(دوهمه برخه)
د وهابیانو عقاید:
وهابیان د عقایدو په برخه کي چنداني نوې خبره نه لري. دوی هم، د خپلو عقایدو او نظریاتو د اظهار لپاره، د نورو اسلامي علماوو په څېر، په آیتونو او احادیثو استناد کوي. دوی ځانونه مُوَحِدون یا د یوه خدای عبادت کونکي بولي؛ سلفیان یې ځکه بولي چي دوی د قدیمو مسلمانانو او امامانود عقایدو او اعمالو د پیروي کولو توصیه کوی. خو څرنګه چی د دې عقایدو یا فکري مکتب موسس ابن عبدالوهاب وو نو مخالفینو د دوی ډله وهابي وبلله او په دغه نامه تر نن ورځي پوري شهرت لري. دوی پر خپلو مخالفینو باندي د مشرکینو د حکم کولو په برخه کي یو څه له افراط څخه کار اخلي. له وهابیانو یا موحدونو سره د نورو اسلامي فرقو یو اساسي اختلاف د زیارتونو پر مسله باندي دی. که څه هم چي د حلال او حرام، پیری او مریدی، کوډو او تعویذ په برخه کي هم اختلافات موجود دي؛ خو د اسلامی علماوو ترمنځ دغه ډول اختلافات ډېر نادر نه دي. وهابیان زیارتونو ته ورتلل، له هغوی څخه مراد غوښتل او هغوی ته صدقې او نذرونه وروړل ناروا او حتی شرک بولي او د خپلي مدعا د اثبات لپاره آیتونه او احادیث راوړي. نور عادي مسلمانان نه یوازي زیارتونو ته ورتلل ګناه نه بولي بلکه ثواب یې بولي.
په احادیثو کي، په دې باره کي ښايي هر ډول اقوال موجود وي خو موحدون، د خپلي مدعا د اثبات لپاره، معمولاً، په هغو احادیثو استناد کوي چي زیارتونو ته تلل او پر زیارتونو باندي عبادت ځایونه جوړول ناروا بولي.
صحیح مسلم، په کتاب الصلاة کي راوړي دي: « عایشه رض وايي اُم سلمه او اُم حبیبه د حضرت رسول صلعم په مخ کي وویل چي دوی په حبشه کي د مسیحیانو یوه کلیسا ولیده چي په هغې کي تصویرونه رسم سوي ول. حضرت پیغمبرص وویل کله چي پرهېزګار خلک مري او نور د هغوی پر قبرونو باندي عبادت ځایونه جوړوي او په هغه ځای کي تصویرونه رسموي دوی به د قیامت په ورځ د الله ج په نظر تر ټولو بد مخلوق وي. صحیح مسلم حدیث ۱۰۷۶
ابوهُریره وايی حضرت پیغمبرص وویل الله دي یهود تباه کړي چي د خپلو پیغمبرانو پر قبرونو باندي یې د عبادت ځایونه جوړ کړي دي. هغه کتاب حدیث ۱۰۸۰
جندب وايی حضرت پیغمبر له وفات څخه پنځه ورځي مخکي موږ ته وویل چي له تاسي څخه مخکي کسانو د خپلو پیغمبرانو او اولیاوو له قبرونو څخه د عبادت ځایونه جوړ کړي ول؛ مګر تاسي باید پر قبرونو باندي مسجدونه جوړ نه کړی. ما له دغه عمل څخه منع کړي یاست. هغه کتاب حدیث ۱۰۸۳
حضرت پیغمبرص په دې پوهېدی چي د زیارتونو درناوی په یوه حال نه پاتیږي. دا درناوی ورځ په ورځ زیاتیږي او بالاخره به یوه ورځ خلک زیارتونو ته سجدې کوي او سجده یوازي یوه خدای ته راغلې ده.
د آنحضرت ص له وفات څخه څه باندي څلور سوه کاله وروسته د اسلام یوه مشهور پیر او مرشد، ابوسعید ابوالخیر۹۶۷-۱۰۴۸، چي په زرګونو او لکونو خلک یې زیارت ته ورځي د خپل پیر بوالفضل پر قبر باندي د کعبې په څېر طوافونه کول. کله چي شیخ ابوسعید د پیر بلفضل زیارت ته ورسېدی نو قوال دا بیت ووایه:
« معدن شادیست این و معدن جود وکرم
قبله ما روی دوست و قبله هرکس حرم
( دا معدن دی د خوښیو د سخا او د کرم
زموږ قبله د دوست طرف دی د هر چا قبله حرم)
قوال همدغه بیت وایه او د شیخ لاس یې نیولی وو. شیخ د پیر بلفضل پر قبر باندي طواف کاوه او چیغي یې وهلې او دروېشان په لڅو پښو او لوڅو سرونو د هغه پر قبر باندي را ګرځېدل. کله چي یوڅه کراري سوه نو شیخ موږ ته وویل: دا ورځ په تاریخ کي ولیکی چي بیا به یې ونه وینی. او له هغه څخه وروسته چي زموږ د شیخ هر مرید به د حج نیت وکړ نو شیخ به هغه د پیربلفضل قبر ته لېږی او ورته ویل به یې چي د هغه د قبر زیارت وکه پر قبر یې اووه ځله طواف وکړه تر څو مقصود ته ورسېږې» اسرارالتوحید ص ۵۳
د قوال له بیت څخه په څرګنده معلومیږي چي شیخ ابوسعید ابوالخیر تر حرم، چي مطلب یې کعبه ده، د دوست پر قبر باندي طواف ته ترجېح ورکوله؛ او دا څرګند شرک او کفر دی.
د سیکهانو او انګلیسیانو د حکمرانی پر ضد د مشهور مجاهد سیداحمد بریلوی مرید او مرستیال شاه اسماعیل شهید، چي ، د سیکهانو پر ضد د جهاد تر څنګ یې، په مسلمانانو کي د خرافاتو پرضد مبارزه کوله، اوانګرېزانو د هندي وهابیانو نوم ورکړی وو، له همدې ناحیې څخه شکایت لري او وايی چي موږ وینو چي مسلمانان د لیري لیري ځایونو څخه د پیرانو او اولیاوو زیارتونو ته راځي. که دا یوازي زیارت وي خو هغه څه توپیر نه لري مګر موږ وینو چي دا ساده خلک زیاتره د حج د مراسمو په څېر احرامونه تړي او زیارتونو ته راځي او له قبرو نو څخه مرسته او مقصود غواړي او دا شرک دی. شاه اسماعیل شهید، صراط مستقیم ص ۱۰۲
او ما پخپله په ۱۹۸۷ کال کي د سیند په سېوڼ کي د لعل شهباز قلندر پر قبر باندي د ښځو او نارینه وو اووه ځله طوافونه لیدلي دي او په ډهلي کي د امیرخسرو او نظام الدین اولیاء قبرونو ته د مسلمانانو د سجدو شاهد یم.
اوس نو کله چي د ابوسعید ابوالخیر په څېر یو لوی صوفي، په څرګنده توګه د شرک مرتکب کیږي او د هغه په زمانه کي او له هغه څخه څو سوه کلونه وروسته همدغه د شرک عنعنه روانه او له تونس څخه تر اندونیزیا پوري مسلمانان د راز راز شرکونه مرتکب کیږي؛ په دې صورت کي نو د محمدبن عبدالوهاب او د هغه د ملګرو وهابیانو لپاره یوازي له مسلمانانو سره د جهاد وظیفه پاتیږی. ځکه له تونس څخه تر اندونیزیا پوري څه باندي دوه میلیارډه مسلمانان اوسیږي او له هغوی سره د وهابیانو جهاد تر قیامته نه ختمېدونکی دی. ګواکي وهابیان له کفارو سره تر جهاد له نورو مسلمانانو سره، چي دوی د مشرکینو په سترګه ورته ګوري، مهم او لومړنی دی. او که دا جهاد وبولو نو بیا خو به مسلمانان د قیامت تر ورځي پوري د یوه بل پر ضد له جنګېدلو او د وینو له تویولو نه خلاصیږي.
معبدونو، زیارتونو، مقدسو ونو او ډبرو، مقدسو ژوندیو او وفات سویو اشخاصو ته درناوی او بالاخره د هغوی پرستش دومره پخوانۍ او ضمناً، د قلمرو په اساس، دومره پراخي ریښې لري چي قوت یې پخپله کله کله له ریښتوني اسلام سره معادل او کله کله حتی خُرافات پخپله تر اسلام هم ټینګي جرړي لري.
عربستان، چي د اسلام لومړنۍ او تر ټولو مهمه زانګو ده، د دغه راز خُرافي عقایدو نامعلومه سابقه لري. مورخین، له اسلام څخه مخکي د جاهلیت په دوران کي، موږ د عربستان په خاوره کي لږترلږه د« ذات النواث» له وني څخه خبروي؛ چي خلکو به ټوکران، وسلې او نور شیان ورپوري ځړول او په دغه وسیله به یې د خدای له لوري د عزت او اکرام هیله درلوده. په نخله کي د عُزا په نوم الهې عبادت د دریو ونو په شکل کېدی. دا عنعنه تر اوسه پوري په ټول افغانستان او پاکستان کي موجوده ده او خلک د غاښونو د درد د علاج او کرارولو لپاره د لویو زیارتونو سره ولاړو ونو کي مېخونه ټک وهي. ښځي د اولاد د پیدا کولو لپاره زانګوګاني ور پوري ځړوي او د مختلفو مقصدونو لپاره ټوکران ورپوري ځړوي. د زیارتونو په نوم نذرونه کوي، چي شرعاً ناروا او د شِرک مرحلې ته رسیږي. چي تر زرو کلونو زیاتو تبلیغاتو دې خُرافاتو ته تغییر ورنه کړ او لږترلږه سست یې نه کړل بلکه لا هم ورځ په ورځ زور اخلي نو د دې معنا داده چي وهابیان به یا په سل هاوو میلیونه مسلمانان قتلوي او یا به یې له خیره تیریږي.
د معبدونو او زیارتونو دننه تقدس او له هغه څخه د بست کار اخیستل له اسلام څخه مخکي عربستان کي موجود ول. د زیارت دننه برخه مقدسه وه او هیچا تېری نه سو باندي کولای. د زیارتونو ساتونکو یا مجاورانو ته، چي معمولاً به میراثي وظیفه وه، د تقدس په سترګه ورته کتل کېدل او فکرکېدی چي هغوی د خدای له خوا حمایه کیږي. دغو مجاورانو او متولیانو ته د مذهبي مشرانو او روحانیونو په سترګه کتل کېدل او فکر کېدی چي هغوی فوق العاده قدرت لري او دا قدرت پخپله خدای ورکړی دی. دې متولیانو ته کله کله کاهن یا جادوګر ویل کېدل. هغوی به د ښو او بدو پېښو پیش بینی کولې. M.M Sharif, A History of Muslim Philosophy Vo1 P 129
که څه هم چي محمدبن عبدالوهاب او د هغه پیروان، په ښکاره، د خلکو د تنویرولو او شرک ته د متوجه کولو خبري کوي او وايی چي هغه کسان چي نه پوهیږي او شرک یې اختیار کړی وي باید وپوهول سي او د قرآن د علم او حدیث په مفاهیمو وپوهول سي خو د هغوی له لیکنو څخه په څرګنده ښکاري چي دوی د ټولو هغو مسلمانانو سره چی د دوی په عقیده نه دي او دوی د مشرکانو په سترګه ورته ګوري جهاد وکړي. ډیلونګ باس لیکي:
« لومړی باید ټول مخالفین اسلام ته راوبلل سي او وروسته بیا جهاد پیل سي. ابن عبدالوهاب لیکي دا جواز نه لري چي مخکي له هغه چي د هغوی د پوهولو او سمي لاري ته د رابللو لپاره تلاښ سوی وي پر هغوی باندي حملې پیل سي او ووژل سي. ځکه چي جهاد یوازي د اسلام له دښمنانو سره واجب سوی دی. مخالفینو ته باید پوره فرصت ورکړه سي چي هغوی خپل عقاید رد کړي او سمي لاري ته راسي او بیا نو که لازمه وه جهاد پیل سي. که مخالفینو خپل عقاید پرېښودل او سمي لاری ته راغلل نو د هغوی هرکلی باید وسي او په اسلامي امة کي شامل کړل سي او هغوی ته ښې ډیري پیسې ورکړلي سي. دسخاوت دغه عمل د اسلام په ګټه د ښېګڼي لپاره دی» Wahabi Islam, P 204
کله چي سړی د محمد بن عبدالوهاب او د هغه د پیروانو دغه راز لیکني لولي نو نتیجه اخیستلای سي چي دوی له خپلو مخالفینو سره، چي طبعاً یې مطلب عیسویان، هندوان، یهودان او د نورو مذاهبو پیروان نه ول بلکه خپل مخالف مسلمانان یې مطلب ول، د جهاد تبلیغ کاوه او سړی ویلای سي چي دوی به، خصوصاً، د سیاسي قدرت، وسلو، پوځ او پیسو له ترلاسه کولو سره په سل هاوو زره مسلمانان، د جهاد په نامه، وژلي وي.
وهابیان ښايی د خلکو او عوامو د مشرک ثابتولو لپاره دلایل ولري؛ ځکه چي دوی هم د قرآن شریف په آیتونو او معتبرو احادیثو استناد کوي. مګر سړی به هغه خلک چي د شهادة کلمه وايی، لمونځونه کوي، زکاتونه ورکوي، روژې نیسی، د قرآن شریف وظیفې کوي ، خو د سوونو کلونو رواجونو او نیکونو میراث زیارت، پیر، جادو او کوډو ته معتقد کړي دي، څرنګه مشرکان وبولي؟ ځکه چي د احادیثو په معتبرو کتابونو کي دا خبره څو څو ځله راغلې ده چي هغه کسان چي د خدای پروحدانیت باندي ایمان ولري هغوی حتماًجنت ته ځي. اوس به نو له دې حتمي جنتیانو سره سړی څرنګه جهاد کوي.
محمدبن عبدالوهاب او د هغه ملګري ټول استنادونه د قرآن شریف په آیتونو او معتبرو احادیثو کوي. البته مخالفین یې هم په احادیثو استناد کوي او دغه راز یې په مقابل کي د قرآن شریف آیتونه، له خپلو تعبیرونو سره، ورته راوړي. څه چي د دوی ترمنځ د سخت تضاد سبب سوی دی هغه د زیارتونو، تعویذونو، جادوګریو، فال لیدلو… موضوعات دي چي وهابیان په دغو مسایلو کي دونه جدي دي چي هر وخت زیارتونو ته پر تلونکو او له زیارتونو څخه د مرستو پر غوښتونکو باندي د شرک حکم کوي. ځکه نو د هغوی مخالفین پر دوی باندي د مشرکینو حکم کوي او حتی وايی چي لمونځ نه پسي کیږي.
محمدبن عبدالوهاب، په دغه مسله کي، د صحیحینو په استناد، د ابن عباس له قوله یو حدیث راوړي او وايی چي پیغمبر ص وویل چي د ټولو امتونو خلک زما مخي ته تېر سول له ځینو انبیاوو سره ډير امتیان ول او له ځینو سره لږ او له ځینو سره دوه درې یا یو تن او یا یوازي نبي تېرېدی. ما یوه لویه ډله ولیدل او فکر مي وکړ چي دا به زما امتیان وي. خو وروسته راته وویل سول چي دا د موسی ع امتیان دي. وروسته تر دې ډلي یوه بله لویه ډله راغله او ماته وویل سول چي دا زما امتیان دي. په هغوی کي ۷۰ زره تنه ول چي پرته له پوښتني جنت ته داخلېدل…. له ناستو کسانو سره سوال پیدا سو چي دا به څوک ول. حضرت رسول ص ورته وویل چي دا هغه کسان ول چي د جسماني ناروغی لپاره یې روحي علاج نه غوښت. پر خپلو جود یې داغونه نه ايښودل او په شګون یې عقیده نه درلوده….» Ibn Adul Wahab, Kitab al Tawhid P 13
خو دی د خپل همدغه کتاب په یوه بل مخ کي، بیا هم د صحیحینو په استناد، د سهل بن سعد له قوله لیکي چي حضرت رسول ص غوښتل چي د خیبر د جنګ لپاره بیرغ علي رض ته وسپاري. چا ورته وویل چي د هغه سترګي خوږیږي. حضرت رسول ص هغه را وغوښت او پر سترګو یې روغن ور وموښل او د علي رض سترګي جوړي سوې او د خیبر جنګ ته روان سو. Ibid p 19
البته د پیغمبرص سره د معجزې کولو هغه قدرت موجود وو چي له نورو انسانانو سره هغه موجود نه وو؛ که څه هم چي پیغمبر ص ته د قرآن شریف په آیتونو هدایت سوی دی چي خلکو ته ووايي چي زما او ستاسي توپیر صرف په دې کي دی چي زه پیغمبر یم او ماته مستقیماً وحی راځي او تاسي ته نه راځي.
محمدابن عبدالوهاب په دغه موضوع کي د قرآن شریف د ۳۹ سورة په ۳۸ آیة استناد کوي چي وايي: ووایه! هغو موجوداتو ته چي تاسي د الله تر څنګ عبادت کوې؛ آیا دوی کولای سي چي ستا سي سره په یوه سختي کي مرسته وکړي چي د الله په اراده درباندي نازله سوې وي؟
محمدبن عبدالوهاب لیکي:« احمد بن حنبل په یوه مرفوع حدیث( چي پخپله د حضرت رسول ص له قوله نقل سوی وي. جهاني) د عقبة ابن عامر له خولې استناد کوي او وايی هر څوک چي کوډي یا تعویذپه غاړه کوي نو په الله مي قسم وي چي هیڅ آرزو به یې پوره نه سي. د همدغه حدیث په یوه بل نقل کي د حضرت رسول ص له قوله ویل سوي دي چي هر څوک چي تعویذ په غاړه کي هغه د شرک مرتکب کیږي. ابن خاتم د حذیفه له قوله وايي چي حضرت پیغمبرص یو سړی ولیدی چي یو ډول جامې یې په ځان کي وې او پوښتنه یې ورڅخه وکړه چي دا جامې د څشي دي هغه ورته وویل چي دغه جامې یې له تبي څخه ساتي. حضرت رسول ص هغه جامې ور څیري کړې او هغه آیة یې ورته وویله چي اکثر کسان پر الله باندي ایمان لري مګر بیا هم د شرک اعمال کوي. سورة ۱۲ آیة ۱۰۶ Ibid pp 25-26
محمد بن عبدالوهاب له الله څخه پرته له بل چا څخه مرسته غوښتل شرک بولي او د خپلي دې ادعا د اثبات لپاره د الطبراني له قوله وايی چي د پیغمبرص په زمانه کي یو منافق وو چي مسلمانانو ته یې ډېر آزار ورکاوه او دوی بالاخره مجبور سول چي د هغه په مقابل کي له پیغمبر څخه مرسته وغواړي. حضرت پیغمبرص په جواب کي ورته وویل چي هیڅوک باید زما څخه د مرستي غوښتنه ونه کړي بلکه هره مرسته باید له الله څخه وغوښتل سي. Ibid p 43
په عوامو کي، د پیرانو او د خدای د دوستانو په نوم خاص نذرونه رواج لري. زموږ مورنۍ انا به په کال کي څو ځله د مشکل کشابابا په نامه نذر کاوه. مشکل کشا بابا څوک وو؟ موږ هیڅ وخت ونه پېژاند او یا مو د پېژندلو کوښښ ونه کړ خو د خپلي انا له ډول ډول نذرونو څخه مو خپل خوند اخیست. د محمد بن عبدالوهاب ملګري او پیروان په دغه برخه کي، د هغه په څېر، سخت ګیر دي او له هغې جملې څخه شیخ عبدالرحمن بن حمادالعُمر وايی قربانۍ، نذرونه او خیراتونه باید یوازي د الله په نوم وسي. هر هغه څوک چي د کوم وفات سوي پرهېزګاره سړي په نوم، د پیریان او یا غیر الله موجود په نوم نذر او قرباني کوي هغه مشرک دی.
شیخ عبدالرحمن وايی حضرت رسول ص به ویل چي پر هغه چا دي لعنت وي چي پرته له الله د بل چا په نوم قرباني کوي. که یو څوک ووایي چي که زه په دغه امتحان کي بریالی سوم یا له دغي ناروغۍ څخه روغ سوم د فلاني سړي په نوم مي نذر ایښی دی دا بُت پرستي ده. ځکه چي نذرونه یوازي د الله په نوم راغلي دي.( دین الحق) Abdul Rahman, The Religion of Truth pp35-36
عبدالعزیزبن عبدالله بن باز، چی تر ۱۹۹۹ کال پوري ژوندی وو او د سعودي عربستان مفتی اعظم وو، هم زیارتونو ته نذرونه وروړل او د اولیاوو په نوم صدقې او قربانی کول شرک بولي. شیخ بن باز هم د محمدبن عبدالله او نورو وهابي شیخانو په څېر د شرک په مسله کي ډېر مخته ځي او لس اعمال شرک او د شرک معادل بولي:
« لومړی: د مړو په نوم نذرونه کول او له هغوی څخه مرسته غوښتل.
دوهم: هغه څوک مشرک دی چي د خپل ځان او حق متعال ترمنځ واسطه جوړوي او له هغوی څخه غواړي چي د الله څخه د دوی شفاعت وکړي.
دریم: هغه څوک چي مشرکین کافران نه بولي او د هغوی په کفر کي شک راوړي او یا د هغوی مذهب صحیح وبولي؛ دا کفر دی.
څلورم: هغه څوک چي د نبي ص پر هدایتونو باندي د بل چا هدایت ته ترجیج ورکړي هغه کافر دی.
پنځم: له هغه څه سره حسادت او دښمني ښودل چي پر حضرت رسول ص باندي نازل سوي وي؛ دا کفر دی.
شپږم: څوک چي د رسول ص په دین کي په کوم شي ریشخند ووهي او یا د هغه په ثواب او عذاب کي په امورو باندي ریشخند ووهي هغه کافر دی.
اووم: څوک چي جادو او کوډي کوي چي یا دوه تنه په جنګ سره واچوي لکه مېړه او مېرمن او یا د دوو تنو ترمنځ د محبت پیداکولو لپاره کوډي کوي هغوی کافران دي.
اتم: څوک چي د مسلمانانو په مقابل کي له کافرانو سره مرسته وکړي هغوی کفار دي.
نهم: په هغو کسانو باندي عقیده پیداکول چي د محمدي ص شریعت څخه د وتلو کوښښ کوي کفر دی.
لسم: څوک چي د الله له دین څخه مخ اړوي او نه ځان په پوهوي او نه عمل په کوي هغوی کافران دي.» بن باز. العقیده الصحیحة و ما یضادها و نواقض الاسلام، ص ص ۲۵-۲۷
شیخ عبدالعزیز بن باز په خپل بل کتاب« اقامةالبراهین» کي راوړي چي حق متعال خپل پیغمبر ص ته په آیة مبارک کي ویلي دي چي « ووایه! زه خپل ځان ته پر خیر او شر رسولو باندي قدرت نه لرم بلکه هر څه د الله له ارادې سره سم کیږي. که زه په غیب خبر وای نو ما به خپل ځانته څو چنده خیر رسولی وای او هیڅ وخت به زیان او مصیبت نه را رسېدلای. زه فقط هغو کسانو ته چي ایمان یې راوړی دی د خبرداري او زېري درکولو وظیفه لرم. سورة ۷ آیة ۱۸۸ » اقامةالبراهین، ص ۱۰
پورتني آیة مبارک ته په کتلو سره، چي زموږ ټولو مسلمانانو د دین او ایمان لومړنۍ او تر ټولو مهمه منبع ده، سړی ویلای سي چي که حضرت پیغمبرص، چي موږ ټول د هغه په برکت مسلمانان یو، په خپل ژوند کي ځان ته د خیر رسولو قدرت نه درلود او په غیب خبر نه وو؛ نو د اولیاوو او غوثانو سره، چي هغوی هم د حضرت پیغمبرص له برکته اولیاء سوي ول، دا قدرت له کومه سو چي هم یې په ژوند کي غیب ویل، هم یې خلکو ته پاچهی ورکولې او هم پسله مرګه، له قبرونو څخه، خلکو ته خیر رسولای سي؟
شیخ بن باز، د همدغه اثر په یوه بل ځای کي لیکي:
« پرته له الله څخه د بل هر چا را ننګول او له هغه څخه مرسته غوښتل د شرک او بُت پرستی بېل بېل شکلونه دي؛ ځکه چي دوی پرته له الله څخه له بل چا څخه مرسته غواړي. دوی غواړي چي د مړو په زور خپلو آرزوګانو ته ورسیږي. په داسي حال کي چي یوازي الله کولای سي د بنده ګانو کارونه ورته آسان کړي. د مړو څخه د دغه راز مرستو غوښتل د پخواینو بُت پرستانو تر عمل بد تر دی. په پخوا زمانو کي چي به کُفار په عیش او نوش کي ډوب ول او هرڅه به ورته رسېدل نو خپله بُت پرستي به یې کوله مګر کله چي به له سختیو سره مخامخ سول نو الله ته به یې پناه راوړه او له هغه څخه به یې مرسته غوښته. قرآن شریف د هغوی په باره کي راوړي دي:
« کله چي دوی په کښتۍ کي کښیني نو له الله څخه مرسته غواړي او په بشپړه وفاداري ورته تسلیم سي. مګر کله چي له خطر څخه خلاص سي او وچي ته ورسیږي نو بیا د الله ترڅنګ خپلو بُتانو ته مراجعه کوي» سورة ۲۹ آیة ۶۵
د محمدبن عبدالوهاب یو بل پیرو الامام محمدبن سلیمان التمیمی په دغه ارتباط لیکي:
« ځکه نو موږ ګورو چي هغه کسان چي د پرهېزګارانو او د شیخانو او اولیاوو د قبرونو عبادت کوي او د الله ترڅنګ د هغوی څخه، د خوښۍ او ویر په وخت کي، د مرستو غوښتني کوي. له دوی څخه ځیني د سختیو په وخت کي په بُت پرستي کي نور هم مخته ځي…. خو دا باید وویل سي چي پرته له الله څخه هیڅ څوک دا قدرت نه لری چي له چا سره په سختیو کي مرسته وکړي. الله حقیقت وايی او یوازي هغه دی چي سمي لاري ته رهبري کوي. الله ج په قرآن شریف کي وايي:
« ووایه! څه فکر کوې که الله ماته د ضرر رسولو اراده ولري نو هغه څوک چي ته مرسته ورڅخه غواړې کولای سي چي د هغه ضرر مخه ونیسي. او که الله پر ما باندي د رحم کولو اراده وکړي نو هغوی به د دغه رحم مخه ونیولای سي؟ ووایه چي الله زما لپاره کافي دی او متوکلین یوازي پر هغه توکل کوي» سورة ۳۹ آیة ۳۸
تمیمی، الاصول الثلاثه ص ص ۶۶-۶۷
د محمدبن عبدالوهاب بل پیرو امام النواوي د همدغه آیة په ارتباط د ترمذي یو حدیث د ابوعباس، بن عبدالله بن عباس له خولې راوړي:
« یوه ورځ زه له پیغمبرص سره ملګری وم او هغه ماته وویل چي ځوانه! زه باید تاته یوه لارښوونه وکړم. هر وخت الله په یاد ولره او هغه به ستا سره ملګری وي. که مرسته غواړې نو یوازي یې له الله څخه وغواړه. دا په یاد ولره چي که ټول اولس سره راغونډ سي چي تاته خیر ورسوي؛ دوی به تاته هغومره خیر ورسولای سي چي ستا لپاره ټاکل سوی دی. او که همدغه اولس وغواړي چي تاته تاوان ورسوي نو تاته هغومره تاوان رسولای سي چي تاته الله له وخته لیکلی دی. قلم پورته سوی او پر کاغذ باندي رنګ وچ سوی دي» An-Nawawi, Forty Hadith P68
د وهابیانو په مقابل کي د هغوی مخالفین، په تېره بیا شیعه علماء، چي د خپلو زیارتونو او مذهبي او روحاني مشرانو په تقدیرولو کي له افراط څخه کار اخلي، خپل دلایل لري. مثلاً جعفرسبحاني د زیارتونو په باره کي د محمدبن عبدالوهاب د« زیارةالقبور» د کتاب په حواله لیکي:
« د دعا په وخت کي به بهتره وي چي سړی د پیغمبرانو د قبرونو خواته مخ وانه ړوي او په مشهورو کتابونو کي د دې عمل پر ممنوعیت باندي تاءکید سوی دی. تر دې چي را تېر سو نو بهترین جهت پخپله قبله ده»
جعفرسبحاني لیکي: « دا مسله، د وخت په تېرېدلو سره د ممنوعیت څخه د شرک سرحد ته رسېدلې ده او همدا اوس وهبیان دغه عمل ته شرک وايي او څوک چي د دعا په وخت کي د پیغمبرانو د قبرونو خواته مخ اړوي هغوی مشرکین بولي.
موږ باید ووایو چي که چیری یو سړی زیارت ته ولاړ سي او هلته د قبر څښتن ته لمونځ وکړي او د هغه پرستش وکړي او یا له هغه څخه قبله جوړه کړي دا په څرګند ډول شرک دی. مګر د مځکي پر مخ هیڅ مسلمان د پیغمبرانو او اولیاوو د قبر څنګ ته داسي عمل نه کوي او نه د قبر د څښتن عبادت کوي او نه له هغه څخه قبله جوړوي» سبحاني، آیین وهابیت ص ۱۳۰
په دې کي شک نسته چي وهابیانو د شرک د حکم په کولو او د خپلو عقایدو د مخالفینو په ځپلو، آزارولو او وژلو کي له افراط څخه کار اخیستی دی. مګر د سبحاني دا خبره دتأمل وړ ده چي وايی هیڅ مسلمان به د پیغمبرانو او اولیاوو د قبرونو پرستش ونه وکړي ځکه چي دا په څرګند ډول شرک دی.
زه یقین لرم چي زما په څېر به ډیرو خلکو د قلندر پر قبر باندي طوافونه او زیارتونو ته سجدې لیدلي وي. او د ابوسعیدابوالخیر د اسرارالتوحید په کتاب کي په صراحت لیکل سوي دي چی شیخ د خپل پیر بلفضل پر قبر باندي طوافونه کول. د هغه قبر یې، د قوال په قول، خپله قبله بلله او مریدانو ته یې توصیه وکړه چي هر کله مو د حج نیت وکړ د پیربلفضل پر قبر باندي اووه طوافه وکړی ستاسي حج قبول دی. او موږ هره ورځ د ټلوېزیون پر پرده باندي وینو چي عوام او جاهل خلک ژوندیو پیرانو ته، چي ټول ټګان دي، پر سجده ورځي او د هغوی په پښو کي خپل انساني کرامت پایمالوي.
شهاب الدین ابن تیمیه، چي تقی الدین ابن تیمیه هم لیکل سوی دی، ۱۲۶۳-۱۳۲۸ ښايي لومړنی سړی وي چي په اسلام کي یې د خرافي او منحرفو افکارو او اعمالو پر ضد د مبارزې بیرغ پورته کړ. که څه هم چي له ابن تیمیه څخه مخکي عبدالرحمن ابن جوزي ۱۱۱۶-۱۲۰۰ په اسلام کي د خرافاتو او د ځینو صوفیانو د افراطي او منحرفو عقایدو پر ضد کتابونه لیکلي ول خو ابن تیمیه د خرافاتو پر ضد دونه فعاله برخه واخیستله چي د صوفیانو او اسلام د علماوو ضدیت یې را وپاراوه او څو ځله بندیخانو ته ولاړ او بالاخره هم د مملوک سلطان ملک الناصر په امر په سیاه چاه کي واچول سو او څه کم دوه کاله وروسته په هماغه سیاه چاه کي وفات سو. ابن تیمیه په اسلام کي د خرافي عقایدو او صوفیانو د انحرافی عقایدو پر ضد خپله مبارزه د قدیمو پرهېزګارو مسلمانانو یا سلف الصالحین د پیروی کولو تر نامه لاندي پیل کړه او ځکه د ده لاره سلفي تحریک وبلل سو. په ځینو متونو کي د وهابي عقایدو پیروانو ته د سلفیونو په نوم هم اشاره کیږي. محمدبن عبدالوهاب او نور وهابیان هم اکثراً د ابن تیمیه د عقایدو پیروي کوي او د هغه له کتابونو څخه، چي ویل کیږي د کتابونو او رسالو شمېر یې تر پنځو سوو پوري رسیږي ګټه اخلي. A History of Muslim Philosophy pp 797-798
که څه هم چي ابن جوزي او په وروسته کي ابن تیمیه د صوفیانو سره عمومۍ مخالفت نه درلود؛ خو د هغو صوفیانو په مقابل کی یې مبارزه کوله چي خُرافي اعمالو، کیسو او افکارو یې د اسلام له دین سره څرګند مخالفت درلود؛ او عام خلک یې، چي د اسلام د دین له اساساتو سره بلد نه ول، تر تأثیر لاندي کړي او د سمي لاري څخه یې اړولي ول. حسین بن منصور حلاج وفات ۹۲۱ د اناألحق د نارې په پورته کولو سره مستقیماً د خدايی دعوه کړې وه. ویل کېدله چي د پاچا د زوی مړ طوطي یې، چي پر هغه باندي ډېر ګران وو، ورته ژوندی کړی وو. شیخ محی الدین ګیلاني د یوې ښځی زوی د زمري له نسه ژوندی را ایستلی وو. په پښتو کي هغه فوکلوري کیسې تر اوسه ژوندۍ دي چي وايی یوه ښځه، چي د زوی کښتۍ یې څو کاله مخکي، د واده په شپه ډوبه سوې وه، شیخ ګیلاني ته راغله او د خپل زوی د بیرته ژوندي کولو غوښتنه یې ورڅخه وکړه. پیر دعا وکړه او هغه کښتۍ د دریاب له تل څخه راووتله او پکښی سپاره ټول وژل سوي کسان بیرته ژوندي سول. شیخ بایزید بسطامي د خدايی دعوه کړې وه او حتی ویلي یې وه چي لااله الّا انا فاعبدوني پرته له ما بل الله نسته زما عبادت وکړی ( د تفصیل لپاره زما کتاب تصوف او اسلام ته مراجعه وکړی)
پیران الوتل. اکثرو لویو پیرانو د دنیا له مختلفو ښارونو او کونجونو څخه هر مازیګر او یا ماښام ځانونه کعبې شریفې ته رسول او د لمانځه تر ادا کولو وروسته بیرته خپل وطنونو ته تلل. د پیرانو قبرونو ته هره د جمعې په شپه له اسمانه څراغونه راتلل. دا او دغه راز نوري په سل ګونو او په زرګونو کیسې وې چي عوام یې د پیرانو مطلق اطاعت ته مجبورول او بالاخره یې پر قبرونو باندي طوافونه پیل کړل. د قرآن شریف د څرګندو آیتونو په خلاف، د پیرانو په نوم نذرونه پیل سول او چي هر چا یو څه درلودل، له خپل وس او طاقت سره سم یې د خپلو مشخصو پیرانو په نوم نذرونه کول. د پیرانوپه زیارتونو کي یې خیراتونه کول او د هغوی له قبرونو څخه یې مستقیماً مرسته غوښته. اولاد یې غوښت. پیسې يې غوښتلې، د دردونو علاج یې غوښت او فکر یې کاوه او داسي تلقین سوي ول چي پیر هر څه وغواړي هغه کولای سي. په داسي حال کي چي په دغه مسله کي، او پرته له خدایه، له بل موجود څخه د مرستي د تحریم په برخه کي څرګند آیتونه او احادیث موجود ول چي البته عوام په خبر نه ول او څوک چي خبر ول هغوی عوامو ته ځکه نه ویل چي د هغوی له خپلو ناروا ګټو سره یې ټکر درلود.
و اِن یمسسک الله بِضُرٍ فلا کاشف لهُ الّا هُوَ و اِن یُرِدک بخیرٍ فلا رادَّ لفضلهِ یُصیبُ بهِ من یشآءُ مِن عبادهِ و هُوَ الغفور الرحیم. سورة یونس ۱۰ آیة ۱۰۷
( که الله تاته صدمه رسوي نو پرته له ده څخه یې بل هیڅوک چاره نه سي کولای. او که خیر درته رسوي نو هیڅوک نه سي کولای چي د هغه د سخاوت مخه ونیسي. هغه د خپلي ارادې سره سم د خپلو بندګانو سره سلوک کوي او بخښونکی او مهربان دی)
الا لله الدین خالصٌ والذین اتخذوا مِن دون الله اولیآءَ مت نعبُدُهم الاّ لِیقربونآ الا الله زُلفی اِنان الله یحکم بینهم فی ما فی ما هم فیهِ یختلفون اِنّ الله لا یهدی من هو کاذبٌ کَفّارٌ. سوره ۳۹ آیة ۳
( په دې کي شک نسته چي د الله دین خالص دی. او هغه کسان چي له الله څخه پرته نور محافظین پیداکوي او وايی چي موږ یوازي د دې لپاره د هغوی عبادت کوو چي حق تعالی ته مو نیژدې کړي. الله به حتماً د هغوی تر منځ پر اختلاف باندي قضاوت وکړي. الله هغو کسانو چي دروغ وايي او کفار دي هدایت نه کوي)
و یعبدُدونِ من دون الله ما لا یضُّرُهم و لا ینفعهُم و یقولون هاءُلاءِ شُفَعونا عبند الله قُل اَتُنبِّون الله بما لا یعلمُ فی السموات و لا فی الارض سبحانهُ و تعالی عمّا یُشرِکون. سورة ۱۰ آیه ۱۸
( او دوی پرته له الله څخه نورو ته عبادت کوي چي نه تاوان او نه ګټه ورته رسولای سي او دوی وايی چي دا د الله په مخ کي طموږ شفاعت کوونکي دي. ورته ووایه چي تاسي الله ته د اسمانونو او مځکي په باره کي معلومات ورکوی او فکر کوی چي هغه به نه پوهیږي؟ د الله ذات تر ټولو هغو شیانو لوړ دی چي دوی یې له الله سره شریکوي)
د قرآن شریف له دومره صراحت سره به نو سړی څرنګه د پیرانو له قبرونو څخه د مرستي غوښتنه د اسلام له دین څخه څرګند انحراف ونه بولي. دا ټول د شرک اعمال وه او د اسلام دین یې له خطر سره مخامخ کاوه. له ابن جوزي، ابن تیمیه او هغوی په څېر نورو عالمانو سره، چي د دغه راز خُرافاتو او د شرک له اعمالو سره مخالف ول، سیاسي قدرت موجود نه وو او یوازي یې د تبلیغ او لیکنو څخه کار اخیست؛ چي د خلکو د عقایدو پر تغییرولو او د شرک له اعمالو څخه د راګرځولو په برخه کي یې ډېره لږه اغېزه درلوده. خو محمدابن عبدالوهاب، دې ټکي ته ډېر ژر متوجه سو چي که د تبلیغ کار د څو تنو د قناعت لپاره وي نو کېدلای سي او که چیري سړی د یوه بشپړ هیواد او یا د اسلامي نړۍ د خُرافي غقایدو پرضد تبلیغ کوي نو دا کار پرته له لښکرو او وسلو نه کیږي. هغه د ابن سعود د کورنۍ په مرسته، چي وروسته یې ټول عربستان تر کنټرول لاندي کړ، له تبلیغ او زور دواړو څخه کار واخیست. البته هغه خُرافات چي صوفیانو، دروېشانو، ټګانو او قلندرانو ترویج کړي او اکثرو یې د خپلو جېبونو د ډکولو په منظور خلک غولولي ول وهابیانو، د هغوی د له منځه وړلو لپاره، له سل چنده شدت څخه کار واخیست. دومره مخالفین او حتی بېګناه او بېخبره خلک یې قتل کړل او دومره ښارونه یې خراب کړل چي بالاخره خلکو دوی ته د اسلام د دښمنانو او مشرکینو نوم ورکړ او اوس که څوک پوهیږي که نه پوهیږي د وهابي نوم له کافر سره معادل بولي. او په دونه نفرت ورته ګوري چي کوښښ کوي له څنګه يې ګوښه سي او جامې یې د هغه په جامو مرداري نه سي. خو که له دې خلکو څخه پوښتنه وسي چي د وهابي په جامو کالي ولي مرداریږي دلیل خو نه لري خو دونه درته وايی چي وهابي تر کافر بدتر دی.
د دې وروستی خبري یو مهم علت دا دی چي محمدبن عبدالوهاب او د هغه ملګري په اته لسمه عیسوي پېړۍ کي زیاتره د عربستان د نجد او شاوخوا سیمو په جګړو کي لګیا ول. خو د نولسمي پېړۍ په لومړۍ لسیزه کي د عثماني خلافت سره، چي عربستان او نوري عربي سیمي یې تر کنټرول لاندي وې مخامخ جګړې ته ودرېدل. د نړۍ مسلمانانو عثماني خلافت ته د اسلام د مدافع او تر ټولو د مشروع حکومت په سترګه کتل او له عثماني خلافت سره اختلاف او جګړه یې له اسلام سره جګړه بلله. وهابیانو د عثماني خلافت قلمرو د مشرکینو قلمرو اعلان کړی او حتی هغه ته یې د خپلو طرفدارانو سفر کول ناروا باله. طبیعي خبره ده چي عثماني خلافت وهابیانو ته د مشرکینو په سترګه کتل او په همدغه نامه یې تبلیغول. د عثماني خلافت ږغ ټولي اسلامي نړۍ ته رسېدی او د وهابیانو ږغ تر خپلي سیمي بهر نه سو وتلای. دغه علت دی چي په ټولي اسلامي نړۍ کي، پرته له هغه چي څوک د محمدبن عبدالوهاب په عقایدو ځان پوه کړي، وهابیان کافران او ګمراهان وبلل سول او تر نن ورځي پوري اکثریت مسلمانان هغوی ته په کرکه ګوري.
د عبدالعزیز بن سعود او د برټانیې د جاسوس هیری فیلبي له یوه مجلس څخه ښکاري چي دواړو خواوو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره له مذهب څخه څومره استفاده کړې ده. فیلبي، چي هر وخت به لکه سیوری له ابن سعود سره ملګری وو، وايی چي یوه ورځ، د روژې په میاشت کي، له ابن سعود سره ناست وم او هغه له برټانیې سره د خپلي دوستی او له هغه هیواد څخه د مرستو اخیستلو په ارتباط وویل« که تاسي انګرېزان ماته، د نکاح کولو لپاره، یوه ښځه پېشنهاد کړی زه به یې ومنم؛ البته یو شرط به مي دا وي چي زما اولاد به مسلمانان وي. مګر زه به د شریف ( د مکې او مدینې واکمن جهاني) لوڼي او یا د مکې د اوسېدونکو یا نورو سیمو د اوسېدونکو لوڼي هیڅ وخت ونه غواړم ځکه چي هغوی مشرکین دی. زه د مسیحیانو په لاس ذبح سوي حیوان غوښي خورم خو د هغو مسلمانانو په لاس ذبح سوي حیوان غوښي نه خورم چي موږ یې مشرکین بولو، ځکه چي هغوی د خدای تر څنګ د نورو بندګي کوي. او عیسویان او یهودان چي اهل کتاب دي د هغوی په لاس ذبح سوي حیوان غوښي په قرآن کي روا دي»
فیلبي وايی وروسته یې زیاته کړه چي یهودان مي ځکه نه خوښیږي چي هغوی له پیسو سره ډېره زیاته مینه لري او خلک یې هم له دغه امله بد او د تحقیر وړ بولي. فیلبي وايی ابن سعود خپلي عقیدې او مذهب ته وفادار وو او له برټانیې څخه یې یوازي د وسلو او مرستو لپاره ګټه اخیسته او دا چي د اخوان د یوه لوی مشر په مخ کي یې دا خبري وکړې خپل ځانته یې په خپل وخت کي اهمیت درلود. Philby, Arabia of the Wahhabis P 23
فیلبي لیکلي دي چي ابن سعود به هره ورځ د ابن کثیر تفسیر لوستی او یا به ورته لوستل کېدی. که چا هره ورځ د قرآن شریف تفسیر لوستلی او او رېدلی وي نو د قرآن شریف دا آیة خو به یې شل ځله مخي ته ورغلی وي چي مسلمانان د مسیحیانو او یهودو له دوستی څخه منع کوي:
یا ایهاالذین آمنوا لا تتخذو الیهود و النصری اولیاء بعضُهُم اولیاء بعضٍ و من یتولهم منکم فاِنَّهُ منهم انه الله لا یهودی القوم الظلمین. الماءده ایة ۵۱
ترجمه: اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی له یهودو او نصارا سره مه متحد کیږی. دوی په حقیقت کي له یوه بل سره متحد دي. او په تاسي کي چي هر څوک له هغوی سره متحد کیږي نو د هغوی په جمله کي شمېرل کیږي. په تحقیق سره چي الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.
ابن سعود او د مکې شریف حسین به حتماً دا آیة لوستی او په دې به پوهېدلي وي چي له مسیحیانو سره دوستي کول او هغه هم د خپلو مسلمانانو وروڼو په مقابل کي څونه لویه ګناه ده او حق متعال مسلمانان، په دغه ګناه، د هغوی په کتار کي دروي. خو سیاست بل څه دی او د اسلام په تاریخ کي دغه ډول اعمالو له سوونو کلونو راهیسي سابقه درلودلې وه.
البته د مسیحیانو او اهل کتاب په باره کي د ابن سعود د نورو ملګرو اخوان عقیده داسي نه وه. هغوی د انګرېزانو د جاسوس او پوځي استازي فیلبي له مسلمانو او عربو نوکرانو سره پر یوه سترخوان ډوډۍ نه خوړله، هغوی ته یې د چښلو اوبه نه ورکولې او حتی سلام یې نه علیک کاوه اوهغوی یې د نورو مشرکینو او عیسویانو په څېر نجس بلل او دا هم ځکه چي د یوه عیسوي خدمت یې کاوه.
پاته لري
ډیر بر زړه پوری او هر اړخیز معلومات دی. الله پاک دی برکتونه درکړی. رشتیا هم زموږ خلک فقط د کفر ټاپه ژر لګوی، مګر خبر به لا هم نه وی چه کافر چاته ویل کیږی. ډیر جهالت دی.
د معلوماتو څخه ډکه ژوره او نوی لیکنه ده.
خو زه حیران دیی ته یم چه وهابیان یا سلفیان ولی فکر نکوی چه مونږ کاږه او غلط روان یاستو. که د دوی ټولی خبری صحیح وای اوس به د وهابیزم عقیده د ټولی نړی په مسلمانانو کی په غټه فیصدی کی وایی. خو نه ده.
که وهابیان شرک شرک ډیر یادوی نو بیا دیی په خبرو او د انسانیت دلاری خلک پوهه کړی، نه دا چه هر چا چه قرآن کریم چپ یا مچی کړ او وهابیان یی سمدلاسه د تیغه تیر کاندی.
اوس د نړی ټول مسلمانان پدی پوه شویدی چه شرک ښه کار نه دی. شرک په اوسنی وخت کی د امام ابوحنیفه پیروان هم بد ګڼی.
مګر شرک ډولونه لری. داسی نه چه هر څه وهابیان ووای هغه شرک دی. حتی شرک خو پریږده دوی په بدعت هم سړی وژنی.
د شرک تعریف : د الله ج څخه په غیر د بل چا څخه کمک غوښتل او د الله ج سره څوک شریکول او یا د هغه په باره او وجود کی دصفت (نا اعوذ بالله مخ یی داسی وه لاسونه یی داسی) خبری کول شرک دی.
د بدعت تعریف : رسول الله ص چه کوم کار نه وی کړی او هغه مسلمانان وکړی هغی ته بدعت وای. بیا بدعت په دوه ډوله دی یو دینی او بل دنیاوی. دینی بدعت کول منع دی. او دنیاوی بدعت کی هر څوک ازاد دی لکه د رسول الله ص په وخت کی کمپیوتر نه وه هغه صلى الله عليه وسلم کمپیوتر نه دی کړی. اوس چه کامپیوتر پیدا شویدی او څوک د کامپیوتر زده کړی کوی دا دنیاوی بدعت دی کول یی جایز دی.
مګر ځینی بی خبره وهابیان په بدعت هم سړی وژنی، عبدالوهاب نیژدی په خپل وخت کی کیدایشی په دیی خبرو پوهیدو یا نه پوهیدو، مګر دا اوسنی به آیا د هغه په شان پوهه وی؟
په هر صورت اوس د تکفیرانو په نوم بله ډله پیدا شویده هغوی د وهابیانو په شمول ټول مسلمانان وژنی.
تکفیران د ډلی تعرف: تکفیریان وای څوک چه زمونږ د امیر بیعت ونکړی هغه ټول د وژلو دی. تکفیریان فکر کوی چه د نړی ټول مسلمانان باید زمونږ د امیر د بیعت څخه برخمند وی که نه باید ټول ووژنو. دوی وای د ټولی نړی مسلمانان باید یو امیر ولری.
کیدایشی ښاغلی جهانی صیب یوه ورځ د تکفیریانو د وحشت په باره کی هم لیکل وکړی، که ددغه ډلی سره مخامخ شوی فکر وکړی چه خبره مو ختمه ده.
که کومه کلیمه اوجمله ګډه وډه لیکل شوی وی بخښنه غواړم.
افغان صیب ډیر ښکلې تبصره نو لیکلی ده. خوند یی وکی.
مننه کووم عبدل وروره.
تصحیح: عبدالوهاب نجدی دی. نه نیژدی.
جهانی صاحب محترم موضوع ډیره ښکلی څیړلی ده خو ځما په نظر کهپه اخیر کی نتیجه ګیری کړی وای نو ښه به وه.
که دغه مفصله موضوع سړی خلاصه کړی نو دی نتیجه ته به ورسیګی چی د عقیدی له لحاظه چی یوه اساسی موضوع دهد وهابیانو/سلفیانو عقیده لدی امله ښه ده اوبهتره ده چی د هر ډول شرک او خرافاتو نه پاکه ده. د یادونی وړ ده چی که سړی قران پاک ولولی نو اساسی موضوع پکی د توحید ده اوبیا نور مسایل. که عقیده ده سړی خرابه وی نو بیا اعمال کومه فایده هم نلری.
دا هم باید ومنو چی د مسلمان په پرتله عیسویانو سره لاس یو کول او عثمانی خلافت سره جنګ کول او یا په معمولی ګناه سړی کافر کول او وژل یی هم بد کار دی.
نتیجه ددی خبرو داده چی وهابیان سلفیان داسی یوه بی مفهومه عقیده لری او دوی وایی چی زیارتونو ته ورتګ ناروا ،توصل ناروا، لاسونه تر نامه لاندی نیول بدعت ،خیرات کول شرک او ناروا دقبرونو میت او مړو ته دمغفرت دوعاوی ناروا او داسی نوری غطی عقیدی لری نو لازمه داده چی داسلامی فقهی شریفی دسلسلو او مسایلو سره مظابق او دامام اعظم رح دطریقی سره سم خپل ځانونه جوړ کړی او ددی بی مفهومه او غلط فهمه وهابیانو او سلفانو څخه خپل ځانونه لیری وساتی
کیسه د وهابیانو د پیژندو نه ده ، جهانی ددی عنوان لاندی غواړی مسلمانان تخریب کړی اوتاریخ یی تحریف کړی ، د مسلمانانو مشران او شعایر تخریب کړی اواهانت ورته وکړی ، جهانی عقدمند لیکوال دی او اس یی د مستشریقونو رول خپل کړی ، غواړی د غرب د دروغژنو او نورو مستشریقینو حوالواو مراجعو څخه استفاده کوی او پدی یی فکر ندی کړی چه کیدای شی هغوی هم لکه جهانی په شان له عقدی او کینی څخه کار اخیستی وی او یا یی د اسلم د تاریخ د تحریف هسه کړی وی
The good and need of the day topic by Mr. Jahani is shouting at all of us that the great religion of Islam has highly politicized, Afghanistan become the center stage to play the dangerous role. Such a political tool only thrive by keeping society backward thus further suffering is yet to come.
A nation can not run by an unemployed group of people all claims to be expert on the same subject with absolutely no production skills!