پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپاکستان خپل یو جنرال د بغاوت په تور نیولی

پاکستان خپل یو جنرال د بغاوت په تور نیولی

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ )  د پاکستان پوځ خپل يو پخوانی جنرال امجد شعېب د بغاوت په تور نیولی او محکمې ته وړاندې کړی.

نوموړي په یوه خصوصي ټلویزون کې د مرکې پر مهال د پاکستان پر اوسني وضعیت او حکومت نیوکې کړې وې .

د پاکستان چارواکو پر هغه تور پورې کړی، چې دا خبرې یې د مخالفو ګوندونو د پارولو، کرکې خپرولو او شر جوړولو لپاره کړي، چې د هېواد امنیت او ثبات یې ورسره ګواښل کیږي.

پاکستان څه موده مخکې یو نوی قانون جوړ کړ، چې له مخې یې د دغه هېواد پر پوځ، استخباراتو او محکمې نیوکه کوونکي د خیانت په تور محاکمه او مجازات کیږي.

 پاکستان د بیان ازادۍ له محرومو هېوادونو څخه ګڼل کیږي.

د دغه هېواد حکومت مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر رهبر منظور پښتین او خپلو نورو منتقدینو هم د خیانت تورونه لګولي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...