دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهځوانانو معینیت له ۴۰ پوهنتونونو سره د وړیا زده کړو تړونونه وکړل

ځوانانو معینیت له ۴۰ پوهنتونونو سره د وړیا زده کړو تړونونه وکړل

تاند: ( سې شنبه، د حوت ۹ ) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت او ګڼو خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، مولوي محمد یونس راشد وویل: د دوی اداره د ځوانانو هر اړخیز پرمختګ ته ژمنه ده او تل یې د ځوانانو د تحصیل او کارموندنې برخه کې د دغه وزارت د پروګرامونو ملاتړ کړی دی.

  راشد زیاته کړه، د ځوانانو ستونزو او غوښتنو د اورېدو او حل په موخه مو ولایتي سفرونه وکړل او په ۱۷ ولایتونو کې مو له زرګونو ځوانانو سره مخامخ ناستې او خبرې وکړې، د ټولو ځوانانو غوښتنه دا وه چې په کابل کې د تحصیل زمینه ورته برابره شي، مونږ هم ژمنه ور سره وکړه او دا دی نن په کابل کې له ۴۰ خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو سره په همدا تړاو د همکارۍ هوکړه لیکونه، لاسلیکوو.

دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، ځوانانو ته د تحصیلي زمینې برابرولو برخه کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو د همکارۍ او تخفیف ستاینه وکړه، وې ویل دغه معینیت ۱۰۰۰ تنه بېوزله ځوانانو ته په کابل کې د لیلیې امکانات هم برابر کړي دي.

  راشد وویل: د ځوانانو چارو معینیت به هغو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره کړي چې لوړې زده کړې یې کړي او تر اوسه بې روزګاره دي.

 د طالبانو له بیا واکمنیدو سره سلګونه افغان محصلانو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې زده کړې نیمګړې پریښي او بې کاري یې اوج ته رسیدلې ده.

2 COMMENTS

  1. خصوصي پوهنتونونه لا له وړاندې د بې پیسه ګی دلاسه په کونه ښوییږي او تاسې نور بوج هم پرې ورعلاوه کړ، تېښتې ته یې مجبوروی

  2. خصوصی پوهنتونونه باید دآزاد رقابت له مخی کار ته دوام ورکړی. ښه پوهنتونه به سره ګډ کار وکړی او بیخونده به وتړل سی. دا دبازار تقاضا ده.
    چا ویل غوبه ګورم پریښی وو. دلیل یی دډوډی کموالی وو. بل ورته وویل چی اوس به دی ښه بس سی. دتیر وخت خوبونه مه وینی. غله تښتیدلی دی. خوار خلک پاته دی. خلک اوس شل زره افغانی نلری چی په یو سمیستر کی یی ورکړی. افغانستان خو دتیرو تښتیدلو له خاطره په اقتصادی مشکل کی پروت دی. نو نه حکومت پوره کار کولی سی او نه محصلین. همدا پوهنتونونه دی او دولت دی چی دمحصلینو مصرف کم کړی.
    طالبان باید قرض حسن ته بودجه ولری جی له تحصیل وروسته به یی محصل بیرته پریکوی.
    دا شکر دی جی لا تراوسه هم مفت تعلیم سته. کنه باید تعلیم باید مفت نوی. په دنیا کی ډیر کم دولتونه مفت تعلیم ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب