د تغذیه او روغتیا په نوم د طبي کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه.
دغه اثر د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي د وقایوي او اجتماعي څانګي غړي ډاکټر محمد هارون له پوهیالي رتبې څخه د پوهنیارۍ علمي رتبې ته د لوړتیا په موخه ژباړلی.
د طب محصلانو د دغه کتاب په ژباړې او چاپ خوښي ښودلې او د پوهنتون له نورو استادانو یې غوښتي، چې پښتو طبي کتابونه یا ولیکي او یا له نورو ژبو یې وژباړي.
په وروستیو کې پښتو ته د بېلابېلو مسلکونو د کتابونو د ژباړې لړۍ چټکه شوې وه، خو د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د کتابونو د چاپ لړۍ بیرته ټکنۍ شوې ده.