جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهشېخ ندیم: موږ خپله هیڅ نه یوو، خو افغانستان جوړوو

شېخ ندیم: موږ خپله هیڅ نه یوو، خو افغانستان جوړوو

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ ) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم نن د پوهنتون د استادانو په یوه کنفرانس کې وویل، چې دوی خپله هیڅ هم نه دي، خو د پوهنتون د استادانو، د مدرسو د شېخانو او نورو خلکو په وسیله غواړي افغانستان جوړ کړي.

د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله ته نیږدې دغه طالب وزیر، چې د هبت الله د خور خاوند هم دی، په دغه غونډه کې له استادانو وغوښتل، چې د طالبانو په معیار محصلین ورته ورزوي.

هغه د مسلمانانو په ګټه، د طالبانو له امیر څخه اطاعت کوونکي او په ورته نورو طالبي معیارونو د برابرو محصلانو په روزلو ټینګار وکړ.

دغه طالب وزیر په داسې مهال د طالب مشرانو په ناپوهۍ اعتراف کړی، چې ډېرځله یې اقدامات او څرګندونې له توندو غبرګونونو سره مخ شوي.

د طالبانو منتقدین د دوی له مشرانو او چارواکو پوښتنه کوي، چې خپل ژوند لیکونه، د زده کړو او کاري سابقې معلومات خپاره او بیا پر خلکو د واکمنۍ او د خپلو نظرونو د تپلو حق ځانته ورکړي.

4 COMMENTS

  1. زموږ ګوندی انحصار او لیونۍ مینه له ځان ستاینی سره یا خودبینی او خودپسندی چي تر ټولو بد هلاک کوونکی دی دومره غالبه وی چي ځانته طالبی معیارونه تعریفوو منتهی د فرعونیت او جهالت
    نښی دی ؛طالبی معیارونه یعنی انتحاری ،پټاویان ،مسجد او مکتب ورانول ،عام المنفعه تاسیسات له مینځه وړل،پوهنتون په بدوی مدرسه بدلول ، اهل د کار او متخصصین سپکول او شړل ، دنجونو اوښځو تعلیم او کار بندول ،مومن مجاهد ملت سره په کوتک او ټوپک خبره کول او نور ………
    دا طالبی معیارونه اومخکینی تنظیمی معیارونه اکثرا دپنجابی استخباراتو درسونه او تریڼنګ دی تنظیمی ملیشو ته ؛دا خو نه اسلامی دی او نه انسانی ۰
    دا طالبی معیار نه ملت منی ، نه امت او نه بشریت،مسلمان جهاد کوی ـ لتکون کلمه الله هی العلیا
    ،ادع الی سبیل ربک بالحکمه والموعظه الحسنه…..
    وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحی یوحی
    طالبی یا نور ګوندی معیارونه لږ ترلږه نیمه پیړۍ ازمایل شوی ،نتیجه یی منفی او تباه کوونکی ده
    ازموده را ازمودن خطاست ۰
    وزیر صاحب ندیم ټول احزاب او فعالیت یی غیر قانونی بولی خو تحریک طالبان به منحیث ګوند یا
    حزب معیارونه ،انحصار او له هیڅ نه افغانستان جوړوی ،حال دا چي دِ دَم ،تقوی او کراماتو خلک هم
    نه یاست که انتحاری جنایات نه وای هیڅ هم نه واست ،د لوی جهاد د مجاهدینو د کراماتو په اړه معتبرو علماوو کتابونه لیکلی خو هغوی هم په طالبی معیارو برابر ندی ۰
    زمو ږ مومن مجاهد ملت او اسلامی امت د طالبی معیارو په نامه څه نه پیژنی ؛موږ سره د اسلامی
    سُچه او پاک معیارونو خبره کوه ، دملاحسن اخوند ،ملا عبدالحکیم او ستا د خسر خیلو نظریات او رسم و رواج ته اسلام نشو ویلی او د اسلام په نامه یی پر ملت مه تحمیلوی ؛دا دین د ملت ،امت او بشریت دین دی ،طالبی معیارونه خپل کلی ته وساتی،ملت او امت کی خریدار نلری ۰
    وما علینا الا البلاغ ۰

  2. ته کوم بوتل یې چې حقیقت نشې زغملې بیا وایې چی دې ته سیاست نشو ویلې اول ته خپله له کوم مدرسې چړې یې دا ووایه چې ملا امام څومره در سونه پسخانه کې در کړې

  3. که هر څومره پرړې او غورې وکړې مذهبي جاهله لېونیه ، ستا خبرې د خره تیز دي ، تر څو چې د ښځو ته خپل حق نه یې ورکړی !! دا ټولې مصنوعي پرړې د جاهل ملا لپاره او نه د انسانانو لپاره ! ستاسو سیستم يو جنایتکاره اپار تاید سیستم دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب