سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد پاشل شویو افغان ځواکونو ورځ؛ دغه ځواکونه نن په څه وضعیت...

د پاشل شویو افغان ځواکونو ورځ؛ دغه ځواکونه نن په څه وضعیت کې دي؟

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ ) نن د کب نهمه د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام له لوري د افغان ځواکونو د ملي ورځې په نوم نومول شوې ورځ ده.

دا ورځ سره له دې، چې د جمهوري نظام له پرزیدو سره افغان ځواکونه هم وپاشل شول، خو په ټولنیزو رسنیو کې یوه لویه برخه بهر مېشتو افغانانو، چې د بیان ازادي لري، د پاشل شویو افغان ځواکونو د عکسونو او خپلو تبصرو له خپرولو سره نمانځلې ده.

د ټولنیزو رسنیو فعال جان آغا بهار لیکلي:( د جمهوریت د سقوط په ورځ مې د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د هغه سرتیري ژړا او خپل مخ وهل به مې یې هېڅکله هیر نشي چې د ماهیپر لاره کې یې یونیفورم پر تن پلی روان و، او ویل یې چې سر اعلی قومندان زمونږ لاسونه وتړل او بیا یې تالیبانو ته په یوه معامله کې ورتسلیم کړو.)

یو شمېر نورو فعالانو هم پاشل شوي افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه او د دوی قربانۍ ستایلي، خو د جمهوري نظام پر مشرانو او امریکا متحده ایالاتو یې پر دغو ځواکونو د معاملې تور پورې کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته یوه لویه برخه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه بې کاره شوي، جلا وطنه شوي او د طالبانو په لاس یې د نیولو، شکنجو او وژلو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

له طالبانو سره د جمهوري نظام د مذاکراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، چې د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت لوی رئیس پاتې شوی و، په دې اړه لیکلي:(نن د هیواد دغه ملي سرمایه او کورنۍ یې چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هېرول یوه نه بښونکې ګناه ده.)

نوموړی زیاتوي:(موږ ملي امنیتي بنسټونو ته ضرورت لرو ترڅو د هیواد له هوایي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي. موږ باید دا سرمایه د انتقام او سیاسي افکارو قرباني نه کړو. له هیواد څخه ساتنه یوازې دعلمي او تخنیکي وړتیاوو، د لوړې روحیې او هیواد پالنې په مټ شونې ده.)

 د طالبانو چارواکي ادعا کوي، چې په خپلو دفاعي ځواکونو کې یې پخواني ځواکونه هم شامل کړي.

طالب چارواکي له پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ناوړه چلند ردوي او د ځینو کسانو د وژل کیدو په اړه یې وایي، چې هغوی د شخصي بدیو له امله وژل شوي.

له دې سره پر طالبانو له دې امله نیوکې کیږي، چې د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د یوه سرتېري قاتل یې هم نه دی نیولی او خلکو ته یې له دې امله ځواب نه دی ویلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب