شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د استاد بختاني د پنځم تلین په یاد | دوکتور لعل پاچا...

د استاد بختاني د پنځم تلین په یاد | دوکتور لعل پاچا ازمون

یو څو خاطرې

( دا زما د ژوند کیسه ده ـ دویم او درېم ټوک نه)

له جلال آباد ښاورال نه د استاد بختاني غوښتنه

استاد بختاني راته وویل:

– لال پاچا جانه! لالاغا کاکړ ښاروال دی او دا خو زموږ له نژدې دوستانو نه دی، زما یې نیکه انډیوال و، ملک شېراحمد خان، هغه میامنور یوه سندره ویلې وه چې:

واده دې مبارک شه، دنغرک شېراحمد خانه

نو داسې وکه چې دې سړي ته ما وروله.

ما وویل:

– سمه ده.

استاد  مخکې  زه ورپسې شوم، د ښاروال کور اوس هم په نغرک کې و، ښاروال هم د طبعې سړی و، مېلمه پاله او مېلمه دوست و، هماغه د پلار او نیکه دېره او ډنډه یې چلوله، زموږ هم ورسره نیکه نۍ او پلرنۍ انډیوالي وه، ورغلو، زه اوس ځان سره وایم چې استاد به کېدای شي له ښاروال نه  د کومې نومرې یا بل کوم امتیاز غوښتنه کوي، ځکه دا وخت د نومرو باب ډېر زیات و او  د ښاروال  هرڅه په لاس کې وو.

 ښاروال چې استاد ولیده، ډېر زیات ورته خوشاله شو، لاسونه یې موچي کړل، بیا یې ورته وویل:

– استاد خو زما کاکا دی.

له استاد سره دده مینه هغه وخت را ته په ډاګه شوه چې ما ور ته  وویل:

– استاد بختانی راځي. نو ده دستي وویل:

– زه به درشم، خو استاد وویل چې نه، موږ ورځو چې په کور کې کار ورسره لرو.

دفتر ته هم نه ورځو.

ښه، کښېناستو، اوس به ښاروال هم په زړه کې وایي چې استاد به رانه د کومې نمرې یا کوم امتیاز غوښتنه کوي، استاد بسم الله کړه خبره یې راواخیسته، زموږ زړه کې کرلو  رېبلو ته یې په څو جملو د پای ټکی کېښود، ویل یې:

– وراره، واوره! یو خو ته ښاروال یې او ښاروال چې دی، هغه د هماغه سیمې فرهنګ پالي او خپلې چارې پر مخ وړي، زموږ او ستاسې خلک ډېر غریب خلک دي، هر څوک څه نغواړي، خو یو ښه وضعیت غواړي، سلام غواړي، کلام غواړي، ته د یوې وتلې کورنۍ غړی یې، زه ستا پلرونه او نیکونه پېژنم چې هغوی درانه خلک وو، د هغوی حیثیت وساته، د هغوی د حیثیت په دې  کې ده چې له خلکو سره ښه وضعیت وکړه، سلام کلام او له دې خلکو سره مړی او ژوندی پاله، ښاروال باید دغه فرهنګ وپالي او ته خو ددې ځای سړی یې، دا دې پاللی هم دی، د یو سپینږیري په توګه درنه مننه کوم، خو دې ټکي ته نور هم پام وکړه.

راغلو اوس ددې سیمې په ارتباط، دغه زموږ کلی بختان  دی، ډېر غریب او غُربه خلک پکې اوسېږي، سړک یې ډېر خراب دی، یو کوشش وکړه چې دا سړک ورته جوړ شي او هلته وړاندې یو پله ته ضرورت دی چې دا خلک په ډېرو سختیو باندې په ویاله اوړي را اوړي، نو که هغه ورته جوړ شي.

د ښار په پاکۍ کې د خلکو توجه او پاملرنه را جذب کړه، ډېر کوښښ وکړه چې ښار پاک وساتې او کار وکړې، د خدمت دا موقع هر وخت سړي ته په لاس نه ورځي، دا سپېرې دوړې او ګردونه چې زه ګورم ورته ځورېږم، ته کوښښ وکړه چې له خلکو سره د ښار په پاکۍ کې مرسته وکړې چې دا ښار له افتونو او مرضونو نه وساتل شي، بس زما خبرې همدومره وې.

ښاروال یو دم وویل:

– کاکاجانه، دا کار به حتمي کوم، ما خو ویل چې ته به نورې غوښتنې لرې.

– نورې غوښتنې نه لرم، نورې غوښتنې زما غوندې سپینږیري سړي سره نورې جوړې او برابرې نه دي.

 مړه خوا بختانی

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.

د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې غوړولې وې، خو پکي ته ګوزاره کېده، زموږ یوه خټینه کوټه وه، نوره نه وه، یوه لوېشت هومره وه، په اوړي کې  یو پکی ورته دارو و، بختانی، شپون او صمیم صاحب درېواړه مې مېلمانه وو، شپون او صمیم صاحب  کابل ته د تګ اراده هم کړې وه. سوکړک سابه مو وخوړل، بختانی صاحب د شپون صاحب مخه ښې ته بهر راووت، شپون صاحب د بختاني صاحب پر ولي لاس کېښود او ورته ویې ویل:

– پیرجانه! تاته مې یو کار پیدا کړی.

د بختاني صاحب پر مخ ښایسته یو موټی تکه سپینه ږیره  وه، د رحمان بابا مینه پرې ما تېده، په تعجب یې ورته وویل:

– د څه شي کار؟

–  پیرجانه! ښې ډالرې پکې دي، تا ته به درې زره ډالر درکوو،  نصاب ته راشه!

دې وخت کې زه له ځانه سره وایم چې بختانی صاحب به یو دم ورته ووایي:

 – سمه ده، همدا اوس درغلم.

خو زما د توقع خلاف بختاني صاحب خپله ږیره په کیڼ موټي کې ټینګه ونیوه د ښيي لاس له غټې پلنې ګوتې سره جوخت ګوته یې شپون صاحب ته ونیوله او ور ته یې وویل:

– شپون صاحب! ناشکري نه ده پکار، له تا هم ډېره مننه چې زه دې په یاد یم، له لوریینې نه دې ډېره مننه، خدای دې اباد لره، خو …

– نو پیرجانه! خو په کې څنګه؟

– خو داسې چې …

دې وخت کې یې پاس اسمان ته وکتل او بیا یې هماغه ګوته پورته کړه، ویې ویل:

 – زه د یوه اوږده سفر تابیا نیسم، نور زما د ډالرو د ګټلو وخت نه دی.

شپون صاحب ورته وویل:

– پیرجانه! که مخکې لاړې، نو یارانو باندې سلام وایه!

یوه سهارنۍ له استاد بختاني، پسرلي او اشرف غني سره

د کتنو په لړ کې مې دا ځل دوکتور اشرف غني ته وویل:

– دا پسرلی، شپون صاحب او بختانی صاحب به راوبولو.

هغه راته وویل:

– اختیار ستا دی.

خیر، یوه سهارنۍ مو برابره کړه، بختاني صاحب ته مې زنګ وواهه:

– استاده! ډاکټر صاحب اشرف غني غواړي چې یو سهار سره چای وڅښو.

– چېرته؟

– د هغوی په کور کې.

– هغه چېرته دی؟

– دارالامان کې.

– نو تر هغه ځایه خو ما ته تګ سخت دی.

– زه درپسې درځم.

– ښه چې ته راپسې راځې، نو بیا خو سمه ده.

همداسې مې له استاد پسرلي سره هم خبره غوټه کړه، سهار وختي دواړو پسې لاړم، یو مې له خیرخانې او بل مې قلعه  فتح الله نه را پورته کړ، د ډاکتر صاحب کور ته لاړو، د اوړي شپې او ورځې وې، ډاکټر صاحب په هماغه تخت چې هر سهار وختي به ور ته راته، مطالعه به کوله او چای به یې څښه، دا ځل هم له معمول سره سم همالته ناست و، موږ ورغلو، سلام کلام وشو، د چایو فرمایش هم ورکړل شو، بختاني صاحب راته په لاره کې پوښتنه وکړه:

– بل څوک دی؟

ما وویل:

– پسرلی صاحب دی.

له ښۍ خوا: پخوانی ولسمشر اشرف غني، استاد بسرلی او استاد بختانی

بختانی صاحب له چا سره کینه نه لري، پسرلی صاحب هم همداسې، دوی دواړه ملګري دي، خو همدومره یې وویل:

– پسرلی صاحب ډېر ښه سړی دی، خو زما د فکر مخالف دی.

– استاده! هغه څنګه؟

– خو زه پښتونستان غواړم او دی یې نغواړي، خدای دې وکړي چې ټکر را نه شي.

د بختاني صاحب دا خبره مې په یاد وه، د چای د څښاک پر وخت، بختاني صاحب ډاکټر  اشرف غني نه پوښتنه وکړه:

– ډاکټر صاحب اوس خو دادی یوې لویې مسلې ته بیا راوړاندې کېږې، زما پوښتنه ده!

– مهرباني جناب استاد!

– تاسې د پښتونستان په باب څه فکر لرئ؟

ډاکټر صاحب اشرف غني ځان ځواب ته جوړاوه چې پسرلي صاحب په ارامه لهجه ور ته وویل:

ـ دا هسې وخت ضایع کول دي.

 ما زړه کې وویل:

– خدایه خیر!!!

پسرلي صاحب بیا خبره غبرګه کړه چې:

– دا هسې خبرې دي، نور ددې کیسو وخت نه دی.

بختانی صاحب تک سور شین شو، یوه شېبه یې دمه وکړه، خو نور یې خوله را پرانیسته، ویل یې:

– دلته خو د نظر ازادي پکار ده، هر سړی به خپل نظر وایي، زه او ته په دې ځای کې مخالف یو، خو یو د بل  نظر ته باید درناوی وکړو، ته دې په خپله عقیده ټینګ اوسه او زه به په خپله عقیده، خبره داده چې پښتونستان یو ضرورت او مجبوریت دی، موږ باید دا مبارزه هېره نه کړو.

پسرلي صاحب دا ځل په خندا کې  ورته وویل:

– استاد ه دا وخت نورې ډېرې خبرې دي، پر هغوی کار پکار دی.

بختاني صاحب بیا لږه حوصله وکړه خو تر حوصلې وروسته یې بیا په جدي انداز وویل:

– پسرلی صاحب! ته د خپل نظر د اظهار رایه او حق لرې خو په لوی لاس خپل نظر په بل چا مه تحمیلوه!

دواړه سره په خندا خندا کېوتل، خو اخره کې بیا خبره ډاکټر صاحب غني ته راغله، ډاکټر صاحب غني وویل:

– زه ستاسو د دواړو منځ کې همدومره وایم چې مسایل نوي نوي مخې ته راځي، زړو مسالو باندې به هم خبرې کوو، کوښښ به وکړو چې څنګه خپله ټولنه داسې جوړه کړو چې په هغې کې د هر چا د نظر او اظهار رایه خوندي وي، زه په دې برخه کې یوه ځانګړې تګلاره جوړوم، هغه به بیا له تاسې سره شریکه کړم.

 په دې یې ځان خلاص کړ واضحې خبرې یې ونه کړې، بختاني صاحب وویل:

– ماته دغه طرحه لومړیتوب لري، نو که هر وخت دې جوړه کړه، بیا درته زه خپله رایه په دې برخه کې وایم، خو دا مې نظر دی چې د پښتونستان لپاره مبارزه اړینه ده، موږ باید دا مساله هېره نه کړو، دا چې څنګه یې کولی شو!؟ څنګه یې مخکې یوسو!؟ دا یوه موضوع ده او په دې باید جدي فکر وشي.

ډاکټر صاحب اشرف غني د بختاني صاحب او پسرلي صاحب له مجلس نه ډېر خوند واخیست، ماته یې وویل:

– پسرلی صاحب خو شاعر سړی دی، د شاعرۍ تر څنګ د لویو لویو خلکو کوربه پاتې شوی او دخانۍ پر ټغر را لوی شوی دی، زما یې شعر او لیکنې ډېرې خوښېږي، لولم یې.

بختانی هم یو ځانګړی ټېپیک انسان دی، ډېر خوږ سړی دی، ډېر ښه بحث کوي، حوصله لري، زغم لري، دا هغه مشران دي چې زموږ ژبه او فرهنګ یې په پښو درولي دي، د دوی قدرداني پکار ده.

2 COMMENTS

  1. په ښکلی او ډیر دروند عکس کی دری واړه مخور مشران ډیر زیات ښکلی ښکاری.
    ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلی او ارواښاد استاد عبدالله بختاني د افغانستان د تاریخ ویاړلی خلک وه او د دوی نوم به د تل لپاره افغانان په خپل ټاټوبی کی ژوندی ساتی.
    ښاغلی محمد اشرف غنی ته اوږد ژوند غواړم، او الله ج دیی دغه مخور مشر او ولسمشر نور د دسیسو او کړاونو څخه وساتی.

  2. الله ج دې په بختانی صیب او پسرلي صیب باندې ورحمیږي دواړو د هیواد په فرهنګی ډګر کې پاموړ زیارګاللی، خورا خوندورې خاطرې مو بیان کړي وي تاسو ته هم اوږد عمر له خدایه غواړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب