تاند: (شنبه، د کب ۷ مه) د کندهار په ریګستان ولسوالۍ کي په لومړي ځل مخابراتي خدمتونه پيل شول.
د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، چې هلته افغان بیسم مخابراتي شبکې د جمعې په ورځ خپل مخابراتي انتن ودراوه او مخابراتي خدمتونه يې پيل کړل.
سرچينه زياتوي، چې دغو مراسمو ته د سويلي زون لپاره د طالبانو د اترا رييس محمد نبي آغا، د مخابراتو رييس ملا نور الله اخند او نور ځايي چارواکي ورغلي وو.
طالب چارواکي په دغه ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نشتوالي لاملونه نه دي ښودلي.
د دوی منتقدین وايي، چې د جمهوري نظام پر مهال په لرې پرتو سيمو کې د طالبانو مزاحمت د مخابراتو او نورو خدمتونو د ځنډ او خنډ سبب شوي وو.