اسلامي ارزښتونو ته درناوی، افغاني کلتور او فرهنګ ته درناوی او د هېواد ملي منافعو ته درناوی) دی په ټينګه مراعت کړي.)

ده وويل: د رسنيو نوی قانون د اطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا ترتيب شوی، چې د توشيع لپاره يې د امارت مشرانو ته لېږلی او ډېر ژر به د رسنيو په اختيار کې ورکړل شي، ترڅو له مخې يې ټولې چارې سمبال کړي.

فراهي د خبريالانو د کاري ستونزو او په هېواد کې د اقتصادي وضعيت خرابوالي ته په اشارې وويل: اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې لټه کې دی، هغه خبريالان، چې د بېلابېلو عواملو له کبله بېکاره شوي په مناسبو ځايونو کې ورته د کار کولو زمينه برابره کړي.

طالب چارواکو مخکې هم ژورنالیستانو سره ورته ژمنې کړې وې، خو وروسته بیا خبر ورکړل شوی چې د طالبانو د استخباراتو ادارې افغان خبریالان نیولي او شکنجه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب