شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې پر کابل بانک د ناکام ځانمرګي برید خبر ورکړل شوی

بدخشان کې پر کابل بانک د ناکام ځانمرګي برید خبر ورکړل شوی

تاند: (شنبه، د کب ۷ مه) په بدخشان کې ځايي چارواکو ویلي، چې یو ځانمرګی بریدګر نن موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدین” احمدي ” ویلي، چې دغه بريدګر نن سهار د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د کابل بانک دروازې ته څېرمه وژل شوی.

سرچينه زياتوي، چې په پېښه کې نور چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو د بریدګر د اړوندې ډلې په اړه څه نه دي ويلي.

طالب چارواکو د ملکي اهدافو په نښه کول غندلي دي .

دا په داسې حال کې ده، چې د پرزول شوي جمهوري نظام پر مهال يوازې ننګرهار کې دوه ځلې طالبانو پر کابل بانک د دوو خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

په دغو بریدونو کې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب