جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د لیکلو لارې | وحیدالله مومند

د لیکلو لارې | وحیدالله مومند

هېڅوک له ځایه لیکوال نه دی پيدا شوی، خو ټولو ډېره مطالعه کړې، تجربې او خاطرې یې نوټ کړي، ډېر لیکل یې کړي او بیا لیکوالان شوي دي.

لیکوالي له عمر، جنس، حالت، تجربې او زده کړو سره هم ژور تړاو لري. هر څومره چې تاسو ډېر لیدلي ،تجربه کړي او لیکلي وي، هغومره ښه لیکوال جوړېږئ. د لیکنې ذوق او اغېز هغه مهال ډېرېږي کله چې پکې حسي کلمې وي او دغه کلمې په دلایلو ولاړې وي.

د ښه او غوره لیکوال کېدو لپاره اړینه ده چې ډېر لیکل وکړئ، ورځنۍ خاطرې ولیکئ، د نورو خلکو د ژوند کیسې، ستونزې، خوښې او بدې ورځې ووینئ، واورئ او ولیکئ. نالیدلیو ځایونو ته ورشئ، له هر ډول خلکو سره کښینئ او د هغوی د ژوند ويډويي کلېپ په ذهن کې واخلئ. هره ورځ لیکل وکړئ. دې ته مه ګورئ تاسو ښه لیکل کوئ او که خراب، یوازې تمرین کوئ او لیکلو ته دوام ورکړئ. د هر څه په اړه لیکل وکړئ، له ډېریو عادي شیانو یې پیل کړئ. د بېلګې په ډول تاسو د یوه ماشوم پر ځمکه د لوېدو صحنه لیکئ، صحنه باید څه ډول وي؟ لاندې بېلګې وګورئ:

توره نیمه شکېدلې څپلکه یې له ځمکې په راوتلې تېږه کې بنده شوه، پړمخې ولوېد، کوچني لاسونه یې په خاورو کې مخکې لاړل، د خولې لاړې یې باد شوې، خولې او پزې یې د خاورو رنګ واخېست، ژر یې شاته را وکتل، پر خپلې مور یې سترګې ولګېدې، دواړه لاسونه یې د سترګو مږلو ته را غونج کړل، په ژړا یې پيل وکړ.

د کیسې د لیکلو هنر په دې کې دی چې کله لیکل کوې باید ته خپل ځان په خپل ځای کې نه بلکې د کیسې په ځای کې وګورې، ستا قلم باید ستا پر کتابچې او فکر دې باید د کیسې په ځای کې وي. د یوې کیسې منظم او په ترتیب بیان مو لیکنه کې وضوح ډېروي. عواطف راپاروي او ژوند له انځوریزو اړیکو سره تړي. لیکوالي د بېلابېلو موخو لپاره کېږي او مختلف هدفونه لري، ځینې لیکنې د معلوماتو د لېږد لپآره وي، ځینې بیا د رسنیو ژبه، ځینې علمي لیکنې او ځینې بیا پنځوونه وي. علمي لیکنې کره او مستقیمه ژبه غواړي او ادبي لیکنې بیا تر ډېره په غیر مستقیم ډول په ادبي صنایعو کې هدفونه لېږدوي. هر مسلک او دنده ډېره سخته وي، خو چې کله کلونه وخت پکې تېر کړې او په خپل مسلک کې د نوښت هوډ ولرې بیا ډېر ژر کولای شې له خپل ټاکل شوي هدف هم وزرې وکړې.  لیکوالي هم کوم اسان او د هر چا کار نه دی، لیکوالي هم ډېر وخت، مینه،کار، مطالعه، تمرین، تجربه او ذوق غواړي.

تاسو به ډېر د بهرنیو ژبو کورسونه لوستي وي، لوبې به مو کړي وي، داسې څیزونه به مو یاد ته راځي چې مخکې پکې ماهر او فعال وئ، خو اوس مو پکې خپل توان له لاسه ورکړی، یا هم کله چې د با‌ډۍ جوړولو ورزش‌کاران تمرین پرېږدي، بدن یې ورو ورو پخواني حالت ته ځي او مړاوی کېږي او که هره ورځ تمرین وکړي او ورځ تر بلې درون وزن پورته کوي همغومره یې بدن پياوړی کېږي. لیکوالي هم همداسې یو څیز دی، که مو ډېر تمرین پکې وکړ، خو سم لیکوال به شئ، دلایل او لیکنه به مو په اصولو برابره او غني وي او که لیکل مو د یو څو ورځو په مینه وي او وخت ور نه کړئ، نو ستاسې لیکنې به هم بې خونده، بې رنګه او بې پنده وي.

په هر کار کې د غوره اوسېدو لپاره ډېر او له ډېرو هم ډېر تمرین وکړئ. خپله مینه وساتئ او په خپل کار کې وقفه مه کوئ، دوامدار، قایم او په مینې ولاړ کار مو بریا ته رسوي.

1 COMMENT

  1. د مستعد او لایق ځوان ( وحیدالله جان ) د ښکلی او ګټوری لیکنی څخه په مننی سره یو څو ټکی:
    ما هیڅکله د پښتو ژبی د پوهی ادعا نه ده کړی خو سره لدی می دوه دری ځلی په لنډه او لحظه ای توګه د پښتو ژبی بی معاشه معلمی کړیده ، داسی چی:
    زموږ یو پاړسی بان همصنفی به ږغ وکړ چی پِنسِل پاک چا لری؟
    دوه دری ځله می یادونه ور ته وکړه چی پنسل پاک چا لری نه بلکه پنسل پاک ” څوک ” لری.
    څرنګه چی مورنی ژبه یوه میخانیکی ژبه ده نو ددی بیچاره همصنفی به زما یادونه هیره سوه او بل ځل به ئی بیا ږغ کړه چی پنسل پاک چا لری؟ البته نور می د معلمی د دوام حوصله نه درلوده.
    نو عرض می دا دی:
    پښتو ډیره حساسه او پیچلی ژبه ده.
    د پورته لیکنی په ۱۳ مه کرښه کی د ” شکیدلی څپلکی ” عبارت تر سترګو کیږی.
    شکیدل
    شلیدل
    یا شکیدلی او شلیدلی ( چی د جمع او مفرد او مذکر او مؤنث بڼه ئی د《 ی 》 په څرنګوالی اړه لری ).
    شکیدل = هغه حالت دی چی یو څیز د بل څیز څخه بیخی جلا او بیل سی.
    مثلاً
    نازک ماما د تاک څخه انګور وشکول = شکیدلی انګور = بیرته پر تاک د نښلولو یا مښلولو وړتیا نلری.
    او
    شلیدل = هغه حالت دی چی مؤقتی وی او د بیا ترمیم او مښلولو وړتیا ولری.
    مثلاً
    د مارشال دوستم کَشَک وشلیدی.
    بناً
    ( شلیدلی څپلکه یا چپلکه) به مناسبه بڼه وی او یا هم دی ډول څیزونو ته ( کوم چی بسیط او یو لاس جوږښت ولری) د ” څیری ” صفت ډیر مناسب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب