جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهروغتیا وزارت: راتلونکی کال ټول هېواد کې ۲۰۰ کلینیکونه جوړ کړو

روغتیا وزارت: راتلونکی کال ټول هېواد کې ۲۰۰ کلینیکونه جوړ کړو

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ ) د عامې روغتیا وزارت په راتلونکي کال کې په ټول هیواد کې د دوه سوه کلینیکونو د جوړولو اعلان وکړ.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو وزیر قلندر عباد وايي هڅه کوي د افغانستان روغتیايي سیستم له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي.

عباد وویل، د روغتیا وزارت په هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره لنډ مهاله او اوږدمهاله پلانونه لري.

د هغه په وینا، تېر کال کې د زېږون پر مهال د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه د پام وړ کمه شوې ده.

دغه طالب مقام ټینګار وکړ چې په هېواد کې د پولیو ویروس صفر شوی، ځکه په ۲۰۲۲ کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

طالب وزیر د روغتیا په برخه کې ستونزې مني او وایي، چې لا هم په روغتیايي سیستم کې ستونزې شته او د نړیوالو د مرستو کمیدو هم منفي اغېز ورباندې کړی.

 طالب چارواکو دا خبرې په داسې مهال کړي، چې نړیوال روغتیایي بنسټونه افغانستان له روغتیایي پلوه هم بحران سره مخامخ بولي او وایي د نړیوالو مرستو کمیدو، له هېواده د روغتیایي کادرونو وتو او پر ښځو د طالبانو ظالمانه قیودات د ښځینه روغتیاپالو او مراجعینو پر وړاندې روغتیایي سکتور کې اساسي ستونزې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...