دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهط د ډبرو سکرو له پلوه د عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړی

ط د ډبرو سکرو له پلوه د عوایدو د زیاتوالي خبر ورکړی

تاند: (شنبه، د کب ۷ مه) ‏د طالبانو مالیې وزارت د شنبې پر ورځ خبر ورکړ، چې په تېرو لس میاشتو کې یې د ډبرو سکرو له صادراتو څخه ۱۲.۱ میلیارد افغانۍ ( ۱۳۶.۶ میلیون دالر) ګمرکي محصول راټول کړی دی.

دغه وزارت په ډاګه کړې؛ د ۲۰۲۲ ز. کال د مارچ له ۲۱ څخه د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ تر ۲۰ نېټې شاوخوا ۲.۷ میلیون ټنه سکاره صادر شوي دي.

د تېر کال په همدې موده کې افغانستان نهه سوه ۴۸ زره کسان سکاره صادر کړي وه او ۱.۸۹ میلیارد افغانۍ (۲۱.۳ میلیون دالر) یې ګمرکي محصول راټول کړي وه.

د طالب چارواکو په وينا د، .‌ډبرو سکرو له صادراتو څخه د ګمرکي محصولاتو عواید ۱۱۵.۳ میلیون دالر زیات شوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ډبرو سکرو صادرات؛ ځکه زیات شوي، چې د تورخم له لارې صادراتو ۲۴ ساعته ګمرکي چارې تر سره کیږي.

طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د دوی منتقدین طالبان د افغانستان د کانونو په چور چپاول تورنوي او وايي دغې ډلې له بيا واکمنيدو سره د افغانستان کانونه په ارزانه ليلام کړي او د خپل حاکميت د مخته وړلو لپاره استفاده ورڅخه کوي.

2 COMMENTS

  1. مونگ باید خپلو طبیعی منابعو خخه استفاده وکرو البته په فنی شکل. د اسلامت امارت خخه د یو خخه غوشتنه کوو چی په فنی شکل معادن استخراج شی داسی اوریدل کیگی چی پاکستان د اوسپنی د ویلی کولو لپاره د زغال په معدن کی چن کوی او فقط هغه لور اعلی کیفیت زغال په ظالمانه شکل استخراجوی. شیخ دلار یو غیر مسلکی شخص دی اسلامی امارت باید مسلکی او متقی اشخاص تخنیکی چاروکی وگماری

  2. ښاعلی جهاني صاحب!
    سلامونه او درناوی مې ومنئ !
    دا خو نو اوس اکثریتو مسلمانانو ته مالومه شوې ده، چې سلفیان پرحقه دي. خو له خپلې عقيدې اوښتل ورته ګران دي.
    د مذهبونو مفهوم او اصطلاح اصلا په دین کې شته نه !
    مذاهب اکثراً له خرافاتو ډک دي او سلفیان دین له خرافاتو پرته دين باندې عقیده لري، عمل ورباندې کوي او خلکو ته يې ورپېژني
    (د حق دعوت).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب