پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+وهابیان څوک دي؟| عبدالباري جهاني

وهابیان څوک دي؟| عبدالباري جهاني

   ( دریمه برخه)

نفاق په اسلام کي:

مسلمانان، د خپل عظمت او فتوحاتو په لومړیو کلونو کي، په داخل کي، له اختلافاتو سره مخامخ سول. که څه هم چي د اسلام کمزوری کېدل  ډېر زیات نور دلایل هم لري خو سړی ویلای سي چي داخلي بې اتفاقي یې د کمزوري کېدلو تر ټولو لوی عامل وو.

د حضرت رسول اکرم ص له وفات سره سم، لومړنی اختلاف د مهاجرو او انصارو ترمنځ هغه وخت څرګند سو چي ابوبکر او عمر فاروق غوښتل د مسلمانانو لپاره یو مشر وټاکي او په دغه وخت کي خبر ورته ورسېدی چي انصار د مدینې د سقیفه بنی ساعده په سیمه کي را ټول سوي او د خپلي خوا د مشر د ټاکلو ادعا لري. د مدینې اکثریت انصارو د خزرج د قبیلې د مشر سعد بن عباده د مشرتوب طرفداران ول. سعد بن عباده وروسته وویل چي که خلیفه د مهاجرو له خوا ټاکل کیږي نو وزارت باید د انصارو وي. عمرفاروق د دوی ادعا ونه منله او ابوبکر صدیق ته یې بیعت وکړ. د هغه په تعقیب په مجلس کي ناستو کسانو، یو په بل پسې ابوبکرصدیق ته بیعت وکړ خو سعد بن  عباده نه ابوبکر او نه عمرفاروق ته بیعت وکړ. سعد بن عباده، د حضرت عمر د خلافت په لومړي کال، غوښتل چي له مدینې څخه شام ته ولاړ سي خو د مدینې په شاوخوا کي، د ۵۶ کالو په عمر، د خالد بن ولید له خوا ووژل سو؛ او په دې توګه هغه جنجال چي ښايي، د خلافت پرسر د مهاجرو او انصارو تر منځ، په فتنه بدل سوی وای  ختم سو.

حضرت رسول اکرم ص پوهېدی چي د هغه له وفات څخه وروسته به د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي او شخصي اختلافات منځته راځي؛ ځکه یې نو د یووالي پر ساتلو باندي تر هر څه زیات ټینګارکاوه. حضرت رسول اکرم ص یو وخت ویلي وه چي زما څخه وروسته به په مسلمانانو کي، د یهودو او عیسویانو په څېر، اختلافات او مذهبي فرقې منځته راسي او اسلمي امت به پر ۷۳ فرقو ووېشل سي. په دې ۷۳ فرقو کي به یوازي یوه فرقه جنت ته ځي او نور به ټول دوږخ ته روان وي. حضرت رسول اکرم ص ویلي وه چي یوازي هغه فرقه به جنت ته ځي چي مستقیماً زما لاره غوره کړي. البته شهرستاني، چي څه باندي ۱۰۰۰ کاله مخکي یې ژوند کړی دی لیکي چي همدااوس یوزاي اهل تشیع تر ۷۳ فرقو زیات دي. شهرستاني، توضېح الملل جلد اول ص ۲۱۶

که څه هم چي د اسلام په دین کي د بدعت یا نویو شیانو ایجادول په قرآن شریف کي، په بشپړ صراحت منع سوي وه:

و ما آتاکم الرسول فخُذوهُ و مانهاکم فانتهوا واتقوالله ان الله شدید العقاب. سورة ۵۹ آیة ۷

( څه چي رسول درته وايي هغه وکړی او له هغه څخه پرهېز وکړی چي تاسي منع کوي. له الله څخه وبېرېږی چي په سزا کي له سختی څخه کار اخلي)

خو د مسلمانانو د سیاسي او مذهبي مشرانو ترمنځ، ډېر  ژر، هم د احادیثو په نقلولو او هم د قرآن شریف د احکامو په تفسیرولو کي اختلافات منځته راغلل. څرنګه چي لومړني احادیث د حضرت رسول اکرم ص له وفات څخه څه باندي ۲۵۰ کاله سینه پر سینه نقلېدلو څخه وروسته را غونډ سول؛ او دا وخت یې شمېر ۶۰۰ زرو او حتی یومیلیون احادیثو ته رسېدلی وو؛ د دې پورتني شمېر څخه د پنځه سوه ۹۳ زرو احادیثو د ردولو او لیري غورځولو څخه ښکاري چي تر دغه وخته پوري باید ډېر زیات شمېر احادیث جعل سوي وي. نو طبیعي خبره ده چي په احادیثو کي باید ډېر زیات اختلافات موجود وای. او د دې ترڅنک مذهبي مشرانو، پرته له دې چي د موضوع حساسیت ته توجه وکړي، له خپل درک او علمیت سره سم، د قرآن شریف د آیتونو تعبیرولو او تفسیرولو ته ملا وتړله. په داسي حال کي چي په دې باره کي هم په قرآن شریف کي بشپړ صراحت سوی وو چي د قرآن شریف له هغو آیتونو سره سم سلوک وکړی چي معنا یې څرګنده ده او په هغو آیتونو پسي ډېر مه ګرځی چي معنا یې چنداني واضح نه ده او دا منافقان دي چي د څرګندو یا محکماتو پر ځای په ناڅرګندو او متشابهاتو پسي ګرځي.؛ په داسي حال کي چي د هغوی په تأویل یوازي الله پوهیږي… سورة ۳ آیة ۷

خو موږ سره له هغه هم ګورو چي مفسرینو هیڅ یو آیة بې تفسیر او تعبیره نه دی پرې ایښی او هر یوه د خپل علم سره سم اضافه توب پکښی کړی دی او همدغه مختلف تفسیرونه او تعبیرونه دي چي په وروسته کي، په مذهب کي، د بېلو بېلو لارو د منځته راتللو سبب سول او داسي فرقې منځته راغلې چي یوه بل ته یې کافران وویل.

د اسلام د دین د زرهاوو او لس هاوو زرو عالمانو په جمله کي یو هم مولنا جلال الدین رومی دی چي د قرآن په متن کي یې ځانته د انتخاب حق ورکړی دی:

ما ز قرآن مغز را برداشتیم

پوست را با دیګران بګذاشتیم

هیڅ چا مولنا ته ونه ویل چي قران شریف مقدس او واحد کتاب دی. موږ پر هغه باندي د کل په حیث ایمان لرو. هغه پوست او مغز نه لري بلکه ټول مغز دی. ته څوک یې او تا ته چا دا صلاحیت درکړ چي په قرآن شریف کي مغز انتخاب کړې او پوست یې لیري وغورځوې. دا بیت، چی صریح کفر دی، تر اوسه پوري خلک او د هغه مخلصان زمزمه کوي او که چاته ووایې چي دا خو کفر دی وايی مولنا هغه څه لیدل چي موږ یې نه وینو او نه ورباندي پوهیږو. په داسي حال کي چي شریعت ظاهر مني او د شرعي قانون په مقابل کي ټول مسلمانان یو شان مقام لري. کفر د هر چا لپاره کفر دی او د ګناه، شِرک او کفر سزا ټولو مسلمانانو ته په یوه رنګ ورکول کیږي.

د صحیح بخاري د کتاب الفتن  له احادیثو څخه څرګندیږي چي، د مسلمانانو ترمنځ د اختلافاتو د منځته راتللو په برخه کي، د حضرت رسول اکرم ص اندېښنه بېځایه نه وه.

حضرت رسول اکرم دې ټکي ته ښه متوجه وو چي که په دین کي لږ تغییر راوستلو ته اجازه ورکړي نو تغییرات به تر قیامته پوري دوام وکړي او هره شېبه به د اختلافاتو د زیاتېدلو سبب کیږي. په صحیح بخاري کي راغلي دي:

« موسی بن اسماعیل د ابوعوانه او هغه د مُغیره او هغه د ابی وایل او ابی وایل د عبدالله له قوله وايی چي حضرت رسول ص وویل زه به تر تاسي مخکي د کوثر پر حوض باندي ولاړ یم او ستاسي له جملې څخه به ځیني کسان راته راوستل سي او کله چي زه غواړم هغوی ته د کوثر اوبه ورکړم دوی به زما څخه په زور لیري کړل سي. زه به ږغ کړم چي اې زما خدایه زما ملګري! او خدای تعالی به راته ووايی چي ته نه یې خبر دوی ستا څخه وروسته څه وکړل. دوی ستاڅخه وروسته په هغه دین کي چي تا ورته پرې ایښی وو نوي شیان را منځته کړل» صحیح بخاری، کتاب الفتن حدیث ۷۰۴۹

د همدغه کتاب ۷۰۵۱ حدیث وايی « کله چي دغه کسان ماته را وښودل سي چي زما په دین کي یې تغییر راوستلی دی نو زه به ږغ کړم چي لیري سی! لیري سی! زما څخه چي زما په دین کي مو تغییر راوستلی دی»

عمرفاروق، د خپل خلافت په دوهم یا دریم کال، د تراویح د لمانځه په ایجادولو سره، څرګند بدعت وکړ او پخپله یې وویل چي بدعت دی مګر ښه بدعت دی.

« ابن شهاب د عرُوة بن الزیبر او هغه د عبدالرحمن بن عبدالقاري له قوله وايي چي زه د روژې په میاشت کي یوه شپه له عمر بن الخطاب سره د مسجد خواته ووتلم. کله چي مسجد ته ولاړو هلته مو ولیدل چي خلک دلته هلته پرلمانځه ولاړ ول. چا یوازي لمونځ کاوه او چا له یوې کوچنۍ ډلي سره لمونځ کاوه. عمر وویل زما په عقیده دا خلک باید د یوه قاري شاته ودریږي. نو ده فیصله وکړه او اُبی ین کعب ته یې وویل چي مخکي سه او جماعت ورکړه. زه بله شپه له عمر سره مسجد ته ولاړم او هلته مو وليدل چي خلک د یوه قاري ترشا ولاړ دي او لمونځ په جماعت کوي. عمر چي خلک ولیدل نو وې ویل چي وه! څه ښه بدعت دی…» صحیح البخاري، کتاب صلاةالتراویح حدیث ۲۰۱۰

که څه هم چي په وروسته کي اسلامي علماوو د «بدعت سیهء» یا بد بدعت او «بدعت حسنه» یا ښه بدعت نومونه اختراع کړي دي خو حضرت رسول اکرم ص هیڅ وخت د ښه او بد بدعت نوم نه دی یاد کړی بلکه بدعت، یا په دیني احکامو کي د نوي عمل یا امر اختراع  یې حرام بللی او هغه چا ته یې، بېله پوښتني، د دوږخ سزا ټاکلې ده چي د ده په دین کي، له ده څخه وروسته، بدعت راولي. سُنی علماوو نه یوازي د تراویح په برخه کي د بدعت موضوع ته اشاره نه ده کړې بلکه تر اوسه پوري یې سنت لمونځ بولي. په داسي حال کي چي همدغه په ظاهره کوچني اختلافات او بدعتونه دي چي په وروسته کي د لویو اختلافاتو او حتی وسله والو جنګونو سبب سوي دي.

په اسلام کي، د قرآن شرسف له صریحو احکامو څخه لومړنی او ښايی تر ټولو څرګنده سرغړونه عثمان بن عفان کړې وي. کله چي ابولوءلوء پر حضرت عمر فاروق باندي د خنجر وارونه وکړل او هغه له هغو ټپونو څخه په شهادت ورسېدی نو د عمرفاروق زوی عبیدالله بن عمر د هغه په عوض کي هرمزان، چي یو ایرانی شهزاده یا اشراف زاده وو او مسلمان سوی هم وو، او د جفینه او د ابولوءلوء لور ووژل او که توره ورڅخه اخیستل سوې نه وای نو ښايی نور کسان یې هم وژلي وای. د علي په شمول ډیرو زیاتو صحابه وو له عثمان څخه د عبیدالله بن عمر د قصاص کېدلو غوښتنه وکړه خو عثمان وویل چي پرون یې پلار شهید سو نن یې زوی یې ووژنو دا به مناسب کار نه وي. په داسي حال کي چي په قرآن شریف کي د قصاص په برخه کي دومره څرګند حکمونه موجود دي چي انکار ورڅخه کېدلای نه سي:

یا ایهالذین آمنوا کُتِب علیکم القصاص فی القتلی الحُرُّ بالحُرِّ و العبد بالعبد والانثی بالانثی فمن عُفِیَ لهُ من اخیه فاتِّباعٌ بالمعروف و اداءٌ الیه باحسان ذالک تخفیفٌ من ربکم و رحمةٌ فمن اعتدی بعد ذالک فلهُ عذابٌ الیم و لکم فی القصاص حیاةٌ یا اولی الباب لعلکم تتقون. سوره بقره آیة ۷۸

( اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی پر تاسي باندي د هغو کسانو قصاص اخیستل واجب دي چي وژل سوي وي. د آزاد په مقابل کي آزاد، د غلام په مقابل کي غلام او د ښځي په مقابل کي ښځه. مګر هغه څوک چی د خپل ورور په بدل کي له قصاص څخه تیریږي نو باید چي هغه ته دونه پیسې او بدل ورکړه سي چي په دغه مورد کي ښايي. دا ستاسي د رب له خوا یو تخفیف دی او دا د هغه رحم دی. مګر هر هغه څوک چي د قضیې له حل څخه وروسته تېری کوي هغه ته به دردوونکې سزا ورکړه سي.)

خو عثمان بن عفان د قرآن شریف د دومره څرګندو احکامو سره سره هم د هیڅ چا خبره ونه منله او ویل یې چي هرمزان او د هغه ملګري ولي نه لري او پخپله امام د هغو کسانو ولي دی چي بل ولي نه لري؛ او زیاته یې کړه چي خدای تعالی ولي ته حق ورکړی دی چی له قصاص څخه تېر سي مګر علي او نورو صحابه وو د عثمان دا فیصله ونه منله او دا حق یې امام ته ورنه کړ چي د چا په ګټه له قصاص څخه تېر سي. آشوب بزرګ ص ص ۳۰۱-۳۰۲

عثمان بن عفان سیاسي عمل وکړ. هغه نه غوښتل چي خپل خلافت د داسي چا په وینو تویولو پیل او لړزانه کړي چي هغه د عمرفاروق په څېر یوه محبوب، عادل او غښتلي خلیفه زوی وي. په داسي حال کی چي د هغه د تکفین او تطهیر مراسم لا سرته نه وي رسېدلي او دی د هغوی په کور کي د فاتحې بله کمبله هواره کړي. دا به، په سیاسي لحاظ، د عثمان بن عفان لپاره یو هوښیار او پرځای عمل وو مګر د قرآن شریف له داسي څرګندو احکامو او آیتونو څخه سرغړونه وه چی هیڅ ډول پلمه ورته جوړېدلای نه سوای.

….. تِلکَ حدودالله فلا تعتدوها و من یتعَدَّ حُدوداللهِ فأُو لاءِک هم الظالمون. البقرة ایة ۲۲۹

( دغه د الله حدود دي، له هغوی څخه تېری مه کوی او هر څوک چي د الله له حدودو څخه تېری کوي هغوی ظالمان دي)

که څه هم چي دا آیة مبارک په مشخصه توګه د طلاق  په مسله کي نازل سوی دی خو وروستی حکم یې عام دی او هغه کسان یې ظالمان بللي دي چي د الله له حدودو څخه تېری کوي. د الله له حدودو څخه د تېري او له هغو څخه د سرغړوني په برخه کي هیڅ ډول استثنی نه منل کیږي. دا حدود مقدس دي او ټول مسلمانان یې، په یوه شان، په رعایت کولو مکلف دي.

حضرت رسول اکرم ص دغه راز د مسلمانانو ترمنځ د جنګ کولو پر ضد ډېر سخت خبرداری ورکاوه او ویل به یې چي هر څوک زموږ پر ضد توري ته لاس کوي هغه زموږ له ډلي څخه نه دی. هغه کتاب احادیث ۷۰۷۰- ۷۰۷۱

وروسته یې حتی یوه بل ته د ښکنځلو کولو په مقابل کي، چي بالاخره د جنګ سبب کیږي، همدغه ډول سخته اشاره کړې او ویلي یې دي چي مسلمان ته ښکنځل کول ګناه او له هغه سره جنګ کول کفر دی. سِباب المسلمِ فسوقٌ و قِتالهُ کُفر. هغه کتاب، حدیث ۷۰۷۶

حضرت رسول اکرم ص د حجة الوداع په خطبه کي وویل: زما څخه وروسته مه کافران کیږی چي د یوه بل غاړي به غوڅوی. هغه کتاب حدیث ۷۰۸۰

حضرت رسول اکرم ص د مسلمانانو ترمنځ د داخلي جنګ له پیل کېدلو( فتنة) څخه اندېښنه درلوده او مسلمانانو ته یې توصیه کوله چي که چیري فتنة پیل کیږي نو بهتره به داوي چي څوک برخه پکښی وانه خلي. ده توصیه کوله چي د فتنې په وخت کي ناست سړی تر ولاړ ښه دی. ولاړ تر روان ښه دی او روان تر هغه چا چي د فتنې خواته ځغلې بهتر دی. څوک چي په فتنة کي برخه اخلي خپل ځانونه تباه کوي. بهتره دا ده چي هر څوک ځانونه له فتنو څخه وساتي او د فتنې په وخت کي یوې ګوښې ته ولاړ سي. هغه کتاب حدیث ۷۰۸۱

کله چي د عایشې او علی ترمنځ د جمل جنګ پیل سو او وروسته د علي او معاویه ترمنځ د صفین جنګونه ونښتل نو پرهېزګارو کسانو، د حضرت رسول ص له توصیې سره سم، ځانونه له فتنې څخه وژغورل او برخه یې پکښی وانه خیسته.

« د اُسامه بن زید آزاد کړی غلام حرمله وايی زه اُسامه بن زید علي رض ته کوفې ته واستولم او راته وې ویل چي که علی پوښتنه درڅخه وکړه چي اُسامه ولي زما سره ملګری نه سو نو ته به ورته ووایې چي که ته( علي) د زمري په خوله کي وای ما به د زمري څخه ژغورلی وای مګر په دغه موضوع کي برخه نه سم اخیستلای. حرمله وايی علی ماته هیڅ شی رانه کړل. زه حسن، حسین او ابن جعفر ته ورغلم او هغوی مي اوښ په شته منیو را بار کړ. هغه کتاب حدیث ۷۱۱۰

اُسامه بن زید، د حضرت رسول اکرم ص د هدایت سره سم، نه د جمل او نه د صفین په جنګونو کي برخه واخیستله. ځکه چي د جګړې په هره خوا کي ډیرو لویو صحابه وو او مسلمانانو برخه درلوده. البته عایشې، علی او معاویه تر هغه وخته پوری چي کولای یې سوای جنګونو ته دوام ورکړ او د یوه بل په لښکرو یې توري سرې کړې.

د صحیح مسلم په کتاب الفتن کي هم دغه ډول یا دغه ته ورته احکام راغلي دي. « احنف بن قیس وايی زه له کوره ووتلم چي ولاړ سم او له علي سره په جنګ کی مرسته وکړم. ابوبکره مخي ته راغی ویل یې چیري ځې؟ ما ویل ځم چي د الله د پیغمبرص د کاکا له زوی سره مرسته وکړم. ابوبکره راته وویل بیرته کورته ولاړ سه ځکه چي ما د حضرت رسول اکرم څخه اورېدلي دي چي که دوه مسلمانان پر یوه بل باندي توري را وباسي نو قاتل او مقتول دواړه دوږخ ته ځي. موږ سوال ورڅخه وکړ چي قاتل باید دوږخ ته ولاړ سي؛ مقتول ولي دوږخ ته ځي؟ حضرت رسول ص راته وویل چي مقتول هم د مقابل طرف د وژلو نیت درلود» مسلم کتاب الفتن حدیث ۲۸۸۸

« له ثوبان څخه نقل سوی دی چي وايی پیغمبرص وویل الله د مځکي یوه او بله برخه داسي سره نیژدې کړه چي ما شرق او غرب دواړه ولیدل. او زما د امت قلمرو به له شرقه تر غربه ورسیږي. ما له خپل خالق څخه وغوښتل  زما امت به نه له لوږي تباه کیږي او نه یې بهرنی دښمن تباه کوي چي د دوی ښاخونه او ریښې به له منځه وړي. حق تعالی راته وویل اې محمده! زه چی کله فیصله وکړم نو بیا یې هیڅوک بدلولای نه سي. زه به ستا سره وعده وکړم چي ستا امت به له قحطی څخه نه تباه کیږي. او چي د نړۍ ټول انسانان لاسونه ورته یو کړي دوی به له منځه نه سي وړلای. مګر ستا امت به پخپلو منځونو کي یو بل سره وژني او یو بل به بندیانوي او په دغه توګه به ځانونه تباه کړي» هغه کتاب ۲۸۸۹

حضرت رسول ص نه یوازي د مسلمانانو تر منځ د وسله والو جنګونو غندنه کوله او حتی له مسلمان سره جنګ یې کفر باله او  قاتل او مقتول دواړه یې د دوږخ د عذاب لایق بلل بلکه د قرآن شریف د آیتونو په حکم یې د مومن قاتل ته د ابدي دوږخ وعده ورکوله؛ خو د هغه مبارک له وفات څخه ایله پنځه ویشت کاله تېر سوي ول چي مسلمانانو یو پر بل داسی توري را وایستلې چي، د معتبرو تاریخي منابعو په قول، شاوخوا اتیا زره تنه مسلمانان پکښي قتل سول.

په زړه پوري خبره خو  دا ده چي له عایشې، علی او معاویه، دریو واړو سره، معتبر او مشهورصحابه شامل ول؛ چي ، د موءمنانو سره د جنګ کولو او د هغوی د قتلولو په برخه کي، یقیناً هم د قرآن احکام ورته څرګند او د حضرت رسول ص توصیې ورته په یاد وې. په دې جنګونو کي سعد بن ابی وقاص، عبدالرحمن بن عوف، عبدالله بن عمر، ابوبکره او ځینو پرهېزګارو صحابه وو تر پایه برخه وانه خیستله. د دې ترڅنګ لا خوارجو له علي او معاویه دواړو سره په جنګ کولو بناء وکړه او دوی دواړه یې د حق متعال له لاري څخه بې لاري سوي وبلل او د هغوی په صفوفو او رهبري کي هم صحابه وو برخه درلوده.

اسلامي مورخینو او علماوو، له هغې زمانې تر اوسه پوري، دا جرأت نه دی کړی چي تر هر څه لومړی ام المونین عایشه محکومه کړي چي په کوم حق یې د علي په مقابل کي خپل طرفداران د جنګ میدان ته وایستل او په نتیجه کي د زیات وکم پنځه لسو زرو مسلمانانو، چي باید د کفارو سره په جنګونو کي وژل سوي یا غازیان سوي وای، د قتلېدلو سبب سوه او د جمل په جنګ کي له ماتي خوړلو څخه وروسته په کور کي کښېنستله.

د علي او معاویه تر منځ د صفین په څلور میاشتنیو جنګونو کي تقریباً ۷۰ زره تنه مسلمانان ووژل سول. طبیعي خبره ده چي د جنګ په میدانونو کي ماشومان او سپین ږیري نه بلکه ځوانان وژل کیږي؛ او له دې دومره لوی قوت څخه، د اسلام او کلمة الله په اعتلاء کي څومره ګټه اخیستل کېدلای سوای. د دې دومره انسانانو د قتلېدلو مسوول څوک وو؟ له بده مرغه چي زموږ اسلامي مورخین او علماء تر اوسه پوري چوپ دي او یوازي د هغو جنګونو په کیسو کولو بسیا دي.

شیعه علماء، د دې جنګونو له لومړۍ ورځي بیا تر نن پوري، یوازي معاویه غندي او حتی کافر یې بولي. د هغوی لپاره علي له ټولو ګناهونو پاک دی او د صفین د جنګونو او له هغه څخه وروسته جنګونو ټول مسوولیت د معاویه او عمرو بن عاص پر غاړه دی. په داسي حال کي چي عایشه، علي او معاویه ټول د هغو جنګونو او په لس هاوو زرو مسلمانانو د قتلېدلو مسوولین دي. ټولو ته دا حقیقت څرګند وو چي د یوه مسلمان قصدي قتل د دایمي دوږخ سزا لري او پر قاتل باندي د حق متعال لعنت اوري نو د لس هاوو زرو مسلمانانو د قتلېدلو مسوولین څرنګه له مسوولیت څخه خلاصېدلای سي. د مسلمانانو تر منځ، په دې جنګونو کي چي هر چا توره را ایستلې ده هغه د حضرت رسول ص په حکم د دوږخ لایق دی.

عایشه، علي او معاویه او له هغوی سره ملګري صحابه او مشران ټول د سیاسي او شخصي اغراضو لپاره جنګېدل. هغوی هیڅ داسي دلیل نه درلود چي د هغه په اساس دي مسلمان د مسلمان په مقابل کي وجنګوي. بده خو لا دا چي خوارجو، علي او معاویه ټولو د یوه بل په مقابل کي جهاد اعلان کړی وو او هر یوه خپلو طرفدارانو ته د دایمي جنت وعدې ورکولې. اسلامی مورخینو او علماوو دې جنګونو ته فقط لومړۍ فتنه ویلې ده او بس. ګواکي عایشې، علي او معاویه د مسلمانانو د جنګولو او قتلولو حق درلود او د قتل په مقابل کي د دوږخ سزا یوازي  عادي مسلمانانو ته ورکوله کیږي.

سعد بن ابی وقاص او عبدالرحمن بن عوف، چي په شپږ کسیزه شورا کي یې د عثمان د خلیفه کېدلو طر فداري کړې وه، د عثمان د وینو د کسات اخیستلو په جنګونو کي له سره برخه وانه خیستله او د هیڅ چا په طرفداري ونه درېدل. طلحه او زبیر، چي په هغه شورا کي یې د علي د خلیفه کېدلو طرفداري کړې وه، عثمان بن عفان د خپل قدرت په زمانه کي، دومره نازولي ول او دومره شته مني یې ورکړې چي دواړه د علي په مخالفت، د جمل په جنګ کي، د عایشې تر څنګ ودرېدل او دواړه ووژل سول.

ویل کیږي چي طلحه د عثمان د خلافت په وخت کي له هغه څخه ۲۰۰ زره درهمه په پور اخیستي ول. کله چي طلحه پیسې پیدا کړې او غوښتل یې چي د عثمان پور ادا کړی هغه ورته وویل چي دا پیسې مي ستا په ځوانمردي کي دربخښلي دي….

د طلحه له وفات څخه وروسته د هغه څخه، د دېرشو میلیونو درهمو په اندازه، هم نغدي پیسې او هم جایدادونه پاته سول. نغدي پیسې یې دوه میلیونه دوه سوه زره درهمه او دوه سوه ز ه دیناره اټکل سوي او باقي پاته اته ویشت میلیونه درهمه یې جایدادونه وه. آشوب بزرګ ص ص ۲۵۵-۲۵۶

په داسي حال کي چي همدغه طلحه څه موده مخکی  له خلیفه عثمان څخه دوه سوه زره درهمه په پور اخیستي وه.

لومړنۍ فتنه:

اسلامي مورخین او علماء په دې عقیده دي چي لومړنۍ فتنه د عثمان بن عفان له قتلولو سره پیل سوه او د هغې فتنې په اثر په اسلام کي داخلي جنګونه منځته راغلل. خو زما په عقیده د لومړنۍ فتنې اساس هغه وخت پیل سو چي عثمان بن عفان، په څرګنده توګه، د قرآن شریف احکام د سیاسي ملحوظاتو قرباني کړل او، علي بن ابی طالب او نورو لویو صحابه وو د اعتراضونو سره سره یې،  د عمرفاروق زوی عبیدالله بن عمر له قصاص څخه معاف کړ. دا چي د عثمان بن عفان د خلافت او قدرت په زمانه کي ولي چا څه ونه ویل سړی دونه ویلای سي چي د خلیفه په مقابل کي خوله پرانیستل څه آسانه کار نه وو. عثمان بن عفان، په هغه اندازه چي پر خپلو خپلوانو او قومیانو باندي مهربانه وو، له مخالفینو سره یې په هغه اندازه سخت سلوک کاوه. مشهور صحابی ابوذر غفاري یې، چي د عثمان او د هغه د حکامو پر اداري کمزوریو باندی یې انتقادونه کول د ربذه ښار ته تبعید کړ او په داسی غربت کي هلته وفات سو چي مېرمني یې د تکفین او تدفین خرڅ نه درلود. آشوب بزرګ ص ۲۸۲

دغه راز یې یو بل مشهور صحابی عماریاسر، چي له علي بن ابی طالب سره یو ځای یې، د عثمان پر مالي اجرآتو او د بیت المال له پیسو څخه پر غلطه استفاده باندي انتقادونه کول، په عام مجلس کي دونه وواهه چي د لاس او پښو له حرکته یې واچاوه. هغه کتاب ص ۲۸۷

البته د عثمان بن عفان له وفات څخه تر اوسه پوري هم چا دې خبري ته اشاره نه ده کړې چي هغه، له قصاص څخه، د عبیدالله بن عمر په معافولو سره د قرآن شریف له څرګند حکم څخه سرغړونه وکړه او مستقیماً د کفر مرتکب سو:

وَمَن لم یحکُم بما انزل الله فاُولآءِک هُم الکفرون. سورة ۵ ایة ۴۴

(او څوک چي د الله د نازل سوي هدایت سره سم حکم نه کوي هغوی کافران دي)

په ورپسې آیة کي نور هم صراحت سوی دی:

و کتبنا علیهِم فیها أَنَّ النفسَ بالنفسِ والعینَ بالعینِ والانفَ بالانفِ والاُذنَ بالاُذنِ والسِّن بالسِّنِ والجُرُوحَ قصاصٌ فمن تصدَّقَ بِهِ فهُوَ کفّارةٌ لهُ و من لم یحکم بمآانزل الله فاُولأءِک هم الظلمون. سوره۵ آیة ۴۵

( موږ پر دوی باندی واجب وګرځول چي د قتل په بدل کي قتل، د سترګي په مقابل کي سترګه، د پزي په بدل کي سترګه، د غوږ په بدل کي غوږ، د غاښ په بدل کي غاښ او د ټپ په بدل کي په هغه اندازه ټپ د قصاص په توګه واخیستل سي. خو که څوک تر خپل حق تیریږي نو دا د هغه سړي لپاره کفارة ده. او څوک چي د الله له نازل سوي حکم سره سم عمل نه کوي هغه ظالمان دي.)

او د همدغه سورة په ۴۷ آیة کي راغلي دي چي هر څوک چي د الله له نازل سوي هدایت سره سم قضاوت نه کوي هغه ګناه کاران دي.

عثمان بن عفان د وژل سویو دریو کسانو له خپلوانو، وارثینو یا اولیاوو څخه هیڅ پوښتنه ونه کړه او حتی دا یې معلومه نه کړه چي هغوی وارثین او اولیاء لري کنه. پخپله یې ځان د مقتولینو ولي اعلان کړ او قصاص یې وباخښه. دا عمل به په سیاسي لحاظ ښايی صحیح وو خو په شرعي لحاظ د قرآن شریف له څرګندو احکامو څخه ښکاره سرغړونه وه. ځکه باید د عثمان بن عفان دې عمل ته لومړنۍ فتنه یا لږترلږه د لومړنۍ فتنې اساس وویل سي. فتنه یې خکه بولو چي کله د اسلام یو خلیفه د قرآن شریف له څرګندو احکامو څخه سرغړونه وکړي بیا نو هر څوک د دغه راز یوه کار جرأت پیدا کوي او د خلیفه د عمل دغه ډول سابقه، په عقایدو او اعمالو کي، د راتلونکو اختلافاتو سبب کیږي.

اسلامي مورخینو او علماوو نه په هغه وخت کي څه وویل او نه یې بیا تر اوسه پوری په دې باره کي څرګند نظر ورکړی دی. په داسي حال کی چي دا د هغوی فریضه وه چي باید دا موضوع یې روښانه کړې وای. تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د آشوب بزرګ لیکوال علامه طه حسین ښايی یوازنی، یا لږترلږه لومړنی، سني مسلمان وي چي د عثمان بن عفان په خلافت کي یې د پراخ اداري فساد، نالایقو او غیرمستحقو خپلوانو ته د لویو چوکیو د سپارلو او له مخالفینو سره د خلیفه د سخت سلوک په باره کي لیکنه کړې وي. البته علامه طه حسین هم د پورتني آیة مبارک په رڼا کي د عثمان بن عفان د عمل په باره کي چوپ دی؛ ځکه چي د دې موضوع څېړل حساسیت را پاروي. کنه نو عثمان، د عبیدالله بن عمر په معافولو سره، د هغه قرآن کریم له صریحو احکامو څخه سرغړونه کړې وه چي ده یې پخپله د را ټولولو او جمع کولو افتخار دلود. یعني باید چي تر ټولو نورو کسانو يې په احکامو او نواهیو بهتر خبر وو. خو د سیاسي ملحوظاتو او خپل شخصي قدرت لپاره یې د قرآن کریم پر احکامو سترګي پټي کړي وې.

عبدالله بن سعد بن ابی سرح او نور:

عبدالله بن ابی سرح د حضرت رسول اکرم ص له ډيرو نيژدې او تکړه کاتبانو څخه وو. هغه په مدینه او اسلام کي له څه مودې تېرولو څخه وروسته بیرته مکې ته ولاړ د مکې له کفارو سره یو ځای سو. د مکې تر فتحي پوري یې د اسلام او په تېره د حضرت رسول اکرم ص پر ضد تبلیغات وکړل او شعرونه یې ولیکل او تل به یې ویل چي زه هم کولای سم د قرآن په څېر یو کتاب ولیکم؛ اوحضرت رسول اکرم ص یې دونه زهیر او وکړاوه چي د مکې د فتحي په ورځ یې د عبدالله بن ابی سرح ویني، د نورو نهو تنو سره یو ځای، مباح کړې. عبدالله بن ابی سرح د عثمان بن عفان رضاعی ورور وو او  ځکه یې د عثمان کورته پناه یوړه. حضرت عثمان هغه په خپله چبنه کي ورسره پېچلی د حضرت رسول اکرم ص حضور ته را ووست او هغه د شهادت کلمه وویله. خو حضرت رسول اکرم مخ ورڅخه اړولی وو. ټول پوهېدل چي حضرت رسول اکرم هغه ته یوازي د عثمان بن عفان له خاطره څه نه وه ویلي او وژلی یې نه وو.

د ابوبکر او عمر د قدرت په زمانه کي عبدالله بن ابی سرح ته په حکومتي ادارو کي هیڅ ځای ورنه کړه سو. یوازي دوی نه بلکه ټول مسلمانان يوهېدل چي له هغه څخه د پیغمبرص څونه نفرت کېدی. خو کله چي نوبت عثمان بن عفان ته ورسېدی نو عبدالله بن ابی سرح یې دونه ونازاوه چي نور یې حد نه درلود. عبدالله بن ابی سرح یې د اسلام د قلمرو په یوه له تر ټولو مهم او ستراتیژیک مرکز مصر کي، د عمرو بن عاص پر ځای، چي هم یو لایق او هوښیار جنرال او هم خلک ورڅخه راضي ول، د والي په حیث، مقرر کړ. البته څه موده وروسته، د مصر د خلکو پرله پسې شکایتونو عثمان مجبور کړ چي هغه له مصر څخه بیرته را وغواړي او چاري بل چاته وسپاري. آشوب بزرګ ص ۲۱۳

حکم بن العاص د عثمان بن عفان کاکاوو. هغه د جاهلیت په دوران کي حضرت پیغبرص ته بې اندازې زیات آزار ورکړی وو او کله چي مسلمان سو نو هم یې د پیغمبرص له آزار او حتی توهین څخه لاس وانه خیست. پیغمبرص وویل چي ابن العاص هیڅ وخت زموږ سره په مدینه کي ژوند نه سي کولای. پیغمبرهغه له مدینې څخه تبعید کړ. عثمان بن عفان څو ځله د هغه شفاعت وکړ مګر ګټه یې ونه کړه. عثمان هم د ابوبکر او هم د عمر د خلافت په دوران کي کوښښ وکړ چي بن العاص بیرته مدینې ته راولي. عمر بالاخره عثمان ته وویل چي هیڅ وخت بیا دا مسله ورته یاده نه کړي.

مګر د عمر له قتلېدلو او د عثمان له خلیفه کېدلو سره هر څه پر بل مخ واوښتله او عثمان بن عفان  حکم بن العاص مدینې ته راووست. عثمان ویل چي زما سره پیغمبرص وعده کړې وه چي بن العاص ته به بیرته په مدینه کي د ژوند کولو اجازه ورکړي خو حضرت پیغمبر وفات سو او د ا مسله همداسي پاته سوه. اوس چی دی امام دی دا صلاحیت لري چي چاته په مدینه کي د ژوند کولو اجازه ورکړي. په داسي حال کي چي ابوبکر او عمر د ده خبره ځکه نه وه منلې چي یوازي د یوه سړي قول وو او د حضرت پیغمبر ص د وینا او قول بل شاهد یې نه درلود. عثمان بن عفان نه یوازي حکم بن العاص ته په مدنیه کي د اوسېدلو اجازه ورکړه بلکه د هغه زامنو ته یې ډېري مهمي وظیفې وسپارلې. هغه کتاب ص ص ۳۱۳-۳۱۵

موږ ګورو چی علی د خوارجو سره د جنګېدلو او د هغوی د وژلو په برخه کي او عثمان، مدینې ته  د خپل کاکا د راوستلوپه برخه کي، د حضرت پیغمبر ص پر قول حواله ورکوله خو له دواړو سره هیڅ ډول شاهد موجود نه وو او صحابه وو یې قول ته د شک په سترګه کتل. په حقیقت کي دغه ډول نقل قولونه وه چي د احادیثو جعل کېدلو ته یې لاره پرانیستله او په وروسته کي د ډیرو لویو جنجالونو سبب سول.

د عثمان د دوولس کلن خلافت په وروستیو کلونو کي د هغه د مامورینو د اداري فساد او ظلم پرضد خلک را وپاڅېدل. د بصرې ، کوفې او مصر خلک، د حج په پلمه، د مدینې خواته روان سول او کله چي ښار ته ورسېدل د عثمان دربار ته یې خپل شکایتونه ولېږل. که څه هم چي سړی نه سی ویلای چي د علي، طلحه بن عبیدالله او زبیر بن عوام په څېر مهمو صحابه وو به د عثمان پر ضد په لمسونو کي مستقیم رول درلودلی وي خو په ټولو تاریخونو کي، د دغي فتنې په باب، د هغوی نومونه یادیږي. یعني که یې لمسوني کړي نه وي نو د لمسونو او خلکو د کرارولو په برخه کي یې هم چنداني کوښښ نه دی کړی. ځکه چي مدینې ته لومړنیو رسېدلو خلکو، په هیڅ توګه، د ښورښ او د عثمان د وژلو خیال نه درلود بلکه دا خبره وروسته وروسته خرابه سوه. دا چي مصریان علي ته، بصریان طلحه ته او د کوفې خلک زبیر ته ورغلل؛ د دې معنا دا ده چي دوی په دغو ځایونو کي خپل طرفداران درلودل او هغوی پوهېدل چي چاته ورسي او چاته شکایت وکړي. دریو واړو کسانو د خلکو او ښورښیانو په کرارولو کي چنداني علاقه ونه ښودله او هغوی هم د عثمان کور محاصره کړ. او عثمان له خپلو حاکمانو څخه د مرستي غوښتنه وکړه.

دلته موږ ګورو چي په دې لومړۍ فتنه کي نه یوازي عثمان ملامت دی چي ولي یې پر خلکو باندي فاسد او ظالم حاکمان مقرر کړي او په مقابل کي یې له هغوی څخه د خلکو شکایتونو ته غوږ نه وو نیولی بلکه د هغه پرضد چي یې په ښورښ یا د خلکو په لمسولو کي رول درلودی هغه یا صحابه یا تابعین ول؛ او دا هغه کسان ول چي باید د فتنې په پارولو کي نه بلکه د فتنې په کرارولو کي یې برخه درلودلای.

کله چي خلکو د جمعې په لمانځه کي د عثمان پر طرفدارانو باندي ډبري و اورولې او په دې منځ کي پخپله عثمان هم زخمي سو؛ نو علي، طلحه او زبیر د هغه پوښتني ته ورغلل. مروان، چي د عثمان له خپلوانو او د هغه په څېر له بن اُمیه کورنۍ څخه وو علي ته وویل چي تا موږ هلاک کړو او دا ټول ستاکارونه دي. په خدای مي دي قسم وي چي که د هغه مطلب د ترلاسه کولو لپاره، چي ستا په زړه کي دی، اقدام وکړې ټوله دنیا خو دي په مقابل کي را پورته سي. علي په غوسه سو او له مجلسه ووت. تاریخ ابن خلدون جلد اول ص ۵۶۷

عثمان د فتنې د کرارولو لپاره له علي څخه مرسته وغوښته او هغه ته یې وویل چي زموږ تر منځ د اسلامي ورورۍ تر څنګ د خپلوۍ اړېکي هم موجود دي او هغه باید د فتنې په کرارولو کي له خپل وس څخه کارواخلي. علي ورته وویل چي د خلکو پر غوښتنو او شکایتونو باندي باید غوږ ونیسي او له خلکو سره وعده وکړې چي د هغوی له غوښتني سره سم به ځیني حاکمان برطرفه کړي فتنه پخپله کراریږي. عثمان له علي سره وعده وکړه خو پر خپله وعده ونه درېدی او خلکو هم د هغه د کور محاصرې ته زور ورکړ. عثمان بالاخره ووژل سو او له دې پيښي سره، چي چا یې انتظار هم نه درلود، ډېر لوی جنګونه پیل سول.

                     پاته لري

وهابیان  څوک دي؟ | عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب