جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهعمران خان دا ځل خپلې مېرمنې سره محکمې ته غوښتل شوی

عمران خان دا ځل خپلې مېرمنې سره محکمې ته غوښتل شوی

تاند: ( شنبه، د حوت ۶ )  د پاکستان د فساد ضد محکمې دا ځل ګوښه شوی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه ميرمنه بشرا بي بي ته امر کړی، چې د فساد ضد تورونو د سپینولو لپاره د مارچ په نهمه دغې محکمې ته حاضر شي.

 پر عمران خان او مېرمنې یې د فساد تورونه د عمران د صدراعظمۍ پر مهال د دوی له لوري د ګران بیه ډالیو د ترلاسه کولو له  امله لګول شوي.

 پر دوی دا تور هم پورې دی، چې یادې ډالۍ یې د دولتي پروتوکول خلاف حکومت ته نه دي سپارلي.

عمران خان په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

عمران خان د خپلو مخالفانو خلاف تر اوسه په دې برلاسی و، چې هغوی یې په فساد تورنولی شول، خو ده د فساد دوسیه نه لرله.

شنونکي باور لري، چې که د عمران خان مخالفان د ده خلاف د فساد تورونه ثابت کړای شي، د را نیږدې ټاکنو په درشل کې به ورته لوی تاوان واړوي.

1 COMMENT

  1. یره عمرانه یو خو تا مونږ وشرمولو، کاشکی دغه د پښتون نوم (خان) درباندی نوی پروت. کله درباندی یوه ښځه عریظه کوی او کله درباندی بله ښځه. اوس لا د فساد ضد محکمه هم درپسی شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب